To start downloading books

Please sign in or create an account.

د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې

د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې

ددې ستر آیرلینډي لیکوال بشپړ نوم جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" دی. د انګلېسي ادبیاتو په ډرامه لیکونکو کې د لومړي قطار له کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په "۱۸۵۶م" کال د آيرلینډ په مرکز دوبلین کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا چې کورنۍ یې ډېره غریبه او ناچاره وه نو تل به یې د مور او پلار ترمنځ شخړه وه، نو ځکه خو د برنارد شاو ماشومتوب له خواشينيو خلاص نه و. د همدې اقتصادي ستونزو له کبله یې ایله تر ۱۴ کلنې زده کړې وکړې او په ۱۵ کلنۍ کې یې دنده واخیسته تر څو کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. نوموړي د ځمکو د خرڅلاو له یوه شرکت سره نږدې څلور کاله دنده وکړه او د خپلې کورنۍ لګښتونه یې پوره کول.
 کله چې دی د لندن له کاري فرصتونو خبر شو نو له خپلې مور سره هلته لاړ، تر څو ډېرې پیسې وګټي. په لندن کې یې د کار کولو ترڅنګ بېلابېلې ورځپاڼې او همدارنګه سیاسي او ادبي کتابونه ولوستل. نوموړي په لندن کې د سوسیالیستي انجمن غړيتوب هم واخیست. 
 له "۱۸۸۵م" کال وروسته يې ځينې ډرامې ولیکلې او ځانګړي مينه وال یې پيدا کړل. په لیکنو کې یې طنزي اړخ زیات پياوړی و.
 ځينې ډرامې یې زیاتې مشهورې شوې، لکه: (سنټ جان، ډاکټر په دوه لارې کې، زړه ماتوونکی کور، د جان بول بله جزیره او ...)
 برنارد شاو ته په ۱۹۲۵ کال کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په دې وخت کې د نوموړي عمر ۶۹ کاله وو نو ځکه دی یو له هغو کسانو څخه شمېرل کېږي، چې په لوړ عمر کې یې دغه ستره جایزه ترلاسه کړه.
 برنارډ یو هوښيار او ځيرک انسان و. دی به ډېر ټوکمار تو حاصر ځوابه و. د نوموړي په باب یوه مشهوره کیسه داسې ده، چې برنارډ شاو ته کومې فلمي لوبغاړې د واده وړانديز وکړ. ده ورته وویل: ته په کوم دلیل ماسره واده کوې؟
 هغې وویل: زه ډېره ښکلې یم او ته ډېر هوښيار نو که چېرې زموږ اولاد پيدا شي، عقل کې به تاته ورته شي او ښکلا کې ماته نو ښه نسل به وي. 
 برنارد شاو وویل: دا غوښتنه دې نه منم. هسې نا، عقل کې تاته وشي او څېره کې ماته.
 بالاخره دغه ستر لیکوال د "۱۹۵۰م" کال د نومبر د میاشتې په دویمه نېټه ومړ.

 د برنارد شاو ځينې ويناوې
 ـ ناسم معلومات، له ناپوهۍ څخه ډېر خطرناک دي.
 ـ ډېر نصیحت مه کوه، ځکه جاهل د چا خبره نه اوري او عاقل ورته اړتيا نه لری. 
 ـ تل رښتيا وایه، خو هره رښتيا مه وایه!
 ـ پیسې لوږه ختموي، خو درد او غم نه شي ختمولای.
 ـ ډېر خلک د دعا پر ځای سوال کوي.
 ـ ټول ستر حقیقتونه لومړی د شریعت خلاف معلومېږي.
 ـ څوک چې یو څه کولی شي، کوي یې او څوک چې یې نه شي کولای نيوکې کوي.
 ـ مذهب یو دی، خو تعبیرونه یې په زرګونو.
 ـ ډېر لږ خلک بې وزلي زغمي.
 ـ استعداد یعنې له خپل زور او عقل څخه هممهاله ګټه اخيستل.

Related Articles

که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره...

د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري. د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول لري. مڼه په ټوله نړۍ کې یوه مشهوره مېوه ده. ددې مېوې د ونې علمي نوم "مالوس دومستيکا" دی. له زرګونو ک...

هغه ناروغۍ چې علایم يې په پښو کې څرګندېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د روغتیایي لیکنو په لړ کې نن د یوې ډېرې مهمې موضوع په اړه معلومات درکوو. موږ او تاسو به حتما د پښو له درد او یا هم په پښو کې له نورو ستونزو او علایمو سره مخ شوي یو. که څه هم اکثرا د پښو دردونه او نا آرامي د ستړيا، نامناسبه خوړو او یا د فشار له امله وي؛ مګر په ځينو حالاتو کې د پښو دردونه، ميږي ميږي کېدل، سوخت او ... عادي نه...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....