To start downloading books

Please sign in or create an account.

څو جملې څو کتابه (۳)

څو جملې څو کتابه (۳)

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د لیکنو ددې لړۍ موخه یوازې او یوازې د "کتابتون ویبپاڼې" د لوستونکو فکري وده ده. لکه څنګه چې پوهېږئ، د فکري ودې او پرمختګ لپاره تفکر یو اړين فکټور ګڼل کېږي، نو ځکه ددې لیکنو جوړښت هم په داسې ډول عيار شوی، چې لوستونکی په کې خپل ځان وويني او فکر کولو ته اړ شي. که تاسو ددې لړۍ هره لیکنه په سمه توګه ولولئ، نو پوه به شئ چې څومره مهم مسایل په څومره کوچنيو جملو کې ځای پر ځای شوي دي.

د تل په څېر په دې لیکنه کې هم تاسو ته د یو نابغه او پوه انسان د ويناوو یوه ټولګه وړاندې شي. تاسو به یوازې هره جمله په بشپړ غور او دقت ولولئ، همدارنګه په هره جمله به فکر کوئ، چې د ویناوال موخه څه ده او څه ویل غواړي. 

د نن ورځې په دې لیکنه کې مو د فرانسې نامتو شاعر او لیکوال ویکټور هوګو مشهورې ویناوې چمتو کړي دي. هره جمله یې یو کتاب خبرې لري او تاسو باید درک کړئ، چې هوګو څه وايي. 

 

څو جملې څو کتابه 

  • ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.
  • واده عجیبه وي، کله له ګيدړانو زمریان او کله له زمریانو ګيدړان جوړوي.
  • له هغه چاسره مینه وکړه، چې ستا د مينې وړ وي، نه د مینې وږی. د مینې وږی یوه ورځ مړېږي.
  • کله چې په خیرات کې جېب له پیسو تش شي، زړه له خوشحالۍ ډک شي.
  • د بېوزله سړي ملګری یوازې چوپتيا او "هو" ده.
  • بدچانسه هغه سړی دی، چې پر خپلو وړتياوو باور نه لري. 
  • احتیاط د پوهانو لومړی شرط دی.
  • حېوانات له دې کبله چې دوزخ ته نه ځي، نېکمرغه دي. 
  • هر ښوونځی مو چې پرانیست، د زندان یو ور مو وتاړه.
  • هغه خلک چې ځان نه شي اداره کولی، نورو ته لاس په نامه ولاړ وي.
  • ژوند ریاضي ده، ښېګڼې جمع کړئ، شخړې منفي کړئ. خوښي ضرب کړئ، دردونه تقسیم کړئ. د نفرت جذر ونیسئ. عشق پر توان لوړ کړئ.

 

پورتنۍ ویناوې عادي مه ګڼئ. که په دقت مو نه وي لوستي، بیا یې ولولئ. دا د یو انسان د تجربو بیان دی. هغه انسان چې له موږ وړاندې یې نړۍ تجربه کړه او پوه شو چې انسان څنګه په ټولنيز ژوند کې خوښي، بریا او سکون حاصل کړي.

تاسو ته د هوګو کومه وینا په زړه پورې وه او درس مو ترې واخیست. خپل نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(څلورمه برخه)

لیکنه: شکېبا نادري، د نړې اووه حیرانوونکي ځایونه څلورمه برخه د بابل معلق (پرله پسې) باغونه  لکه څنګه مو چې په تېرو لیکنو کې د نړۍ په اوو نویو حیرانونکو ځایونو لکه، د چین دېوال، تاج محل او داسې نورو خبرې وکړې په نننۍ لیکنه کې بیا یو له اوو حیرانونکو ځایونو څخه در پېژنو د بابل معلق (پرله پسې) باغونه که غواړئ چې خپل معلومات زیات او د دې حیرانونکو ځ...

"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو باید د دواړو په توپیر پوه شئ. لومړی ـ  "په" د ظرفیت او الیت لپاره کاروو. لکه: ـ په ګيلاس کې اوبه نشته...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....