لیکنه ـ ریاض مقامزی
وړاندې له دې چې یاګانې شرحه کړو او تاسو یې زده کړئ، مهمه ده، چې پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو ډاډه شئ.
۱ ـ یاګانې په یوه ورځ کې زده کېږي.
۲ ـ څوک چې لوستل کولای شي، یاګانې یې زده دي. فقط په لیک کې یې نه مراعتوي.
۳ ـ د یاګانو زده کړه د کوم نوي څه زده کول نه دي، بلکې د زده شیانو کارول دي.
ياګانې څه دي؟
موږ د ژبې په زده کړه کې دوه مفاهم کاروو، چې "ژبه" او "لیک" دي. ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده؛ خو لیک بيا د همدې ژبې (وینا، خبرو) انځوريزه بڼه ده. یعنې هغه څه چې وایو، د لیک په مرسته یې ترسیموو، ترڅو نور خلک یې ولولي او زموږ پيغام درک کړي.
مثلا "ام" یو لغت دی. په دې کې دوه غږونه کارول شوي دي، چې "ا" او "م" دي. پر دې قرارداد شوی، چې د "الف" غږ لپاره به "ا" او د "میم" لپاره به "م" لیکل کېږي. یاګانې هم کټ ـ مټ همداسې دي. هر یو غږ لپاره یې یو ځانګړی شکل غوره شوی دی.
لومړی باید د پنځه واړه یاګانو نومونه زده کړئ.
• ی ـ مفرده یا (ی): اصلا دا یا د مفردو نارنیه اسمونو په پای کې راځي، نو ځکه ورته مفرده یا وايي. مثلا: سړی، منګی، لرګی.
• ي ـ څرګنده یا جمع یا: ددې په مرسته مفرد نارینه نومونه چې په "ی" پای مومي، جمع کېږي. لکه: سړي، منګي، لرګي.
• ې ـ اوږده یا: دا یا لږ ژور او اوږد تلفظ کېږي، په همدې خاطر یې اوږده یا بولي. لکه: شیدې، ادې، مستې.
• ۍ ـ لکۍ داره یا: ددې یا په ورستۍ برخې پورې لکۍ تړل کېږي، نو ځکه یې لکۍ داره بولي. لکه: نتکۍ، ماښامنۍ، لکۍ.
• ئ ـ امریه یا: دا یا د امریه کلمو په پای کې راځي، نو ځکه ورته دا نوم غوره شوی. لکه: ځئ!، پاڅئ، راشئ!.
په دې برخه کې اړینه ده، چې تاسو ته وضاحت درکړم، چې د تلفظ په لحاظ د پښتو ژبې یاګانې څلور دي. مګر په لیکنۍ برخه کې پنځه ډوله یاګانې لرو. مثلاً:
ـ لکۍ
ـ ځئ!
که پورتني دوه بېګلې "لکۍ او ځئ" تلفظ کړئ، و به وینئ، چې د دواړو "یاګانو" غږونه بېخي یو ډول دي او هيڅ فرق نه کوي؛ مګر لیکوالو ددې لپاره چې "اسم (نوم)" او "فعل(عمل،کار)" سره بېل کړي، جدا ـ جدا شکلونه (ۍ، ئ) یې ورته غوره کړي دي. په پورته بېلګو کې "لکۍ" اسم او "ځئ" فعل دی. نو ځکه ویلای شو، د غږ په لحاظ څلور او د شکل په لحاظ پنځه یاګانې لرو.
نو که تاسو یوازې د "لکۍ" په کلمه کې د "ۍ" غږ تلفظ کړئ، همدې سره تاسو دوه یاګانې زده کوئ. په لیکنه کې که "اسم" په دې غږ ختمېږي نو "ۍ" لیکئ او که فعل (عمل) وي "ئ" لیکي.
د پاتې درې یاګانو شرحه په دې بېلګو کې کوو.
ـ سړی
ـ احمد راځي.
ـ شیدې
که لومړي مثا ته ځير شو، وینو چې د وروستي یا "ی" غږ په کې د انګلېسې ژبې د "A" په شکل تلفظ کېږي. نو په دې تلفظ سره پای ته رسېدلي نومونو په پای کې "ی" لیکئ.
د دویمې بېلګې (راځي) غږ د انګلېسي ژبې د "e" په څېر دی. نو که له داسې غږ سره مخ کېږئ "ي" لیکئ.
د وروستۍ بېګې غږ د "ي" په نسبت لږ ژور او اوږد دی. مثلا تاسو کولای شې، د "ادې" کلمې وروستی غږ په نظر کې ونیسئ، همداسې غږ چې په هره کلمه کې راځي همدا "ې" استعمالوئ.
نوټ: تاسو کولای شئ، د هرې یا د زده کړې لپاره د هماغې "یا" یو مثال په فکر کې ونیسئ، که له بېلګو سره یې مخ کېږئ، نو د هماغه مثال پر بنسټ یې کارولای شئ.
مثلا د "ی" لپاره سړی.
د "ي" لپاره سړي.
د "ې" لپاره ادې.
د "ۍ" لپاره نتکۍ.
د "ئ" لپاره راځئ!