To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى

1,061
Salman Jabbar
2021-04-30 09:38:24

دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى

هر کله چه دَ فرنګېانو فوج په تنګې باندے کېمپ او لګاوه..نو اُتمانخېلو په مشهور مرکزی کلی پړانګ غار ئے دَ حملے کولو اراده اوکړه .. داکلے دَ غاړے دَ اُتمانخېلو په قبلئيزه حصه کښے په داسے برېد دے ېعنے دَ اتمانخېلو دَ غرونو په جنوبی لمنو کښے دَ هشنغر علاقے ته سېلمه او دَ اوتمانخېلو دَ امبار اُتمانخېل او دَ پنډېالئ مهمندو ته نزدے دے..دَ دے ځائے دَ وهلونه دَ فرنګې غرض په اَواره او دَ غره په لمنو کښے اَبادو اُتمانخېلو طاقت ختم کول وو..په پړانګ غار چه فرنګي کومه حمله کړے وه دَ دے په هقله په تارېخ صولت افغانی کښے لېکې .....:.
" تنګې ته دَ انګرېزانو برېګېډ فوج دَ وړاندے
نه راغلے وو..پنځه زره فوج ئے نور راجمع کړ. دٙدوئ
په مقابله کښے دَ اوتمانخېل ڼګېالی وو..ورسره دَ
هغوې په اِمداد کښے دَ روانی (راونړی) قوم خلق وو
او څه دَ سېد اکبر بادشاه صاحب دَ لښکر غازېان وو..چه
مخکښے دَ ارباب اجون خان خلېل او ارباب سردار خان خلېل
امداد له په چارسده باندے دَ حملے کولو په موقع دلته راغلی وو
لا دلته پاتے وو..او دَ پړانګ غار غزا له هم اُتمانخېلو دَ امداد دَپاره
راغلی وودغه ټول په شمار باندے درے زره ۳۰۰۰ وو"

په مئ ۱۸۵۲کښے انګرېزانو دَ کرنل سرکولن کحچبل المعروف په لارډ کلائېډ په کمان کښے حمله اوکړه ..دَ فرنګي فوځ دَ ګنډيری او بازې کلې نومے کلو په منځ کښے په مېره باندے دَ تنګی کلې نه شمال طرف ته حمله اوکړله ..دَ غره په لمن (کوهدامن)کښے اُتمانخېل قوم په مشهور کلې پړانګ غار ئے چپاوُ اوکړ..څو ودځے پر له پسے جنګ اوشه .. دَ فرنګی فوځ په کلی ورغے وران ئے کړ..نور دَ غره درو ته دَ ڼوتلو تاب ئے نه لېدو واپس شه ..په ابازے نومی کلی ورغلل داکلے دَ درېائے پنجکوړه په غاړه دَ مهمند اودَ اوتمانخېل برېد او دَ هشنغر په بره سر دے..دلته ئے قلا جوړه کړه . چه دَ اوتمانخېلو ا و مهمندو دَ حملونه دَ هشنغر د علاقے حفاظت اوکړلے ش لکه چه مخکښے ورته اشاره شوے ده کښے ده (روانی) قبېلے خلق په دغه ورځو کښے په ګنډهېری کلی باندے پراته وو..دَ فرنګی فوځ چه دَ پړانګ غار دَ جنګ نه رآوګر ځېد په ګنډېری ئے حمله اوکړه او کلے ئے وران کړله ..او دئے قام مشران ئے اونېول لږے ورځے پس دَ رووانی قبېلے مشران راغلل..معافی ئے اوغوښته
درخوست ئے منظور نه شه .. البته کرنل مېکسن چه په دغه ورځو کے کښے دَ پېښور کمشنر وو هغه ترېنه ېوه اقرار نامه وغسته ..چه دَ انګرېزانو او قبائلو دَ دغے اقرار نامے مطابق دَ روانی قبېلے خلقو کډے دَ ګنډېری نه اوچتے شوے او دَ جلاله (صلع مردان)په مېره ئے دېره اونېوله ...جلاله ته درانی قوم اتېا ګنډېری نه راغلے وے
په دوې کښے ېوه کورېنئ دَ پېرانو خاندان وه چه دَ حضرت اخوند محمد قنداهاری کاکړ دَ ځوئ محمد صالح المعروف په پېر صالح اولاد دے ..دَ پېر صالېح زېارت په طورو مردان کښے ..دَ کورېنئ دَ روانی قوم ستانه دار دی او په دی غزا کښے دَ پېرانو دَ دے کورېنئ مشرانو ښه مردانه بهادرې کړے وو..دَ روانی قوم سره ېوه بله کوېنئ چه ګنډېری نه جلاله ته په کډه راغلے وه هغه دَ اخوند زادګانو کورېنئ وه چه حضرت مېان صاحب محمد عمر دَ څمکنو دَ مشهور مرېد اخوند صوفئ عبدرحمان دَ دوه ځامنو اخوند زاده محمد صدېق او اخوند محمد رفېق اولاد دے ..دَ اخوندزادګانو په دے کورېنئ کښے اخوند فقېر شاه دَ ناوی ډهنډ او پړانګ غار په غزا کښے شامل وو..اوبېا چه انګرېزانو ګنډېرے کلے وران کړ .. نو دَ روانی قام دَ غازېانو سره جلاله ته راغلې وو..
دَ اتمان خېل غټي جګړي دَ فرنګي (برېټېش) سره وي وي

د پړانګ غار دريمه غزا

په ١٨٩٨ کښې هر کله چه په ټولو قبائيلى علاقو باندې انګریزانو فوځونه ورواچول. جنګ ئې تود کړ. په ملاکنډ ىې هم حمله اوکړه. سزتور فقير غزا له راغے. د اتمان خيلو نمر ختيزه علاقه د ملاکنډ ايجنسۍ د سم رانړى زئ او سوات رانړى زئسره په پوله پرته ده نو په اتمان خيلو کښې هم حرکت پيدا شه. د ملاکنډ په جنګ کښې يې د سوات. دير. باجوړ. مهمند د غازيانو سره پوره امداد اوکړ. ځوانمروى يې ښکاره کړه بهادرى ئې اوکړه. کفار ئې اووهل د دغه جوم په بنا د ١٨٩٨ په اخر کښې د کرنل رىډ په کمان کښې په اتمان خيلو باندې انګریزانو فوځونه حمله اوکړه دا حمله په دوه غاړے وه. يوه حصه فوځد سوات سيند په غاړه په قلنګئ دره باندې راواوخت اګره. ټوټئ. کوټ. مينه طرف ته را تاو شه. او بله حصه لښکر د درګئ نه په آوره کښد اتمان خيلو د غرونو نه په جنوبي لمنو کښې په ناوےډنډ. سپرى. بوچه. او پړانګ غار حمله اوکړه. د ناوے ډنډ قلا چه به ١٨٥٢ کښې نه وه وهلے شوې هغه ئې په دے جنګ کښې ورانه کړه. ځکه چه زيات غازيان هلته په اګره اوټوټئ کښې په جنګ کښې ګير وو. ډ پړانګ غار اوسپرى ابادى ورانے شولے. د اتمان خيلو نمر ختير کلى چه د سوات رانړى زئ اوسم رانړى زئ سره په پوله پراته دى لکه مينه. کوټ. ټوټئ. اګره. قلنګئ د هغوئ سره ئې لکه رانړى زو معاهده اوکړه. چه د ملاکنډ ايجنسئ سره به سياسي تعلق ساتى په ١٩٠٨ کښ د رانړى زئ او اتمان خيلو په منځ کښې اختلاف پيدا شه. انګريزانو اول دا. دواړه قبيلې په خپل منځ کښې اوجنګول بيا ئې د دوئ په منځ کښې راضى نامه اوکړه ليکن په راضى نامه کښې يې په اتمان خيلو باندې پيټى بار کړ. چه د ملاکنډ د پوليټيکل دايجنټ ماتحتى به قبلوى..

د پړانګ غار څلورمه غزا..

په ١٩٠٨ کښې د علاقه انبار اتمان خيل ښکته را پريوتل د پيښور په علاقه کښې ئې د فرنګي په څوکو حملې شروع کړې. انګریزانو د کرنل آيس. ايچ. ګاډ فرے پوليټيکل ايجنټ ملاکنډ په کمان کښې د غاړې په اتمان خيلو او پړانګ غار حمله اوکړه. ورپسې د اتمان خيلو ناکه بندي ئې اوکړه. اخر جرګې تر منځه شوې او صلح اوشوه. ورپسې په کال ١٩١١ کښې د علاقه غاړه اتمان خيل ترخپل منځه ورانه راغله او په هغه کښي ئې د فرنګيانو علاقه تالا کړه. ورپسې په کال ١٩١٣ کښې د انبار اتمان خيلو او غاړه اتمان خيل راکوز شوه د هشنغره کلى اتمان زئ ئې تالا کړه حوصله ئې زياته شوه تر پيښور پورې د پوليس څوکئ به ئې تالا کولى. د اولنۍ جنګ عظيم ورځې ومى فرنګي په ځان وو. غږ ئې نه شه کول8. اخر د چى په جرګو مرکو په کال ١٩١٨ کښې هيله اتمان خيل قلار شول. البته د غاړې اتمان خيل ئې درې زره روپئ جرمانه کړل. په نوم جرمانه وه ادا نه شوه. په کال ١٩٢٣ کښې د غاړې اتمان خيلو او د مشرقي اتمان خيلو د علاقې سروے شروع شوه. اتمان خيل راپورته شول خو څه لوئ جنګ ونه شه..

د پړانګ غار پنځمه غزا

په کال ١ ٩٣٠ کښې دا سياسى تحريکونه اثر قبائيلى علاقو باندې اوشه. نو د ارنګ برنګ اصيل نومى اتمان خيل او د انبار بوټ کور نومى اتمان خيل په اګره او په پړانګ غار راښکته شول او د هشنغر په بريد په جندى خوړ پريوتل مورچے ئې اولګولى انګریزانو ورپسې سمدستې لښکر اوکړه. په اګره او په پړانګ غار باندې جنګ ډيره سخته مقابله اوشوه. د اګره په جنګ کښې د ملاکنډ پوليټيکل ايجنټ ميجر جے. ډبليو. تهامس ګلور. ائ. اے. اے. قتل شه. انګریزانو په اګره باندې د هوائي جهازونو ګوله بارى اوکړه. ورپسې د کوټ مينه نه ئې سړک شروع کړ په ټوټئ ئې اګره ته او ساوه قدم په قدم جنګ وو اصيل څانګه له اتمان خيلو ښه مړانه ښکاره کړه. چه اګره په جنګ او هلى شوه د پړانګ غار محاز هک کمزورې شه. د قبائلي غازيانو لښکر واپس شه. ٢٣ غازيان د جنګى قيد يانو په شکل د فرنګي په لاس پريوتل په اګست ١٩٣٠ کښې جرګه تر مخه شوه. قيد يان ئې راپريودل. البته چې د غازيانو کومه وسله فرنګي له په لاس ورغلى وه هغه ئې غازيانو ته واپس نه کړه.
د اګره په غزا کښې يو نوي روحاني پښشواد علينګار فقير راښکاره شوى وو. ډير شهرت ئې موندلو ږږ. هغه په اګست ١٩٣٠ کښې د پړانګ غار په لار په پيښور د غزا کولو خيال لرلو لپکن د اتمان خيلو په الینګار په فقير اعتبارنه وو لار ئې ور نه کړه.

سرچينه. د عبدالحليم آثر افغان د کتاب ځمونږ مجاهيدين

Salman Jabbar 3 years ago
Recommended Articles