To start downloading books

Please sign in or create an account.

د وطن ښکلاوې

د وطن ښکلاوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له کورني ژوند او کاري ستړياوو وروسته هر انسان احساس کوي، چې باید یو چېرې په چکر ولاړ شي ترڅو ذهني او فزیکي سکون ومومي. په دې ترڅ کې ځينې خلک لویو ښارونو او ځينې نور بیا د طبیعت غېږې ته د ساعت تېرۍ لپاره پناه وړي. موږ په دې لیکنه تاسو ته د خپل وطن (افغانستان) داسې سیمې معرفي کوو، چې کولای شئ ورشئ او له ښکلاوو یې خوند واخلئ.

 

جنتي سیمې

پرته له شکه چې افغانستان یو ښکلی هېواد دی. طبیعي رنګارنګي یې د هر انسان لپاره زړه راښکونکي دي. پخوا چې وطن امن و، له ګڼو شرقي او غربي هېوادونو سیلانیان به ددې وطن لیدو ته راتلل؛ مګر له بده مرغه وروستيو څلور لسیزو جګړو دا هرڅه ختم او یا کمرنګه کړل.

اوس یو ځل بیا داسې برېښي، چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې ده. په دې هیله چې وطنوال نور د ارام ساه واخلي او له امنیت څخه په استفادې وکولای شي د وطن له دې ښکلاوو څخه لیدنه وکړي.

که څه هم زموږ د هېواد ټولې سیمې ښکلې دي؛ مګر بیا هم دلته د هغو ځايونو په اړه لولئ، چې ډېرې پېژندل شوې سیمې دي.

 

نورستان

دا سیمه د هېواد په ختيځ کې پرته ده. ګڼو ځنګلونو، شنو ورشوګانو او رڼو اوبو ددې ولایت ښکلا څو چنده ډېره کړې ده. د همدې ښکلا له امله په وروستیو کې نورستان د "ملي پارک" په نوم ونومول شو. 

که تاسو د هېواد کومې سیمې ته د ورتګ هوډ لرئ نو نورستان تر ټولو غوره انتخاب کېدای شي. د یو فعال سیلاني په توګه د طبیعي ښکلاوو ترڅنګ ددې ولایت له کلتوري او ژبنيو رنګارنګيو څخه هم ډېر څه زده کولای شئ.

خو که نورستان ته سفر کوئ، هڅه وکړئ ځايي خلکو سره اړیکه ولرئ. دا ځکه چې په یاد ولایت کې د هوټلونو ډېر امکانات نه وي. نو هسې نا چې شپې مو په جوماتونو او صحرا شي. 

 

بامیان

د ګران وطن بل ښکلی ولایت (بامیان) دی. دا ولایت د هېواد په مرکزي زون پورې اړه لري. که دې ولایت ته د چکر هوډ لرئ، نو کولای شئ د "بودا مجسمه"، چې تاریخي ارزښت لري وګورئ.  ددې ترڅنګ په یاد ولایت د "بند آمیر" سیمه هم د سیلانیانو لپاره یو مهم او ارزښتمن ځای بلل کېږي. 

 

دره نور او کامه

دا دوه ولسوالۍ په ختيځ کې د پروت ولایت (ننګرهار) اړوندې دي. کامه یوه شنه زراعتي سیمه ده، چې د ښېرازۍ اصلي راز یې د کونړ مست سیند بلل کېږي. ددې سیند په مرسته د کامې ټولې ځمکې خړوبېږي.

دره نور بیا غرنۍ علاقه ده. لوړ غرونه او ګڼې ونې ددې ولسوالۍ ښکلا څو چنده ډېروي. ددې ترڅنګ د یادې سیمې کلتوري جداوالی هم د پام وړ دی. ځايي خلک یې پشه یي ژبې دي. 

 

ځاځي اریوب

دا سیمه په پکتیا ولایت کې ده. تکې شنې سیمې، غرونه او لوی ـ لوی چمنونه ددې سیمې د ښکلا اصلي لاملونه بلل کېږي. د ډېرې ښيرازۍ له کبله یې ځينې خلک "د افغانستان سویزرلینډ" نوموي. که د طبیعت ښکلاوو د لیدلو هيله او ذوق لرئ نو "ځاځي اریوب" بهترین انتخاب کېدای شي.

له دې سره ـ سره کولای شئ له د بدخشان، پروان، سپین غر او نورو ولایتونو د سیمو له طبیعي ښکلاوو څخه هم لیدنه وکړئ. او که د لویو ښارونو د لیدلو علاقه لرئ، نو د کابل، مزار، هرات او جلال آباد نومونه د یادولو وړ دي.

Related Articles

صلاة تسبيح لمونځ او طریقه

[د صلاة تسبيح لمونځ او طریقه] که څوک په ورځنيو چارو کې د کومې ستونزې، غم يا سختي سره مخ کېږي؛ نو صلاة تسبیح یې ښه علاج دى.په تېره بيا له ګناهونو څخه د بخښنې ښه او ځانګړې وسيله ده. حضرت ابن عباس (رض) روايت کوي چې رسول (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: ايا زه تاسې ته داسې څه ونه ښيم، چې الله (جل جلاله) ستا مخکینۍ او وروستنۍ، نوي او زاړه، لوى او واړه، ښ...

صد سوال انجنیری

صد سوال انجنیری:۱.به طورعموم ميل به چند نوع است، نام گرفته و ميل مجاز سرك در كوتل ها، تپه ها و بلندی ها چند فيصد محاسبه می گردد؟جواب: به طور عموم چهار نوع ميل وجود دارد كه عبارتند از : 1- ميل نشيبي. 2- ميل بلندي. 3- ميل طولي. 4- ميل عرضي.۲.ميل مجاز سرك دركوتل ها، تپه ها و بلندي ها حداقل %3 و حد اعظم %7  مي باشد. ۳.ساحه يك بند به اساس كدام معيار ها...

الظواهري څوک و او څنګه ووژل شو؟

د یکشنبې پر سهار د کابل شېرپور سیمه کې پر یوه کور د مزایل برید سره سم پر خواله رسنیو د دې برید د نوعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شول. طالبانو په لومړي سره کې وویل چې هلته پر یوه تش کور راکټي برید شوی او مرګژوبله نه لري.خو پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې وې چې ګواکې دا یو ډرون برید و او د امریکا لخوا ترسره شوی دی.یو شمېر پخوانیو افغان امنیتي‌ چارو...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...