To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 4 years ago 1,984
په ژوند کې استقامت او ثبات رامنځ ته کول

په ژوند کې استقامت او ثبات رامنځ ته کول

د ټکنالوژۍ په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک غواړي چې باثباته ژوند ولري، او د ژوندانه له ستونزو او باریکیو څخه خلاص واوسي، خو دا واقعاً سخت کار دی چې په ژوند کې ثبات ولرلی شئ، هر څوک په ژوند کې له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېږي. ترڅو یو باثباته ژوند ولري، په ژوندانه کې ستونزې او کړواونه شته، بریالي او باثباته کسان هغه څوک دي، چې له دې باریکیو او ستونرو څخه په ژوند کې تجربه او درس واخلي. 
په نړۍ کې بریالي او ثبات لرونکي کسان چې نن کوم موقف ته رسېدلي دي، دوی له ډېرو ستونزو او هڅو څخه وروسته دې ځای ته رسېدلي دي.
لاندې ټکي زموږ سره د یو باثباته او بریالي ژوند په درلودلو کې ډېره مرسته کولای شي.


۱_ په ځان باور
په ژوند کې د ثبات درلودلو لپاره لومړی شرط په خپل ځان باور دی، کله چې په خپل ځان باور ولرو نو د خپل راتلونکي لپاره ښه وړاندوینه کولای شو، په ځان باور مو خپلو هیلو او اهدافو ته رسوي، کله چې په خپل ځان باور ولرو دا بیا ددې سبب کېږي چې نور خلک په موږ باور وکړي او زموږ شخصیت نورو ته د قدر وړ او رښتینی معرفي کېږي. هېره د نه وي چې په ځان باور د بریالیو کسانو یو له غوره عادتونو څخه دی. نو که غواړئ په راتلونکي کې یو باثباته، بریالی او او د لاسته راوړنو نه ډک ژوند ولرئ نو دا عادت په خپل ځان کې وروزئ. 


۲_ مثبت فکر ولرئ
ډیری کسان چې په ژوند کې له ماتو سره مخامخ کېږي د ماتو یوازینی لامل یې د هغو ناوړه افکارو له وجې دی، چې په خپل ذهن کې یې ځای ورکړی، نو که غواړئ یو باثباته شخص واوسئ، نو خپل ذهن کې منفي افکارو ځای مه ورکوئ چې خپل ژوند او خوښي مو وګواښي.


څېړنې وايي اکثره خلک ددې پروا نه کوي چې فکر يې مثبت دی که منفي، خو پوهیږي نه چې دا يې په ژوند کې کامیابي او ناکامي ټاکي.


اوریسوناسوت ماردن په دې اړه وایي: زموږ برخلیک زموږ له افکارو سره بدلون کوي، که افکار مو تل له غوښتنو سره سم وي، نو هغه څوک به شو چې هیله یې لرو او هغه کار به کوو، چې موږ یې غواړو.


۳_ مسؤلیت منونکی اوسئ
د باثباته ژوند درلودلو لپاره د مسؤلیت منل هم یو له مهمو شرطونو څخه دی، هغه کسان چې د یو باثباته ژوند څخه برخمن دي، دوی تل مسؤلیت منلی چې نن تر دې ځایه رارسېدلي دي. بې مسؤلیته شخص هیڅوک نه خوښوي، تل به د نورو تر امر لاندې ژوند کوي. نو ددې لپاره چې مسؤلیت پذیره شخص شئ، په ژوند کې د ځان لپاره اهداف او پلان ولرئ، د هرې ورځې کارونه مو مشخص کړئ، د یوې ورځې کار مو بلې ورځې ته مه پریږدئ. که په کوم څه نه پوهیږي د یو داسې چا نه مشوره وغواړئ چې تاسې ته رښتینی وي.


۴_ استقامت ولرئ، او مبارز شخص واوسئ
ځوان کولای شي، هغه څه چې غواړي ورته ورسېږي، په شرط د دې چې د ټینګ هوډ لمن خوشې نه کړي.
نو دا اړینه ده چې باید دوه کلمې تل په ذهن کې ولرئ: ۱. تینګار (اصرار) ۲. مقاومت
نو په دې اساس په ژوندانه د ستونزو د لمنځه وړلو لپاره باید پورتني د هوډمن او مبارز شخص ځانګړنې په خپل شخصیت کې وروزو، ستونزو ته تسلیم نه شو او د یو فرصت په توګت ورته وګورو، د ستونزو په مقابل کې هوډ او مقامت مو د باثباته ژوند پولو ته رسوي.
اما دا باید هم ومنو چې ډیری وخت تیڼګار او مقاومت مو هیلو ته نشي رسولای نو بعضې وختونه موخې ته د رسېدو په برخه کې انعطاف منونکي اوسئ، البته دا په هغه صورت کې چې موخې مو ډېرې لوړې وي ، نو بیا داښه وګڼئ چې په موخو کې مو انعطاف وښیئ.


۵_  سپورت او روغتیا ته مو پاملرنه وکړئ
په یوه څېړنه کې راغلي، ۷۶ سلنه هغه کسان چې بریالي او شتمن دي ، او د یو باثباته ژوند څخه برخوداره دي، د ورځيني ورزش کولو ګډ عادت لري؛ دوی کابو هره ورځ نیم ساعت او یا تر دې هم زیات وخت سپورټ کولو ته ورکوي.


دا خلک باور لري چې سپورت ددې ترڅنګ چې په جسمي ډول انسان پیاوړی کوي، د ذهن او فکر په غوړولو او د فکر ځواک په پیاوړتیا کې هم ونډه لري. او ترڅنک یې انسان د منفي فکرونو، سستۍ او تشویش څخه ساتي.


۶_ مطالعه د ژوند عادت وګرځوئ
د یوې څېړنې له مخې هغوی چې په خپل ژوند کې بریالي دي و پرمختګ یې کړی، ډېری يې د مطالعې یا لوستلو ګډ عادت لري. دغه ډله خلک هره ورځ ۳۰ دقیقې او یا تر دې هم ډېره مطالعه کوي. هره ورځ نویو څېزونو د زده کړې په لټه کې واوسئ.


دا خلک داسې کتابونو لولي چې د هغوی د شخصیت او ثبات په لا لوړولو کې ورسره مرسته کوي. دوی په تفریحي ناولونو او نورو ورته مطالبو خپل وخته تېروي؛ هڅه کوي هغه څه ولولي چې د شخصیت او ژوند په لا ښه والي کې يې په درد وخوري.


۷_ باثباته ملګري پيدا کړئ.
له هغو خلکو او ټولنو سره ملګرتیا وکړئ، چې رښتیني، باثباته او بااحتیاطه وي او ښې فیصلې کولی شي. ځکه د هغوی مثبته رویه پر تاسې ښه تاثیر کولی شي.
څېړونکې وايي هغه وخت تاسو بریالي کیدلی شئ، چې ستاسو د ناستې پاستې ملګري هم بریالي او پیاوړي کسان وي.
د څېړنې پر وینا د ډېری بریالیو کسانو دا عادت هم سره ورته دی چې دوی تل د ځان په شان د نورو کامیابو او بریالیو کسانو سره ناسته پاسته او دوستي خوښوي. دا دول کسان هڅه کوي چې له داسې کسانو سره دوستي وکړي چې پر خپلو اهدافو او چارو تمرکز کوي.


۸_ د مالي وس او توان په اندازه ژوند وکړئ.
له عایده مو ډیرې پیسې مه مصرفوئ. هڅه وکړئ چې مصارف مو راکم کړئ، هره ورځ د خپلو پیسو څخه یوه اندازه سپما کړئ، ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شئ او باثباته ژوند به ولرئ. نو کله چې بازار ته ځئ نو د هوس له مخې چې مو څه خوښ شول مه يې اخلئ، یوازې هغه شیان چې تاسو ورته ډیره اړتیا لري او په کار مو دي واخلئ.


۹_ بده ملګرتیا مو پای ته ورسوئ.
ځیني ملګرتیاوې او روابط طبعتاً بې ثباته وي. اړتیا ده چې داسې ملګرتیا پریږدئ. که څه هم پریښودل به یې سخت وي، خو ګټې به یې ډیرې وي، ممکن یوه موده وروسته روغ او جوړ شې او له بدو کارونو هم لرې اوسې.


۱۰_ بې کنټروله عکس العمل مه څرګندوئ.
که تاسې غوسه، خفه یا یو بل حالت کې یاست او جذبات مو راپاریدلي وي، هڅه وکړئ چې احساسات مو کنټرول کړئ، او د بیړني او بې فکره عکس العمل مخه مو ونیسئ، کنه له بد حالت سره به مخ شئ. د نورو د نیوکو په اړه زړه مه ماتوه، رغنیزه نیوکه د کار او دندې یوه مهمه او کلیدي برخه ده. نو غوره لاره داده چې د یوچا په اړه ژر قضاوت او عکس العمل باید ونه ښودل شئ.
او ددې ترڅنګه باید چې له کبر، غرور او ځان ښودنې څخه هم ځان وساتئ، د نورو لپاره ژوند مه کوئ د خپل ځان لپاره ژوند وکړئ، پرته له الله ج نه بل چاته طمع مه کوئ، له الکولو او نېشه یي توکو څخه استفاده مه کوئ، امانت مه خیانتوئ تل صادقه او رښتینی واوسئ، د الله ج په نعمتونو باندې شکر کوونکی شئ، خپل ژوند په اسلامي اصولو برابر کړئ، ترڅو هم په دې دنیا او هم په هغې دنیا د یو باثباته ژوند څېښتنان شئ.

Related Articles

په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رقابتونه ډېر شوي‌دي، نو ستاسې د «قوت او کمزوري ټکي» مرکه‌کوونکي غواړي چې ستاسې له‌خپلې خولې څخه واوري،...

از يك سوراخ، بيست بار گزيدن

از يك سوراخ، بيست بار گزيدن مصطفی عمرزی  مردم ما مي گويند: «آدم از يك سوراخ، دوبار گزيده نمي شود.» در كنار آوردن اين مطلب كه مردم ما به آن اعتقاد دارند و در زنده گي به آن توجه مي كنند، نمي توان نيانديشيد كه زمامداران ما چرا از اين همه فرهنگ و اندرز تجربه شده، چيزي نمي دانند؟  دانستن اين فرهنگ، هيچ نيازي به حضور در مكتب و پوهنتون ندارد. چرا از اي...

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...