To start downloading books

Please sign in or create an account.

د جنایت ملکه وپېژنئ!

د جنایت ملکه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ادبي نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپل قلمي قوت ښودلی. یو له دې مېرمنو اګاتا کریسټي ده. ددې لیکنې تر پایه به د نوموړې په اړه لا ډېر معلومات حاصل کړئ. 

 

پېژندنه

د نړۍ په ښځينه لیکوالو کې د نوموړې په څېر ډېرې کمې مېرمنې پيدا کېږي، چې هومره شهرت ترلاسه کړي. بشپړ نوم یې اګاتا کریسټي "Agatha Christie" دی. په "۱۸۹۰م" کال کې یې، د انګلستان په دون شایر سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. د خپلې کورنۍ کشرۍ نجلۍ وه. له ښوونځي وړاندې یې له خپلې مور څخه زده کړې وکړې. اګاتا په دې اړه ویلي: "له خپلې مور څخه مې په کور کې رنګارنګ کارونه، اشپزي او نور درسونه زده کړل."

آغلې اګاتا په "۱۹۱۵م" کال کې، کله چې نوموړې ۲۵ کلنه وه د هوايي ځواک له یو افسر سره واده وکړ. خو داسې برېښي چې له خاوند سره یې اړیکې ډېرې خرابې وې او د ژوند ډېرې بدې خاطرې یې ځنې درلودې. د خپل ژوند د بدو خاطرو په اړه لیکي: "په ۱۹۲۶م کال مې خپل مور له لاسه ورکړه، په همدې کال بله ښځه زما پر مېړه مئينه شوه. له همدې امله مې د خاوند کور د تل لپاره پرېښود. د تېښتې پر مهال د رواني نا آرامۍ له کبله مې ټکر وکړ. همدې ټکر راته د میرګیانو ناوغي پيدا کړه." 

له دې ستونزو وروسته نوموړې د اکسفورډ پوهنتون له استاد سره واده کوي او له خپلې دې اړيکې ډېره راضي ښکاري. اګاتا د پولیسو ناولونو په لیکلو کې ځانکړی استعداد درلود، نو ځکه خو د جنایت ملکه "Queen of Crim" لقب ورکړل شو.

آغلې اګاتا د خپل بریالي ادبي ژوند په بهیر کې ۷۸ پولیسي ناولونه، ۱۹ ډرامې او یو شمېر شعرونه ولیکل. همدارنګه ګڼې جایزې یې هم ترلاسه کړې. د مشهورو آثارو له جملې یې د "سپين آس"، "د الفبأ په ترتیب وژنه"، "پټ دښمن"، "قتل په اورګاډي کې" او ځينې نور د یادولو دي. 

نوموړې له کامیاب ادبي ژوند وروسته په "۱۹۷۶م" کال کې د "۸۶" کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

Related Articles

What is canal cross drainage works? د کانال کراس دراینج

  ترناب سیفون کانال سیفون بړوف   Cross Drainage works of Canal?  ● هر کله چې د کانال په مسير کې یوه بله مجرا واقع شي  په دغه حالت کې په همدې مسير کې چې کانال له کوم حالت سره مخ کېږي او کوم ساختمانونه ورته جوړېږي (Cross Drainage Works) ورته ویل کېږي.  ● هر کله چې یو کانال له یوې مجرا/خوړ څخه تیرېږي نو څلورو حالتونو سره مخ کېدای شي.1)  دکان...

مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ

که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ  که په لاندې څلور دېرش کړنو کې کوم یوه پخپل وجود کې ګورئ نو مطالعه وکړئ مطالعه مو له تیارو دې رڼا پر لور بیا یي.۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي۲- پر ځان او نفس به باور نه لري۳- تکراري خبرې به کوي۴- د لغتونو زېرمه به یې کمه وي۵- له ډار او بې باورۍ سره به ژوند کوي۶- ذهني وړتیا به نه لري۷- له عقل...

ژغورونکی

حکايت دی، چې د سیند په غاړه ولاړ کس ناڅاپه یوه چیغه واورېده. یو څوک لاهو کېده او مرسته يې غوښته. ولاړ کس دریاب ته ودانګل، سړی يې بچ کړ؛ خو سا یې لا نه وه سمه شوې، چې د دوو نورو چېغې يې واورېدلې. ده هغوی هم له اوبو راوايستل وروسته يې يو بل کس او بيا څو نور کسان د سيند له خونړي څپو وژغورل. خپله ورځ یې په ژغورلو تېره کړه؛ خو دې ته يې پام نه شو، چې لږ...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...