خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟
3,085
Ketabton
2020-07-06 01:31:21
څوك خپه كېږي او ولې؟
خپګان يوه داسې ناروغي ده، چې په هغې باندې د اخته كېدو اټكل پر ټولو يو ډول دى .
خپګان زوړ او ځوان، بډايه او بېوزله، لوستى او نالوستى، تور او سپين، ښځه او نر، دينداره او بې دينه نه پېژني او كولاى شي، چې ټول خلك اغېزمن كړي .
دغه ډول ناروغي د ژوند او عمر سره هېڅ تړاو نه لري او ټول زاړه او ځوانان په يو ډول راښكېلوي .
تقريباً هېڅ څوك د خپګان څخه تېښته نشي كولاى، هغه څوك چې په دې ناروغۍ اخته دي؛ ډېر ترې رنځېږي او كوښښ كوي له هغو كورنيو څخه، چې دى ورسره تړاو لري ځان څنګ ته كړي او دا تر ټولو خورا معمول بيولوژيكي اختلال دى، چې نن سبا په اروا پوهنه كې ډېر تر سترګو كېږي .
داسې شونتيا هم لري، چې يو مهال تاسې په دغه ډول ناروغۍ اخته شوي ياست، زه هم همداسې ؛ خو زه او تاسې استثنااُت نه يو ؛ ځكه ډېرى پېژندل شوې څېرې هم په دغه ډول جادويي طلسم راښكېلې شوې دي .
وينسون چرچل د خپلې ځوانۍ ډېره برخه په همدغه ډول ناروغۍ كې تېره كړه، هغه څه چې هغه د (تور سپي ) په نامه يادول هغه يو شمېر ليكوال، لكه: ارنست همينګوي، ويليام استايرون، وسيلوياپلت، پېژندل شوى هنرمند لكه: پتي ديوك، نوموتي سندرې جوړونكي، لكه: اكلاد دبوسي او جرج فردريك هندل وو، چې يوازې همدغه لږه شمېره كسان د دغه سړي د ذهن او فكر ښكار شوي ول .
دغه راز د نړۍ يو شمېر پېژندل شوي لوړ پوړي چارواكي لكه، شاه سول، لومړۍ ملكه اليزابت، ابراهام لينكلن او دم ګړۍ توماس ايګلون، د امرېكې پخوانى سناتور وكاتن چاپلز، د فلوريدا ښاروال، د سياست پوهانو مېرمنې، لكه: دبتي فورد او باربارابوش مېرمنې هم د دغه غم نه په امان كې نه دي پاتې شوې او تل خپګان غم وركړى دى. حتىٰ پخوانى فضا ختونكى ( نورد ) بازالدين هم د خپګان سره پنجې نرمې كړې دي او اوس د سينمايي نړۍ ډېرى لوبغاړو هم پر دغې خبرې اقرار كړى دى، چې د خپګان له ناروغۍ نه رنځېږي او د دوى ترمنځ هم دغه ناروغي خوره شوې ده ؛ نو په دې توګه كه چېرې ستاسې د كورنۍ كوم غړى په دغه ناروغۍ اخته شوى وي تاسې په هېڅ صورت پر هغه مه شرمېږئ ؛ ځكه دغه دواړه خبرې لكه، خپګان او شرمېدل يو له بل سره نېغ په نېغه اړيكې لري .