To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 4 years ago 2,448
د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاريخچه:                                                                                                 

کمال خان بند د اوبو زېرمه او مځکه خړوبولو په لحاظ د افغانستان یو مهم بند ګڼل کیږي. دغه بند د ۵۲ میلونو متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د ۹ میګاواټ برېښنا د تولید ترڅنګ د ۱۷۴۰۰۰  هکټاره وچو دښتونو د خړوبولو ظرفیت هم لري.

کمال خان بند د نیمروز د مرکز زرنج څخه ۹۵ کیلومیټره شرق لور چاربک اولسوالۍ ته څېرمه موقعیت لري. کمال خان بند نوم  د یو سیمیز بلوڅ مشر سردارکمال خان سنجراني په نامه شهورت پیدا کړی. دغه بند خورا اوږد تاریخ لري. د څرګندو لیکنو له مخي کمال خان بند په یولسمه مېلادي پېړۍ کي د وخت د حکمرانانو لخوا د پخو خښتو او د چونې  له مسالې څخه جوړ سوی وو. همداراز له نن څخه ۷۰۰ کاله وړاندي د کمال خان د بند سیمه د سیستان ایالت یوه برخه وه. په ۱۳۸۴ میلادي کال کي د سیمو خلکو د وخت د امپراطور ګوډ تېمور په وړاندي پاڅون وکړ. ګوډ تېمور په ډیر وحشانه ډول یوازي کمال خان بند نه، بلکي د اوبو کانالونه، کرهڼیز سیسټم، د زرنج تاریخي ښار او د تمدن ټول اثار له خاورو سره برابر کړل.

د نولسمي مېلادي پېړۍ په وروستیو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو او کمال خان بند پر سره اختلاف رامنځ ته سو. د موضوع د حل لپاره څو څو ځله، دواړو هیوادونو پلاوي تبادله کړل، خو یو دایمي حل لاره یې ونه موندل. بالاخر د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۱۳مه د افغانستان د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او ایراني سیال عباس هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک سو، چي په دې سره دغه اوږدې کشالې حل وموند. له همدې ځایه افغانستان د هلمند د اوبو مهارو لپاره د کمال خان بند جوړلو فرصت ترلاس کړ.

د کمال خان بند لومړي کارونه د سردارمحمد داودخان د جمهوري ریاست په دوران کي پیل سو، خو د ده تر شهادت وروسته د بند جوړولو چاري ودرېدې. په ۱۳۹۰ لمریز کال کي یې د رغولو کار بیرته پیل چي په درې فېزونو کي بشپړ او ګټي اخیستني ته چمتو سو. پر دغه بند ٨٧ میلونه ډالره لګښت راغلی. د کمال خان بند د کانالونو یوه اوږده سلسله لري چي اوږدوالي یې ۲۶۰ کیلومټره ته رسیږي. البته د کانالونو جوړولو چاري یې دوام لري. دغه کانالونه په دې ډول لاندي مځکي خړوبه کوي : د ترکو دښته او فضل قلعه کانال ۴۹۵۰۰ هکټاره، قلعه فتح او خوابګا کانال ۳۸۰۰۰ هکټاره، شیراباد او میران کانال ۶۰۰۰۰ هکټاره او سیخسرکانال ۴۶۵۰۰ هکټاره.

کمال خان بند د ډیرو ګټو ترڅنګ لاندي مهمي لاسته راوړني لري: 

۱: د اوبو لګولو لپاره د اوبو زیرمه کول 

۲: د نهه میګاواټه برېښنا تولیدول

۳: د موسمي سېلابونو کنټرول

۴: د سیمي د ابو لاندي ابخور رالوړول

۵: چاپېریال ساتنه کي مهم رول

 

Related Articles

ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟

د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې نظرېه او نوښت د بنګلدېش د تاريخ سره مخامخ اړيکه لري او د همدې هېواد په غوښتنه رامېنځ ته شوې ده . 1947 کال کې له برتانوي هند څخه ېوه برخه جلا او د پاکستان نوم پرې کېښودل شو چې اوسنی بنګلدېش هم د همغه نوي هېواد ېوه برخه وه او ختيز پاکستان ېې ورته وېل . که څه هم چې بنګالېانو خپله ژبه لرله خو پر هغوي باندې د پاکستان رسمي ژبه (...

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!   ـ ګرامر څه ته وايي؟  ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟ ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟  ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟...

څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟   ډېری انسانان په دې اند دي چې نن ورځ څنګه ژوند وکړي، د خوشحاله ژوند تمه لري، خو هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي، چې د راتلونکي لپاره باید پیسې سپما کړي، کله چې خپله دنده له لاسه ورکړي او یا له کومې بلې ستونزې سره مخ شي، دومره  غریب شي چې د خوراک لپاره هم کوم څه نه لري، نو د دې لپاره چې له داسې حالت څخه ځا...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...