ژباړه ـ ریاض مقامزی
خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه کرل کېږي، چې تر ټولو مشهور یې د کندز خټکي دي.
تاسو به په دې لیکنه کې د همدې مېوې پر ګټو او زیانونو پوه شئ.
د سل ګرامه خټکو غذايي ارزښت
ـ یو ګرام فیبر
ـ دولس ميلي ګرامه کلسیم
ـ اوولس ملي ګرامه فاسفر
ـ اته ويشت ملي ګرامه پوتاشیم
ـ ويټامين ای (A)
ـ یو دېرش کالوري انرژي
ـ اووه دېرش ملي ګرامه ويټامين سي
د خټکي روغتيايي ګټې
- دا چې خټکی ويټامين ای (A) لري، نو ځکه د بدن د سلولو په ترميم او نوي والي کې مرسته کوي.
- خټکي ادرار راوستکونکی خاصیت لري، له همدې کبله د ګردو او مثانې د خيرو او تيږو په لرې کولو کې ګټور ثابتېږي. باید ووایم ددې ناروغۍ لرونکي دې د مالګې په استعمال کې هم احتیاط وکړي.
- خټکی د نورو ويټامينونو ترڅنګ سي او ډي ويټامينونه هم لري، چې د سلولونو لپاره ګټور دي.
- د استسقا (دایمي تندې) ناروغۍ درملنې په برخه کې هم ګټور ثابتېږي.
- د کم خونۍ لپاره هم ګټور دي.
- که څوک قبضیت لري، کولای شي ددې مېوې په مرسته یې درملنه وکړي.
- د خوړو په هضم کې مرسته کوي، په دې توګه د معدې مرستندوی دی.
- د خربُزې خواږه په وینه کې د ژر جذبېدونکو خوږو څخه دي. په دې توګه د ستړيا په لمنځه وړلو کې مفید دي.
- د ماغزو سلولونه پیاوړي کوي.
- د عفوني ناروغيو په مخنيوي کې ګټور رول لوبوي.
- د بدن عضلات پیاوړي کوي، هډوکو ته قوت ورکوي او د ودې سبب کېږي.
- د کولمو په پاکوالي کې ګټور ثابتېږي.
- اعصابو ته آرامتیا وربخښي.
- د خربوزې زړې په جنسي میل کې زیاتوالی راولي.
- خټکي د پوټکي په صفايۍ کې هم ګټور رول لري.
د خټکيو زیانونه
- له شهدو سره يو ځای د خټکي خوړل ستاسو روغتيا ته ډېر زیان رسوي.
- خام خربزه خوړل مو په بدن کې د وېرې احساس پياوړی کوي.
- له خوړو وړاندې د خټکي خوړل کولای شي، تاسو په نس ناستي اخته کړي.
- هغوی چې د زیات وزن لرونکي دي باید د خټکي په خوړلو کې احتیاط وکړي، ځکه خټکی ډېر خواږه لري او د وزن د ډېرښت سبب کېږي.