اړینه ده، چې د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/ غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ کال، وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له یو کلن (پشرلي) موږه / مېږې سره په تنه کې برابرو، بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.

 

یادونه: په څارویو کې عمر ته اعتبار ده، د غاښونو را وتلو ته د پام وړ اعتبار نشته، البته، چې نن - سبا د دوکې او چل کچه لوړه شوې؛ نو غاښونه یې هم باید وکتلی شي. 

 

د قربانۍ څاروی باید له هغو عيبونو نه سالم (خوندي) وي، چې د وازدې يا غوښې د کمښت لامل کېږې، يا په بشپړه توګه د څاروي منفعت او ښايست له مينځه وړي. ياد قانون ته په کتو په لاندې نوملړ کې، د ياد شوو څارويو اضحيه (قرباني) نه ده روا:

 

۱- هغه څاروی چې ړوند وي. 

 

۲- چې د يوې سترګې ديد يې بايللی وي. 

 

۳- چې ژبه يې کاملا پرې شوې وي.

 

۴-چې د ژبې له درېیمې نه، زياته برخه يې پرې شوې وي. 

 

۵- چې پوزه يې غوڅه شوې وي. 

 

۶- دواړه يا يو غوږ يې پرې شوی وي . 

 

۷- چې دواړه يا يو غوږ يې (خلقة) پيدايښي نه وي. 

 

۷- هغه چې د يوي غوږ ډيره برخه يې غوڅه شوې وي -

 

یادونه: د دواړه غوږونو لږ - لږ پرې کېدل نه سره جمع کېږي -

 

۸- هغه ګوډ چې د حلاليدو تر ځايه پر خپلو پښو نشي تللای. 

 

۹- چې د مخ يا دشا پوښه يې يا غوڅه يا مور زاده نه وي او یایې زمکې ته نشې اچیولی. 

 

۱۰- چې د تيانو سرونه يې يا پرې يا وچ شوې وي. 

 

۱۱- چې «لم» يې پرې شوی وي يا خلقة (پیدایښي) نه وي. 

 

۱۲- چې د "لم" زياته برخه يې پرې کړل شوې وي. 

 

۱۳- چې لکۍ يې پرې شوې يايې پيدايښي نه وي. 

 

۱۴- چې د لکۍ زياته برخه يې پرې شوي وي -

 

یادونه: دريمه برخه پرې يا له دريمې نه لږ، د قربانۍ په لاره کې شرعاً خنډ نه ده، له دريمې نه زياته پرې شوې برخه د قربانۍ په مخ کې خنډ او مانع ده. فتوی هم، په همدې کلیه ده . 

 

"وَالصَّحِيحُ أَنَّ الثُّلُثَ وَمَا دُونَهُ قَلِيلٌ وَمَا زَادَ عَلَيْهِ كَثِيرٌ، وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى، كَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ"

 

[الفتاوى الهندية: ٢٩٨/٥، الزيلعي: ٦/٦] -

 

یادونه: لکۍ به له مسترسلو (زوړنده) وېښتانو نه بالا اندازه کول کېږي.

 

۱۵- چې بيماري يې له ورایه څرګنده وي او کتونکی پرې پوهېږي. 

 

۱۶- چې د هډونو ماغزه يې د ضعف او کمزورۍ له امله بایللي وي. 

 

۱۷- چې د طبي چارو له امله يې شودې بندې کړل شوې وي. 

 

۱۸- چې قاذورات (ګندګي) خوري، بل څه نه خوري تر هغه، چې غوښه يې په تړلو حلاله شوې نه وي -

 

یادونه: کوم څاروی، که له همدې چارې سره مخ وي، په لاندې توګه یې غوښه بيرته حلالېږي: اوښ ۴۰، غويی ۲۰ او پسه ۱۰ ورځې بايد و تړل شي، په دې توګه یې غوښه حلاله ګرزي -

 

۱۹- چې وحشي وي، يا له وحشي مورنه زېږېدلی وي، لکه: هوسۍ او... 

 

۲۰- نرښځی وي. 

 

۲۱- هغه اوښ، غويی او ګاو مېښ، چې له دوو تيانو يې شودې نه راځي. 

 

۲۲- هغه مېږه/ وزه چې له يوي تي نه يې شودې نه راځي.

 

۲۳- هغه څاروی، چې پیدایښي یې سترګې نه وي.

 

۲۴- چې غاښونه یې یا په بشپړه توګه وتې / مات شوي وي یا پرې څرېدنه او خوراک نشي کولای -

 

ځينې نور څاروي هم شته چې د احنافو په کتابونو کې يې يادونه نه ده شوې، البته دنورو مذاهبو کتابونويې بيان کړي، چې پکې له کاڼه، او ګونګي او... نه هم ياد ګيرنه شوې.

 

یادونه: یاد عیبونه که د بډای د قربانۍ څاروي ته، تر پېرلو وړاندې رسیدلي وي، که وروسته ور سره لاس او ګرېوان شي، پرې نه ده روا. د ناداره څاروی، کوم یې چې د قربانۍ په نیت پېرلی وي، لوړ په لیکه عیبونه ورته کوم زیان نه رسوي. (تاتار خانیه عن المحیط) -

 

اوس به هغه عيبونه را وسپړو، کوم چې د نوموړي قانون په استناد څاروی له اضحيې (قربانۍ) نه، نه وباسي، هغه په لاندې نوملړ کې موندلی شئ:

 

۱- هغه څاروی، چې خلقة (پيدايښي) ښکر نه لري یا يې ښکر مات شوي وي؛ خو چې د دماغ هډ يې نه وي متضرر شوی. 

 

۲- چې سترګې يې کږې وي؛ خو ديديې نه وي زيانمن شوی. 

 

۳- چې يو، يا دواړه غوږونه يې کم وي. 

 

۴- چې غوږونه يې څيرې وي، که څه هم څيرې والی يې تر دريمې برخې رسېږې؛ خو زیات به نه وي.

 

 ۵- چې غوږونه يې سري وي، خو چې د سري کېدو له امله يې د غوږونو یاده برخه نه وي زيانمنه شوې. 

 

۶- چې غوږ يې د بېخ له لوري څيرې شوی وي، پري شوی نه وي. 

 

۷- چې غاښونه يې زیانمن شوې وي، البته څرول او خوراک به کولی شي، که نه، بيا پرې نه ده روا. 

 

۸- چې ليونی وي؛ خو شرط دادی، چې خوراک به کولای شي، که نه، پرې نه کېږي. 

 

۹- چې ګرګجن وي؛ خو چې څربه وي. 

 

۱۰- چې غوږونه يا بل اندام يې په اور داغل شوی وي.

 

۱۱- چې په غوږونو يې "سمه" ايښول شوې وي. 

 

۱۲- چې خصي وي؛ ځکه دغړې کمښت يې د وازدې او غوښې په زيات توب جبرانيدلای شي. 

 

۱۴- چې د تناسل اله يې پري كړل شوې وي . 

 

۱۵- چې وړۍ/ اوزغنې يې پرې شوې وي. 

 

۱۶- چې ټوخی يې کېږي، په دې شرط چې بله ښکاره بيماري به نه لري. 

 

۱۷- چې ذبحي پر مهال ګوډ يا ړوند شوی وي، قرباني پرې کيدلای شي. 

 

۱۸- چې غولانځه يې کمه وي خلقة (پيدايښي) خو پرېکړی شوې به نه وي.

 

 ۱۹- هغه پسه چې ژبه يې پيدايښي نه وي، باک نه لري؛ له دې امله، چې هغه خوراک په غاښونو کوي؛ خو بیا هم، که یې د ژبې د نه شتون له امله، په څړ او خوراک کې کمښت لېدل کېده، پرې نه ده روا. اما غويی، له دې امله چې خوراک په ژبه کوي، که ژبه و نه لري، پرې نه ده جائز. 

 

۲۰- چې یې ښنګري نه وي؛ خو پرې تللای شي.

 

۲۴- چې یې ښکران پېچلي وي.

 

۲۵- چې حامله (بلاربه) وي؛ البته که یې حمل بیخي څرګند وي، له کراهیت نه خالي نه ده.

 

۲۶ - چې پلار یې وحشي وي.

 

۲۷ - چې شودې یې بې له کوم عیب نه، نه راوزي.

 

۲۸ - چې د "کلان سني" له امله یې اولاد نه کېږي.

 

۲۹ - چې "کی" د اور داغ پرې لګول شوی وي.

 

۳۰- چې وېښتان / وړۍ یې له کوم علت پرته تویېږې.

 

۳۱- چې خصي وي.

 

۳۲- چې په څلور پښو کې یې یوه داسې معیوبه وي، چې زور پرې کولی شي؛ خو پرې نګوښي.

 

والله تعالى اعلم.

 

المصادر: [البحر الرائق: ۸ / ۲۰۰ -۲۰۱، الموسوعة الفقهية:۴ / ۸۳ – ۸۷، بدائع: ۵/ ۷۵- ۷۶، الزیلعي: ۶/ ۵، الرد المحتار: ۵/ ۲۱۲- ۲۱۴، التاتارخانية: ۱۷ / ۴۲۵ – ۴۳۵، هندية: ۵ / ۲۹۷، المحيط البرهاني: ۶ / ۹۲ – ۹۴ ] .

ژباړنه او راټولونه: مفتي حمدالله دانشمند