To start downloading books

Please sign in or create an account.

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو کولای شي آن هېوادونه رهبري کړي؛ تر ټولو ښه بېلګه یې "انګیلا میرکل" کېدای شي. راځئ ددې پیاوړې مېرمنې پر ژوند او هڅو لا ډېر پوه شو.

 

میرکل څوک ده؟

انګیلا میرکل د المان په تاریخ کې لومړنۍ ښځينه صدراعظمه (لومړۍ وزیره) شمېرل کېږي. د نوموړې بشپړ نوم "Angela Dorothea Merkel" دی؛ خو نږدې ټوله نړۍ یې د "انګیلا میرکل" په نوم پېژني. د نوموړې تخلص هم یوه کیسه لري. وړاندې له دې چې واده وکړي، تخلص یې "کاسنیر" و. خو په پوهنتون کې د "اولریش میرکل" په نوم له یوه هلک سره معرفي شوه او په "۱۹۷۷م" کې له نوموړي سره تر واده وروسته یې خپل تخلص "میرکل" ته بدل کړ. په داسې حال کې چې ددوی ګډژوند ډېر دوام و نه کړ او سره جلا شول؛ خو تخلص یې تر اوسه هم هماغسې پاتې دی. 

د المان دا پیاوړې سیاستمداره او د اروپا د بیا رغونې اتله د "۱۹۵۴ز" کال د جون په اوولسمه نېټه د جرمني په هامبورګ کې وزېږېده. نوموړې د برلین دېوال تر نړېدو وروسته په "۱۹۸۹م" کال کې د سیاست نړۍ ته مخه کړه او ډېر ژر یې شهرت وموند. د سخت کار او ښه فکر له امله یې وکولای شول په "۲۰۰۵م" کال کې د المان د صدارت چوکۍ ترلاسه کړي. له نږدې شپاړلس کاله بریالي ماموریت وروسته اوس ددې وخت دی، چې چوکۍ خپل ځايناستي ته پرېږدي. 

 

د میرکل زده کړې

"میرکل" لا کوچنۍ وه، چې کورنۍ یې شرقي المان ته کډواله شوه او نوموړې په یوه اطرافي سیمه کې لویه شوه. ویل کېږي، چې په ماشومتوب کې پر زینو له ختلو وېرېده؛ خو په ښوونځي کې به یې همېشه لومړۍ درجه خپلوله. نوموړې غوښتل چې د خپلې مور په څېر ښوونکې شې؛ خو داسې و نه شول. 

وروسته له ښوونځي یې په "لیپزیگ" پوهنتون کې د فزیک په برخه کې زده کړې وکړې. له پر له پسې زده کړو وروسته یې په "۱۹۸۶م" کال کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه. 

 

شخصي ژوند

لکه څنګه چې مو وړاندې وویل د ميرکل مور یوه ښوونکې وه او پلار یې کشیش و. نوموړې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اولاد ده. میرکل دوه ځلې واده کړی. لومړی یې له "اولریش میرکل" سره په "۱۹۷۷م" کال کې واده وکړ؛ خو له پنځه کلن ګډ ژوند وروسته په "۱۹۸۲م" کې سره بېل شول. دویم ځل یې له "یواخیم زاور" سره په "۱۹۹۸م" کې واده وکړ او تر اوسه ګډ ژوند لري. باید ووایم، چې میرکل له دواړو ودونو څخه کوم اولاد نه لري. خو اوس د خپل دویم خاوند له دوو زامنو او خپل خاوند سره ژوند کوي (زاور له انګیلا میرکل وړاندې بله مېرمنه درلوده.)

 

د میرکل په اړه ځيني نور جالب معلومات

  • ویل کېږي یوه ورځ ترې خبریال وپوښتل، ولې تل تکراري جامې اغوندې؟ ویې ویل: زه ماډله نه یم، بلکې د دولت کارمنده یم.
  • میرکل په اشپزۍ کې هم ښه وړتیا لري. په ځانګړې توګه د الوچو خوندور کېک چمتو کولای شي. ملګري یې هم د نوموړې د اشپزۍ ستاینه کوي.
  • له خپل دویم خاوند سره یې اړیکې ګونګې دي. هغه له میرکل سره ډېر کم لیدل کېږي او له ټلویزیونونو سره مرکې هم نه کوي. په "۲۰۰۵م" کال کې خو آن د میرکل د لوړې په مراسمو کې یې هم ګډون نه و کړی.
Related Articles

نوبل څوک و؟ او ولې د هغې په نامه جایزې ورکول کېږي

نوبل څوک و؟ او ولې د هغې په نامه جایزې ورکول کېږي؟الفرډ نوبل د سويډن هيواد اوسيدونکی، کيميا پوه، ستر مخترع او د کارخانو لرونکی و.نوموړي 355 اختراع ګانې په مختلفو برخو کې کړي دي. له زياتو څخه يې په نظامي برخو کې ګټه اخيستل کيده. د ديناميت وه. چې په جکړو کې په چاوديدونکو توکو کې کار اخيستل کيده.نوبل د خپلو اختراع ګانو د ګټې له لارې په 20 هيوادونو کې...

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره...

: د کانکریټو څخه اجزاوو جلا کېدنه او بېلدنه

موضوع: د کانکریټو څخه اجزاوو جلا کېدنه او بېلدنه Segragation in Concrete#لېکنه او را ټولونه. دیپلوم انجنیر صابرشاه صابري کله چې کانکريټ انتقال کوو یا ځای په ځای کوو پدې وخت سیمنټو شېره د کانکریټو جغل څخه جدا کیږې، اوبه سر ته را پورته کیږي او جغل بیخ ته ځې چې دغه حالت ته د کانکریټو جلا کیدنه وایې.#کوم عوامل ددې جلا کېدنې سبب ګرځی؟۱.کله چې په زیاته...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...