To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کتابتون ډالۍ (۱)

د کتابتون ډالۍ (۱)

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړۍ کې اکثره خلک د تېر او یا هم د راتلونکي په اړه فکر کوي. یا به پر خپلو بریاوو ویاړي او یا به خپلو ناکامیو ته د بې وسۍ اوښکي تويوي. همدارنګه د راتلونکي په اړه هم دوه ډوله فکر مسلط دی. یوه ډله وګړي راتلونکي ته خوښ وي او دویمه ډله له خپلې آیندې وېره لري.

په هر حال؛ دا خبرې عادي دي. مګر پوهېږئ بریالي خلک څوک دي؟

پورته یاد شوي دواړه ډله خلک باید ومني، چې په ناسمه روان دي. د تېر او راتلونکي په اړه تشویش انسان ذهنا له یوې ډېرې لویې ضربې سره مخ کوي. داسې خلک به پر ځان باور له لاسه ورکوي. تل به ځان په نورو پورې تړي او ځانته به د یو ناکام انسان په توګه ګوري. 

دویمه ډله خلک چې راتلونکي ته ډېر خوشبین وي، بېځایه غرور پيدا کوي. همدارنګه ددوی ورځنۍ هڅې ټکنۍ کوي. د لرغوني ايټالیه ستر شاعر (هوراس) وايي:" له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوشحالۍ تېره کړه."

د هوراس موخه دا ده، چې له نن ورځې استفاده ډېره مهمه ده. له نن سمه ګټه اخیسته د ښه سبا تضمین درکوي. 

د هوراس په وينا کې د "خوښۍ" لفط راغلی. تاسو به وایئ، چې په داسې شرایطو کې انسان څنګه خپل وخت په خوښۍ تېره کړي؟ زه یې درته وایم. خوښۍ هيڅکله ثابت قیمت نه لري. ځينې خوښۍ بېخي وړيا دي او ځينې بیا په میلیاردونو پیسو هم نه شئ اخیستلای. زه به ځينې وړيا او ارازنې خوښۍ دروپېژنم.

ـ د خپلې مور لاسونه ښکل کړئ.

ـ له خپلې مور، مېرمنې، خور او یا هم د کورنۍ له کوم بل غړي سره د کور په کار کې مرسته وکړئ. 

ـ یو ساعت مطالعه وکړئ او نوي موضوعات زده کړئ.

ـ له یو سپين ږيري/بوډۍ سره مرسته وکړئ. 

ـ له ماشومانو سره نیم ساعت لوبې وکړئ. 

ـ د خپلې خوښې ځای ته ورشئ. غر، سیند، دکان، د ځوانانو بنډار او یا هم با ځای وټاکئ. هلته چې تاسو د راحت احساس کوئ.

ـ د خپلې کورنۍ یو ماشوم ته قلم ډالۍ کړئ. یا ورته ژاولې واخلئ.

ـ نیم ساعت ذکر/تلاوت وکړئ.

ـ د کور بوټي او ګلان اوبه کړئ. 

ـ که ډېر نا ارام یئ، کولای شئ نیم/یو ساعت خوب وکړئ.

همداسې د وړیا خوښيو ګڼې بېلګې شته. یوازې فکر وکړئ، تاسو په څه خوشحالېږئ؟  فقط فکر غواړي!

تاسو ته به حتما دا پوښتنه هم پيدا شوې وي، چې له هرې ورځې څنګه سمه استفاده وکړو؟ ځينې تګلارې شته، چې تاسو له خپلو ورځو سمه ګټه اخیستلای شئ.

ـ مهالوېش ولرئ!

ـ خوب، تفریح، مطالعې او کار ته په کې وخت بېل کړئ.

ـ فکر وکړئ، چې په ژوند کې تر ټولو قیمت څيز وخت دی. همدې ته په ارزښت قایلېدل ددې سبب کېږي، چې بېځایه یې تېر نه کړئ.

ـ له موبایل سره ډېر وخت مه تېروئ.

ـ هر کار په مینه وکړئ.

ـ ډېرې ټوکې او لوبې بند کړئ.

البته باید د پورته  لومړنيو خبرو په اړه بیا هم یو وضاحت ورکړم. داسې هم نه ده، چې تاسو خپله ماضي بېخي هېره کړئ. له ماضي (تېر) څخه باید تجربه او درس ترلاسه شي. بېخي ترې منصرف کېدل ناسم دي. همدارنګه د راتلونکي لپاره هيڅ پلان نه درلودل هم نامناسبه چاره ده. باید منظم پلان ولرئ. خو په خوشبینۍ او فکر کې اعتدال هيڅکله مه هېروئ، هيڅکله!

Related Articles

د ويکټور هوګو ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د نامتو لیکوالو په سرلارو کې د "هوګو" نوم هم د یادولو وړ دی. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو د فرانسې هېواد ددې ستر لیکوال په اړه ډېر معلومات ولولئ.  هوګو څوک و؟ هوګو په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د فرانسې او په کُل کې د ټولې نړۍ نامتو لیکوال او شاعر دی. د نوموړي بشپړ نوم ويکټور هوګو (Victor Hugo) دی. دې ستر لیکو...

ډیپریشن یا ژور خپګان څه ته وایي؟

هغه وخت د ژور خفګان علایم ښکاره کیږي کله چې یو کس د یو یا دوه ورځو لپاره خفه نه اوسي بلکې په متواتر ‌‌‌‌‌‌ډول د دوه اونیو یا زیاتره وخت لپاره خفګان ولري، یا هغه د علاقې وړ کارونه چې یې کول هغه ته نوره علاقه ونه لري. لکه د یو چا کریکټ لوبه زیاته خوښیده او اوس ورته اصلاً زړه نه ښه کوي چې دا لوبه وکړي. د تحرک کموالی ، په وزن کې زیاتوالى یا کموالى، د خ...

آیا زړه ماتېدل رښتیا دي؟

آیا زړه ماتېدنه رښتیا ده؟ له پخوا راهیسې کله چې څوک له کومې پېښې غمګینه او خفه کېدِه وېل کېدل به زړه یې مات شوی ده. پخوا کېدای شي داسې ګمان مو کاوه چې زړه ماتېدل یوازې هسې یوه خبره ده. خو په حېرانتېا سره زړه ماتېدل (زړه ماتېدنه) رښتیا دي.    د مات شوي زړه نښې نښانې؟ زړه ماتېدنه یوه لنډمهاله د زړه ناروغي ده چې کېدای شي له ډیر زیات روحي فشار (اسټ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...