To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کونړ غلام محمد څوک و!؟

د کونړ غلام محمد څوک و!؟

غلام محمد ساپی د کونړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د عبدالحکيم اخونزاده «ساپي» زوی و. نوموړی د ۱۲۹۸ ـ ۱۳۰۰ ل.ل. کلونو په شاوخوا کې د کونړ په نرنګ کې زېږېد لی و . لومړنۍ زدکړې يې په خپل کور کلي او چم ګاونډ کې له خپلو مشرانو او د سيمې له ملايانو او پوهانو نه ترلاسه کړې؛ وروسته د کابل د خواجه عبدالله انصاري د لېسې دولسم ټولګی پای ته ورساوه او د فراغت سند يې تر لاسه کړ.

د ظاهرشاه پاچا د واکمنۍ پر مهال غلام محمد ساپی د ولسي جرګې په ۱۲ مه، ۱۳ مه دوره کې په پرله پسې ډول دافغا نستان په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی و. کله چې په دولسمه دوره کې د پارلمان لپاره په کونړ کې کانديد شو' نو د نرنګ ولسونو ورته خپله رايه ورکړه! خو د باډېل هاغه خلکو! کوم چې په خټه پښتانه سا پي ګوربز دي، هغوی ورسره مخالفت وکاوه او خبره تر دې بريده پورې ورسېدله چې د دوی تر منځه ټوپکې، تورې او وسلې وکارول شولې او ساپيانو (د غلام محمد خان قوم د باډېل د اوسېدونکو ګوربزو پر ضد قيام وکړ) د باډېل ډېر اوسېدونکي يې ووژل، نو سیالانو يې دا سروکی چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه.

«د کونړ غلا محمده!

باډېل ته مه ځه!!

ساپو ډېر وژلي دينه !!»

خو دده پلویانو به بیا دده مخالفینو پر وړاندې دا سروکی وویلو:

د کونړ غلام محمده!

باډیل ته راشه!

په کې ډیر وکړه سیلونه

د کونړ غلام محمد له نرنګ څخه باډېل ته لاړ نه شو، لنډه دا چې غلام محمد خان دوه دورې د افغانستان په ملي شورا کې وکيل شو.

غلام محمد ساپی په تعلیم مئین شخص و او د نجونو د تعلیم په حق کې و؛ ده په خپله کونړ کې د نجونو لومړنی ښوونځی په خپله شخصي ځمکه کې جوړ کړ او تر هر چا د مخه یې پکې خپلې لورګانې داخلې کړې؛ تر څو د کور او کلي خلکو ددۀ پر پله قدم کېښود او خپلې لوڼې او خويندې يې په همدې ښوونځي کې داخلې کړلې.

غلام محمد ساپي په همدې ترتيب سره د هلکانو د ښوونځي لپاره هم خپله ځمکه وقف کړه او د هلکانو لومړنی ښوونځی يې په کونړ کې جوړ کړ. خو بلخوا په ولسي جرګه کې به غلام محمد ساپي د ببرک کارمل سره په سیا سي مسئلو شخړې کولې او کله چې په افغانستان کې د ثور اوښتون راغی' نو غلام محمد ساپی د خپلې کورنۍ د غړو سره یو ځای پېښور ته په کډه ته لاړ او لکه نور افغانانو کډوالو هلته میشت شو او تقریباً ۱۴ کاله په کوزه پښتونخوا کې میشت و ۲۷ کاله مخکې د امريکې د متحده ايالتونو د کلفورنيا سانفرانسسکو ته د افغان کډوال په صفت له خپلې کورنۍ سره لاړ.

غلام محمد خان ساپي شاوخوا سل کاله ژوند وکړ، د کورني ژوند ثمر يې ۸ زامن او ۶ لورګانې دي.

د کال ۲۰۱۵ م. د مارچ په پنځمه نېټه غلام محمد ساپي د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، جنازه يې زامنو او دوستانو له کلفورنيا څخه کابل ته یوړه او کابل ته یې د جنازې د رارسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د جنازې او د جنازې سره مل د ارواښاد د کورنیو د غړو تود هرکلی وکړ. او جنازه یې د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کې په ډير درناوي او عزت سره د بېشمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه کې دده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره يې کلیوال او د ده شخصي دوستان او اشنایان وو، د کونړ د دولتي چاروواکو هم د ولسي شخصیت ته د درناوي په خاطر دده په جنازه کې ګدون وکړ.

لیکوال "حیات پیاوړي"

Related Articles

قران شریف کی څو بهترینی دعاګاني

په قران شریف کی څو بهترینی دعاګاني: 💖 که چیری صالح اولاد غواړې :🌹رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِرَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه ویره درسره وي چې زما زړه به ګمراه شي:🌹رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَن...

خښتو براورد عملی

د خښتو د براورد اړوند عملي مثال، هیله ده چې خوښ مو شي د خښتو یو دیوال چې 3m ارتفاع، 4m طول او 40cm ضخامت لري، د خښتو تعداد، او د مصالې لپاره یې د سیمنټو حجم او د شګې مقدار محاسبه کړئ؟حل:مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو دا باید په یاد ولرو چې په خشتکارۍ کې د مصالې مقدار باید (28—30%) په حدودو کې وي، او په خشت کارۍ کې دخښتو ضایعات اکثراً  10% نیو...

ډیجیټلي ځمکه

ډیجیټلي ځمکه:ایا فکر مو کړی چې یوه ورځ به ډیجیټلي ځمکه جوړه شي؟ که مو نه وي کړی، اوس یې واورئ. اروپايي اتحادیه پلان لري تر ۲۰۳۰ پورې د ځمکې د اوسنیو پېچلتیاو په شمول د هغې ډیجیټلي غبرګونې یا Earth digital twin جوړه کړي.د ځمکې ډیجیټل کره لومړی ځل ما په ۲۰۰۳/۲۰۰۴ کال کې ولیده چې کميپوټر نوی افغانستان ته راغلی و. خدای بښلي وحیدالله هغه مهال Google Ear...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...