د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان
2,075
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-03-08 04:52:44
د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال دجنوري میاشتې په لومړۍ نیټه دهندوستان داتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی .ده خپلې زده کړې داعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا دهند پلازمیینې ډیلي ته راغلی اوپه ډیلي کې دالرساله دمیاشتنۍ مدیر و.مولانا وحیدالدین خان په څو ژبو ( اردو،هندي ، عربي ، فارسي او انګریزي ) ژبوپوهیږي . مولانا دهند په ټولنه کې چې دډیرومذهبونو جوړه ده دمسلمانانو او نورو مذهبونو دپیروانو تر مینځ په روغه جوړه کې دژوند پلوی او یو موډیریټ( معتدل) مسلمان دی.
نومړی دالرساله په میاشتینۍ کې چې په اردواو انګریزي ژبو خپریږي د هند د مسلمانانو دفکري اوذهني ودې او اصلاح په اړوند ډیرې لیکنې کوي . نوموړی مسلمانان او ددوی بچیان تعلیم ته هڅوي اوپه دې لاره کې هلې ځلې کوي چې مسلمانان دمنفي او کږولارو نه مثبتو اوسمو لارو ته راوګرځوي .
دهمدې الرساله انګریزي ایډیشن دده دلور ډاکټر فریده خانم په زیار او هلو ځلوچاپیږي ،
دمولانا وحیدالدین خان پردیني او ادبي خدمتونواو دده پرهر اړخیز شخصیت دهندوستان دډیروپوهنتونونوزده کوونکي خپلې پی ایچ ډۍ کړي دي .
مولانا ډیر دیني اوادبي کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.
هغه کتابونه چې دمولانا له خوا لیکل شوي دي دادي :
تذکیر القرآن
اللہ اکبر
الاسلام
الرّبانیہ
حقیقت حج (په اردو اوعربی)
پیغمبر انقلاب
رازِ حیات
مذہب اور سائنس
مذہب اور جدید چیلنج
ہند۔پاک ڈائری (۲۰۰۶)
اسلام دور جدید کا خالق
عقلیات اسلام
علماء اور دور جدید
تجدید دین
سفرنامہ غیر ملکی اسفار لومړی ټوک
سفرنامہ غیر ملکی اسفار،دویم ټوک
سفرنامہ اسپین وفلسطین
اسفار ہند
خلیج ڈائری
ڈائری جلد اول(1983-1984)
ڈائری( 1989- 1990)
ڈائری(1991-1992)
فسادات کا مسئلہ
سوشلزم اور اسلام
مطالعہ قرآن
تعبیر کی غلطی
دین کی سیاسی تعبیر
دده عربي کتابونه او ژباړې:
القضیة الکبری
قضیة البعث الإسلامى
واقعنا ومستقبلنا فى ضوء الإسلام
الإسلام يتحدى
من نحن
عليكم بسنتى
إمكانات جديدة للدعوة الإسلامية
التفسير السياسى للدين
تاريخ الدعوة إلي الإسلام
خطأ في التفسير
مأساة كربلاء الحسن والحسين
ما ددې کرښو لیکوال دده ډیرې مقالې دکانګریس دګوند په اردواونیزې( قومي آواز) کې لوستلي دي. .دی یو مهذب ،دنرم مزاج خاوند او ډیرمنطقي انسان دی . دهرډول تنګ نظریوسره مخالف دی . ده په هندوستان او دهند نه دباندې هیوادونوکې ډیرایوارډونه اخیستي دي اونړیوال شهرت لري.
لطیف یاد