بیت المقدس وپېژنئ!
3,923
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-05-22 06:57:14
په دې ورستيو کې پر ټولنيزو رسنیو د اسرائیلو او فلسطینینانو ترمنځ د جګړې انځورونه خپرېږي. ورسره د بیت المقدس نوم هم ډېر ذکر کېږي. خو ډېر کم خلک د بیت المقدس په اړه پوهېږي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.
۱- پېژندنه:
بیت المقدس د هغه مبارک ښار نوم دی کوم چې د مصر او اردن ترمنځ پروت دی، بیت المقدس شاوخوا غرونه حصار کړی، مسجد الاقصی او مسجد صخره کوم چې بیت المقدس کې دي د صیهون په غر باندې پروت دي. د مکې مکرمې څخه ۱۳۰۰ کیلومتره لرې دی، دا یوه مهمه جغرافیه یي ساحه ده کوم چې د مسلمانانو په زړونو کې لوړ مقام لري ځکه د مسلمانانو لومړی قبله وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدغه ځای څخه آسمانونو ته پورته شوئ. نه تنها بیت المقدس مسلمانانو لپاره یو مقدس ښار بلل کېږي بلکې د یهودو او مسیحیانو لپاره هم یوه مقدسه ښار دی، یهودو ته ځکه مقدسه ښار دی چې د بنی اسرایلو د نبیانو قبله وه، او مسیحیانو ته ځکه مقدسه ښار دی چې مسیح علیه السلام دلته زېږېدلئ دئ.
د بیت المقدس غوره والۍ او فضیلت د قرآنکریم، حدیث او د امت په اجماع سره ثابت دی.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړه نو ۱۶ یا څه کم ۱۷ میاشتې لمونځونه یې د بیت المقدس په طرف باندې وکړه.
د مهدی علیه السلام راتګ هم بیت المقدس ته به وي کوم چې اووه کاله به مشري کوي.
۲- په قرآنکریم او احادیثو کې یې نومونه:
په قرآنکریم کې د بیت المقدس څخه د المسجدالاقصی، مبارک، الارض المقدس او القریة نومونو باندې یادونه شوی.
احادیثو کې بیت المقدس ته د بیت القدوس، بیت المقدس او القدس په نومونو اشاره شوی.
۳- د بیت المقدس نومونه په عبراني ژبه کې:
اورشیلم (په عربي کې مانا یې دی مدینة الاسلام)
مسجد ایلیاء (د ایلیاء مانا دی بیت الرب) او شلم.
۴- د بیت المقدس فتحه:
مسلمانان له کفارو څخه بیت المقدس د حضرت عمر (رض)په وخت ( ۱۷ هجری کال) کې فتحه کړل، بیا په کال ۱۰۹۹ م کې صلیبیانو د لومړی صلیبيې جنګ پرمهال بیت المقدس ونیول او شاوخوا ۷۰۰۰۰ مسلمانان یې په ډېر بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.
کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله واکمن وو نو د خپل لوی او څپېڅلي ارمان لمخې بیت المقدس له صلیبیانو څخه ونیوه، او سلطان صلاح الدین ایوبي د لویې کارنامې ترڅنګ هغسې چلند ورسره ونکړه کوم چې صلیبیان مسلمانانو سره کړي وو، بلکې ټولو ته یې بخښنه وکړه.
۵- بیت المقدس رسماً د اسرایل مرکز اعلانول:
بیت المقدس په کال ۲۰۱۷ م د ډسمبر په ۶ نېټه باندې ( ټرمپ ) لخوا رسماً د اسرایلو پلازمېنه او مرکز اعلان شو.
۱- نوټ: د خط د لنډوالۍ لپاره مې د بیت المقدس د فضیلت په اړه احادیث او آیتونه ونه لیکل.
۲- نوټ: کوم تور مسجد چې ښکاري مسجد الاقصی او هغه زېړ رنګه مسجد د مسجد صخره په نومونو یادېږي.
مبشر شاه میاخیل