انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، همدارنګه د مېرویس نېکه فکر ته د هغې د مور څو جملو بدلون ورکړ او خلک یې له ظلم وژغورل، د مېوند بایللې جګړه د ملالې یوې ټپې وګټله. نو څه فکر کوئ؟ الفاظ، کلمې او ویناوې څومره زورورې دي.
د کتابتون ویبسايټ ددې لړۍ موخه همدا ده، چې تاسو ته انګېزه ورکوونکي ویناوې برابرې کړي. تاسو هڅه وکړئ، چې هره وینا بار ـ بار ولولئ او ژور فکر وکړئ. کېدای شي یوه جمله ستاسو د ژوند مسیر مثبت لوري ته بدل کړي.
د همداسې ویناوو په جریان کې نن به د پرتګالي ژبې نوموتي لیکوال پاولو کوئيلو (Paolo Coelho) په ویناوو کې د ژوند درس مومئ او خپل مسیر به ټاکئ.
څو جملې څو کتابه
- څوک چې زما لپاره غلا کوي، کېدای شي له ما څخه یې هم وکړي.
- په نړۍ کې هېڅ شی په بشپړ ډول ناسم نه دی. آن له کاره لویدلی ساعت هم په ورځ او شپه کې دوه وارې سم وي.
- د ژوند راز دا دی، چې که اووه ځله ولوېږې اته ځلې پاڅېږې.
- موږ د ژوند بې معنی والی، پړه له خپل ځان پرته پر بل چا نه شو اچولی.
- زړور اوسه! خطر ومنه! هېڅ شی د تجربې ځای نه شي نیولای.
- ډارن خلک نه ماتې خوري نه بریالي کېږي.
- که غواړې بریالی شې، نو یا قانون ته درنښت وکړه. هېڅکله ځان ته دروغ مه وایه!
- ته به یوازې یو ځل ژوند وکړې، نو د خپل ځان لپاره یې وکړه. مهمه نه ده، چې نور خلک څه فکر کوي.
- که چېرې له خپل تېر ژوند ناراضه وې، ټوله ماضي هېره کړه. نوې کیسه جوړه کړه او پر هغو باور ولره.
- د یوه بل ګام اخیستلو لپاره همېشه لږ لېونتوب پکار دی.
- حقیقت هغه مهال خپلواکي درکوي، چې حقیقت وپېژنې.
پورتنۍ ویناوې د یو داسې انسان دي، چې آثار یې د نړۍ شپږپنځوس ژبو ته ژباړل شوي دي. د "کیمیاګر" په څېر مشهور آثار یې پنځولي. نوموړی له موږ ډېر عمر لري. داسې انسان چې ژوند یې تجربه کړی او پر ډېرو رموزو یې پوه شوی دی. تاسو ته د کوئيلو کومه وینا ډېر په زړه پورې وه؟