To start downloading books

Please sign in or create an account.

بریالي خلک څه کوي؟

بریالي خلک څه کوي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنه کې وګړي پر بېلابېلو چارو بوخت وي. ځينې خلک پخپلو کارونو او ټولنيز ژوند کې ډېر بریالي وي؛ مګر ځينې نور بیا پخپل ژوند او کار کې هېڅ پرمختګ نه ويني. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې ځينې خلک بریالي او ځينې نور ناکام وي؟

په دې لیکنه د همدې پوښتنې مفصل ځواب موندلای شئ. 

 

بریالي خلک څه کوي؟

ښه ـ بد، آرام ـ غوسه ناک، همدارنګه بریالي او ناکام خلک ټول ځانته جلا جلا ځانګړنې لري. که موږ ښه له بدو او یا هم کامیاب له ناکامو بېلو نو مجبور یو، چې د یوې ډلې ځانګړنې بیان کړو. 

بریالي خلک لوی کارونه نه کوي، بلکې کوچنيو کارونو ته دقیقه پاملرنه کوي. که تاسو هم غواړئ، پخپل مصروفیت او ژوند کې بریالي شئ، نو دا ځانګړنې پخپل ځان کې راولئ. 

 

۱. د وخت ارزښت

د بریالیو خلکو لومړنۍ ځانګړنه دا ده، چې وخت ته په اززښت قایل دي. دا وګړي "وخت" ته تر هر څه ډېره پاملرنه کوي؛ حتی یوه دقیقه هم بېځايه نه تېروي. البته دا په دې معنا نه ده، چې دوی دې آرام و نه لري. دوی منظم خوب کوي، پخپل وخت خواړه خوري او آن تفریح ته هم وخت ورکوي. مګر هېڅکله داسې کار نه کوي، چې د وخت بې احترامې وشي. 

د وخت د ارزښت معنا دا نه ده، چې تاسو ۲۴ ساعته بوخت اوسئ؛ بلکې په دې معنا ده، چې منظم مهالوېش ولرئ. د ورزش، تفریح، مطالعې، کار او د ژوند شرایطو ته په کتو هر کار ته وخت ځانګړی کړی. د مهالوېش په برخه کې مهمه خبره دا نه ده، چې باید جوړ یې کړئ، مهمه دا ده، چې تطبیق یې کړئ. 

 

۲. د نن کار سبا ته نه پرېږدي

د بریالیو خلکو بله مهمه خاصه دا ده، چې هېڅلکه خپل کارونو د "بیا به یې وکړم." لست ته نه سپاري. هر کار چې ور وسپارل شي، په هماغه وخت کې یې ترسره کوي. البته ددوی کار د مسولیت خلاصول نه وي؛ بلکې د مسولیت سم ترسره کول کوي. که لږ یې واضح کړو، یعنې یوازې د کار ترسره کول نه غواړي، بلکې په سمه توګه ترسره کولو سره علاقه لري. نو تاسو هم غواړئ بریالي شئ؟

"د نن کار سبا ته مه پرېږدئ!"

 

۳. مشوره

موږ په اسلامي اصولو کې هم د مشورې د ارزښت په اړه ډير څه لرو. بریالي خلک دې اصل ته ډېر پام کوي. هڅه کوي د کوم کار تر ترسره کولو وړاندې له نورو سره مشوره وکړي. البته په دې برخه کې د وړ او مناسب شخص ته فکر کول، ډېر مهم دی. مشوره ځکه مهمه ده، چې د کار اړوند مختلفې نظریې موندلای شئ، کېدای شي تر ټولو ښه فکر له بل چاسره وي. همدارنګه په مشورې سره نور خلک خپلې همکارۍ ته رابولو. 

 

۴. قوي هوډ

د ژوند بریالی سفر دومره آسانه هم نه دی؛ ستونزې د ژوند حتمي برخه ده. نو که د خپلو اهدافو لپاره قوي هوډ و نه لرئ، بریالیتوب سختېږي. هڅه وکړئ، د کار تر شروع کولو وړاندې قوي هوډ او عظم ولرئ. بریالي خلک همداسې کوي. 

 

۵. منظم پلان

د هر کار ترسره کولو لپاره ښه او منطم پلان جوړوي. خو تاسو به وایئ، چې ښه او منظم پلان څنګه وي؟ موږ یې درته ځوابوو. د هر کار تر کولو وړاندې لاندې پوښتنې ځواب کړئ.

  • ـ د کار ارزښت څومره دی؟
  • ـ څنګه یې باید ترسره کړم؟
  • ـ څنګه یې باید ترسره کړم؟ (دویم) ـ ښه پلان دویم انتخاب هم لري. که لومړۍ تګلاره ناکامېږي، دویمې ته مخه کوي.
  • ـ کله یې ترسره کولای شم؟
  • ـ د کار جزیات څه دي؟ 
  • ـ وسایل څومره د لاسرسي وړ دي؟
  • ـ پیل "د کار پیل د کار د پنځوس سلنه بشپړېدو په معنا ده."
  • ـ پای
Related Articles

دروغجن انسان څنګه پېژندلای شو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د یوې داسې دستګاه لرل، چې هر چېرته له ځان سره یوسې او دروغ پرې معلوم کړې، يوه ښه نظریه ده. مګر داسې کوم انتخاب نه لرو. هغه څه چې موږ په واک کې لرو زموږ دننی حس دی، چې پر مټ یې دروغ معلومولای شو. که څه هم تاسو ته به عجیبه ښکاري، مګر دا یو حقیقت دی، چې دروغ ویل د انسانانو په منځ کې په پراخه کچه رواج لري. په ځينو ټولنو کې درواغ...

د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.   د بردوسکي لنډژوندلیک   د روسيې ددې پیاوړي شاعر/لیکوال بشپړ نوم ایوسیف برودسکي "Iosif Brodsky" دی، چې په "۱۹۴۰ز" کال کې زېږېدلی...

امارت څه ډول نظام ته ویل کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط وروسته اوس په افغانستان کې ت.البان د "اسلامي ا.مارت" تر عنوان لاندې د چارو واګي په لاس کې لري. شاید تاسو ته هم دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول نظام دی؟ له نورو نظامونو سره څه توپیر لري؟ او ... همدې پوښتنو ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې ده، چې ډېر نوي مسایل به زده کړئ.   نظام څه ته...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....