To start downloading books

Please sign in or create an account.

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!

 

  • ـ ګرامر څه ته وايي؟ 
  • ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟
  • ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟ 
  • ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟

 

ګرامر څه ته وايي؟

ګرامر د انګلېسي ژبې کلمه ده، چې په کره پښتو کې ورته "پښویه" وايي. په فارسی ـ دری کې یې "دستور زبان" بولي. همداسې په ګڼو نورو ژبو کې ورته ځانګړې کلمې کارول کېږي؛ خو موږ باید تر هر څه لومړی د ګرامر سم تعریف زده کړو. پر دې باید پوه شو، چې ګرامر یعنې څه؟

تاسو به هم د ګرامر لنډ تعریف داسې لوستی وي، چې "ګرامر د ژبې کلي ده." 

مګر که غواړو، په سمه توګه د ګرامر مفهوم درک کړو، نو مهمه ده، چې یو جامع پېژند (تعریف) زده کړو. د ګرامر ټولمنلی پېژند داسې دی، چې "په علمي توګه د یوې ژبې شرحې ته پښویه (ګرامر) وايي."

 

ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟

وړاندې له دې چې ددې پوښتنې ځواب ولولئ، لومړی خپله هم فکر وکړئ او ځواب ووايئ! 

عام ګمان دا دی، چې ژبه د ګرامر تابع ده. هر څه چې ګرامر وايي، ژبه باید هماغه ومني؛ خو دا فکر ناسم دی. منطقي خبره دا ده، چې ګرامر د ژبې تابع دی. ځکه تر هرڅه لومړی ژبه رامنځته کېږي، وروسته ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو ګرامر لیکلي. 

هڅه کوم، ددې خبرې د اثبات لپاره یو ساده مثال راوړم. که ژبه د ګرامر تابع وای، نو نالوستو کسانو به خبرې نه شوای کولای. ځکه چې مجبوراً ټولو کسانو ګرامر لوستی وای ترڅو خبرې کول پرې زده کړي. مګر که خپلې ټولنې ته ځير شو، وینو چې نالوستي کسان هم خبرې کولای شي، ګرامري نقطې مراعتوي، همدارنګه د ژبې پر جوړښت پوهېږي. 

دا به ومنو، چې لوستو کسانو به د ګرامر درسونه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ترلاسه کړي وي؛ مګر هغه شپون چې ټول عمر یې په غرو ـ رغو کې تېر شو، هېڅ ښوونځی یې و نه لیده،  لیک او لوست یې نه ده زده، نوموړي د ګرامر لوست له کومه ترلاسه کړ؟ ځکه هغوی تر ټولو سوچه او په ګرامري لحاظ سمه او برابره پښتو وايي.

نو لنډه دا چې ګرامر د ژبې تابع دی. لومړی ژبه ایجادېږي. ورپسې ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو د اړوندې ژبې ګرامر لیکي.

 

ګرامر ولې لیکل کېږي؟

که پورته موضوعات مو سم درک کړې وي، نو حتما به پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې د ګرامر لیکلو اړتيا څه ده؟

رښتيا هم د ژبې اصلي ویونکي ګرامر ته ډېره اړتيا نه لري؛ خو د بلې ژبې ويونکي، چې غواړي ژبه زده کړي نو مجبور دي، ترڅو د ژبې پر جوړښت پوه شي او د ژبې جوړښت په ګرامر کې شرحه شوې وي.

همدارنګه د ګرامر په واسطه، د ژبې اصلي ویونکي هم په ژبه کې له خپلسریو  او انحرافاتو منع کېږي. مجبور دي، چې ګرامري قواعد ومني.

 

په ګرامر کې کوم مسایل لوستل کېږي؟

ګرامر د تشریحي ژبپوهنې اړوند مبحث دی؛ په دې کې د ژبې فونولوژي، مورفولوژي او نحوه لوستل کېږي. یا په عامه اصطلاح، په ګرامر کې د یوې ژبې پر غږونو، کلمو او جملو بحث کېږي. په راتلونکو لیکنو کې به د پښتو ژبې د ګرامر اړوند نور مسایل هم شرحه شي.

ددې لړۍ د دوام په هکله خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

جامعه ی منحط

جامعه ی منحط مصطفی عمرزی وقتی می نویسم «جامعه ی منحط»، نهایت نارضایتی ما را آشکار می سازد. ببینید! ما ناگزیریم حتی بر مواردی هم انتقاد کنیم که رفع و روب آن ها خیلی آسان است. به عبارت دیگر، ناتوانی مدیریتی در افغانستان، شکل حاد دارد.  از چند ماه به این سو، مثل این که سگان ولگرد ما نیز شعور آن را یافته باشند، پرخاش به حد آنان هم رسیده است. نمی دان...

اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سره دڅوکې لپاره په لاس ېو کولو هرڅه اوبائلل.په کال 1779 کښې د تېمور شاه خلاف په کورنۍ کښې د مرګ ېوه هڅ...

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو کولای شي آن هېوادونه رهبري کړي؛ تر ټولو ښه بېلګه یې "انګیلا میرکل" کېدای شي. راځئ ددې پیاوړې مېرمنې...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...