د غوا شیدی کولای شې ډیری خطرناکې باکتریاوی له ځانه سره ولرې، یو د غذایی موادو دمکروبو او امراضو وسیله هم ګڼل کیږې. دا د خامو شیدو باکتریاوی ډیری مضره وی چې د نورو ډیرو مرضونو سبب کیدای شې. د غوا د خامو شیدو نه ګولییان بیرر سیندروم په نامه مرض پیدا کیږې. په دا مرض کې د وجود معافیتی حجرات په عصبی سیستم تاثیر کوی چې د نتیجې څخه یی د لاسو او پښو ضعف او داسی برق په شان احساس پیدا کیږې، چې له څه مودی پس نه حتی د ټول وجود د فلج سبب ګرځیدای شې.
په نولسمه پیړۍ کې د غوا شیدی خلکو خامی سکلې خو د وخت په تیریدو سره دباکتریا شتون پکې ثابت شو، مخصوصن کله چې د غوا د توبرکلوز نه په امریکا او اروپا کې تقریباً ۶۵زره کسان د پنځهویشتو کلونو په اوږدو کې مړه شول. کله چې شیدی وایشول شې نو باکتریا او یا نور مکروبونه پکې وژل کیږې او شیدی اوږد وخت لپاره تازه وې.
ځینې څیړنې وایې چې د غوا خامی شیدی فایده لری او د مور دشیدو د فوایدو سره یی مقایسه کوې، اګرچه د ایشیدلو شیدو په تناسب یی امینو اسید او ویټامین زیادتره وی خو د باکتریا خطر یی هم هماغومره زیات وې. زمونږ په وطن کې اکثراً عام خلک د شیدو څخه سرایت شوی مکروب ته د غوا مرض وایې.
د شیدو ایشول او د نظافت مراعاتول په غذایی موادو کې خورا مهم دی. ځینې وخت داسی مکروبونه سرایت کوی چې په لوړ حرارت هم له منځه نه ځې.
نګین کرګر