To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,377
د غوره سلفي اخیستو لپاره باید څه وکړو؟

د غوره سلفي اخیستو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، د غوره سلفي اخیستلو لپاره باید څه وکړو؟

 

په اوس مهال کې د ټولو انسانانو که هغه هلکان وي، که نجونې او یا مشران عکسونه اخیستل یې خوښېږي، خو دا څرګنده خبره ده چې د مشرانو په پرتله د ځوانانو علاقه له سلفي اخیستلو سره څو برابره زیاته ده، ځوانان که هغه نجونې وي او که هلکان، غواړي د خپل هر حالت انځورونه واخلي او خواږه یادونه ترې پاتې شي.

که تاسو هم غواړئ ښایسته او زړه راښکونکې سلفي واخلئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ او یادې کړنې پلې کړئ!

 

۱. روښنایي

د سلفي لپاره مناسبه روښنایي تر ټولو اړین توکی دی، کله مو چې غوښتل سلفي واخلئ، په داسې ځای کې یې واخلئ، چې مناسبه روښنایي پکې وي په تیاره او سیوري کې هېڅکله سلفي سمه نه راځي. 

۲. رښتنې خندا

د سلفي لپاره تر ټولو اړین توکی رښتنې خندا ده، خندا د هر عکس د ښکلا لامل کېږي، خو په دې شرط چې رښتنې وي، مصنوعي او دروغجنه خندا زموږ سلفي ته ښکلا نه شي وربښلی برعکس، زموږ د انځور ښکلا له منځه وړي.

۳. ډېره سلفي واخلئ!

که غواړئ چې غوره سلفي واخلئ، نو باید ډېره یې واخلئ د ډېرو سلفیانو په اخیستلو یو انځور تر بل جذاب راځي، غوره یې وټاکئ او ناسم یې لرې کړئ.

۴. مناسبه زاویه

د غوره سلفي اخیستونکي یوه ځانګړنه دا ده، چې باید د سلفي اخیستلو پر مهال مناسبه زاویه په نظر کې ونیسي او له همغې ځای او لوري څخه انځورونه واخلي، لکه د سلفي اخیستلو پر مهال باید موبایل ډېر ښکته ونه نیول شي، ځکه ښکته نیول د سلفي د خرابوالي لامل کېږي او انځورونه خراب راځي.

۵. انځور مه اېډیټ کوئ!

دا سمه ده چې د ځینو فلټرونو او سټېکرو کارول ښه ښکاري، خو د انځور له حده ډېر اېډیټول د انسان طبیعي ښایست له منځه وړي او سلفي یې خرابوي. 

۶. له تکراري اکټونو لرېوالی وکړئ!

 که غواړئ چې ښایسته سلفي واخلئ، نو له تکراري اکټونو ځان لرې وساتئ، هڅه مه کوئ چې د اریانا سعید په څېر خپلې شونډې ونیسئ او یا د اجمل حقیقي په څېر یوه پښه پورته او بله ښکته کړئ او انځور واخلئ، تکراري اکټونه مو د سلفي جذابیت له منځه وړي.

۷. کمره مو مخ ته ډېره مه نږدې کوئ!

د سلفي اخیستلو پر مهال هڅه وکړئ، کمره مو له مخ څخه لرې ونیسئ، ځکه د کمرې د نږدېوالي په صورت کې ستاسو مخ لوی او خراب راځي.

کېدای شي د دې تر څنګ د سلفي د اخیستلو نور تخنیکونه هم شته وي، خو د یادو ټکو په ترسره کولو سره هم کولای شو غوره سلفي واخلو.

Related Articles

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

زما په نظر خو بهرام خان خادم ښه طرحه وړاندې کړې  د امريکا پرځای ولسمشر غني راوغواړئ! ولسمشر غني په نړيوال بانک کې کلونه-کلونه د بشري ناورينونو د دفعې کميسيون غړی ؤ. ولسمشر غني د شوروي اتحاد لپاره په ځان بسيا اقتصاد پروپوزل ليکلی. ولسمشر غني د نړۍ لسو غریبو هيوادونو ته اقتصادي طرحې ليکلي. مغرور ملته! د هوايي دهليز د په خدای که نوم هم اوريدلی ؤ؛...

د خدای ج کور،او زما د سترګو لېدلی حال!

ما له همدې ځایه د بریا لپاره ګامونه راوخېستل د څلورم سمستر د ازموینې وروستۍ ورځ وه، ژورنالیزم د برخې اساسي مضمون خبرې ژانرونو ازموینه مې درلوده سحر وخته چې کله د خپل پوهنځي مخې ته ورسېدم د ټولو په شوندو مسکا خپروه وه. صنف ته لاړم چې د سترګو رپ سره استاد هم راورسیده،خو ازموېنه د تېرو نورو ورځو په شان په ډیره خوښۍ سره تېره شوه،دا چې اوس نو د خپلو خو...

په معاصر سياسي نهضت باندې د ويښ ځلميانو د کړنو اغېز

پـوهنوال مستعلى ( نــــيازى ) د ښــوونې او روزنې پوهنځى د تاريـــــخ څـــــــــانګې استاد په معاصر سياسي نهضت باندې د ويښ ځلميانو د کړنو اغېز لنډيز  د سردار شاه محمود خان د صدارت پر مهال د سياسي فعاليت سرته رسول يو ستونزمن کار و، خو دهغه وخت روڼ انډو په کامل هوډ سره د ويښ ځلميانو ګوند جوړ کړ ، او د دې ګوند د رهبرۍ غړو خپلې عملي مقالې  د دې ګون...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...