لیکنه ـ ریاض مقامزی

په پښتني ټولنه کې چې د ښځو پر وړاندې ګڼ شمېر ننګونې موجودې دي، د یوې مېرمنې دومره شهرت یوازې او یوازې د ډېر زحمت او جرأت پایله کېدای شي. آغلې بانو د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر داستاني آثار وپنځول او د یوې لوستې پښتنې مېرمنې په توګه یې خپل مسولیت ادا کړ. د نوموړې په مړینې سره د پښتو ادب یوه سرشاره چینه وچه شوه. په دې لیکنه کې یې د ژوند او فن په اړه خبرې شوي دي. 

 

مېرمن بانو څوک وه؟

د پښتو داستاني ادب دې پیاوړې لیکوالې د "۱۹۳۸ز" کال د جون پر اتلسمه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د زېږېدو ځای یې د پېښور، "سپينه وړۍ" کلی دی. دا چې آغلې بانو په یوه متدینه او ادبپاله کورنۍ کې زېږېدلې/لویه شوې وه؛ نو ځکه د یوې شاعرې او لیکوالې په توګه څرګنده شوه. د نوموړې پلار "پیر سید سلطان محمود" او نيکه "عبدالقدوس تندر" هم پیاوړي شاعران وو.

آغلې بانو له پوهې او ادب سره د مینې له کبله تر خپله وسه لوړې زده کړې وکړې. د خپل تعليمي ژوند په لړ کې یې درې ماسټریانې ترلاسه کړې. نوموړې د اسلامیاتو، پښتو او اردو ادب په برخه کې دا علمي درجې ترلاسه کړې وې. لومړنۍ او د لیسې زده کړې یې د پېښور په اسلامیه کالجېټ او الیزابیت د نجونو په لیسه کې ترسره کړي دي.

آغلې بانو د لیکوالۍ ترڅنګ په پېښور راډيو او تلویزیون کې هم دندې ترسره کړي دي. ورسره ـ ورسره د باچاخان د ټولنیز خوځښت (خدایي خدمتګارانو) یوه فعاله غړې هم پاتې شوې ده.

 

ادبي ژوند

که د پښتو په داستاني ادب کې د مېرمنو د ونډې خبره کوو؛ نو واضحه خبره ده چې په لومړيو کرښو کې به د آغلې "زیتون بانو" نوم وي. نوموړې یو له هغو لیکوالو ده، چې شاعري یې لږه کړې او خپل ټول قوت یې په افسانه نګارۍ (کیسه لیکنه) کې ازمایلی. د کیسو سوژې یې ټولنیز دي او تر ډېره د پښتنو مېرمنو د ژوند پر ستونزو، ربړونو او کړاونو غږېږي. 

د نوموړې ګڼ شمېر ډرامې د فلم په بڼه جوړې شوې او د پاکستان د دولتي تلویزیون له لارې خپرې شوي دي. د ادبي هلو ځلو له کبله ورته د پاکستان حکومت د "تمغه امتیاز" لقب هم ورکړی دی. همدارنګه په "۲۰۱۶م" کال کې دملګروملتونو (يو اين ايف پي اې) او (يو اين ويمن) په يوه غونډه کې د پښتو ادب د لومړۍ مېرمنې لقب هم ورکړ.

تر دې دمه یې ګڼ شمېر آثار پښتو ژبې او ادب ته ډالۍ کړې دي. نوموړې د شعرونو ترڅنګ، یوه د ډارمو ټولګه او ګڼ آثار یې د افسانو په برخه کې پنځولي دي. ځينې مشهور آثار یې عبارت دي له: زما ډایري، هنداره، د شګو مزل، مات بنگړي، منجیله، نېزه وړی، ژوندي غمونه، خوبونو، منجیله، د خاورو څلی او ... 

له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته آغلې بانو د "۲۰۲۱ز" کال د سپټمبر میاشتې په څوارلسمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. اروا یې ښاده!