To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کرونا ضد درمل جوړ شول

د کرونا ضد درمل جوړ شول

 ليکنه ـ ریاض مقامزی

 کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه ددې سبب شوه، چې روغتیاپالان پرې ژر دقیقې و نه شي کړای، له همدې کبله ګڼ شمېر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مګر څه موده وړاندې یې واکسینونه جوړ شول او اوس ـ اوس د کرونا ضد درملو د جوړېدو خبر هم ورکول کېږي. دا په دې معنا چې ددې خطرناکې ناروغۍ لمن نوره په ټولېدو ده.

 د کرونا درمل
 د "۲۰۱۹ز" کال په وروستیو کې له چین څخه د "کرونا" په نوم وایروسي ناروغي خپره شوه او ډېر ژر د نړۍ نورو سیمو ته ورسېده. ددې وبا له کبله نږدې ټوله نړۍ له سخت بشري، اقتصادي او روغتيايي ناروین سره مخ شوه.
 د ناروغۍ اصلي لامل د "کرونا" په نوم د وایروسو کورنۍ څخه د یوه وایرس خپرېدل و، چې وروسته د کوویډ نولس "COVID19" په نوم ونومول شو. د ناروغۍ له خپرېدو وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې په اړه څېړنې پیل شوې، چې په پایله کې یې د چین، هند او امریکا په ګډون ځينو هېوادونو واکسینونه جوړ کړل. مګر دا چاره کافي نه وه او هڅه کېدله، چې درمل یې هم جوړ شي؛ بالاخره همداسې وشول.
 د درملو جوړولو لويو شرکتونو "مِرک ـ Merck" او "ریجبیک بیوتراپیټیکس ـRidgeback Biotherapeutics" ـ چې دواړه په ګډه کار کوي ـ اعلان وکړ چې د کرونا ضد درملو یې قانع کوونکي پایلې لرلې. دوی ویلي، چې ډېر ژر به د "امریکا د خوړو او درملو سازمان" څخه وغواړي، چې درملو ته یې اجازه ورکړي، تر څو په روغتونو کې ناروغانو ته تجویز کړای شي.
 دا درمل "مولنوپیراویر" نومېږي، چي کولای شي د مړینې او بستري کېدو خطر ۵۰% (پنځوس سلنه) را کم کړي. که دا درمل رسما تائيد شي، نو ډېره هیله مندي شته، چې د ډېرو انسانانو ژوند به وژغورل شي. خو دا هم د هېرولو نه دي، چې ددې ویروس په اړه لا هم څېړنې روانې دي؛ ممکن په نورو هېوادونو کې هم ددې ناروغۍ ضد درمل جوړ شي.

Related Articles

د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې  په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپېژنو. د انسانانو یوه ځانګړنه دا هم ده چې د وخت او حالوتو سره سم بدلون کوي مثلاً، هغه انسانان چې په ژ...

د هڅوونکي سهار پیل

لیکوال : وحید زهیرخوښي او بریالتیوب د هر چا حق دی. هر انسان ارام او ښکلی ژوند خوښوي، خو ټول ښکلی ژوند نه لري. ځينې خلک پیدایشي بختور وي. چېرې باعلمه، نېک نامه او سرمایه داره کورنۍ/ټولنه کې پیدا شي، د ژوند امکانات ورته تیار وي. که یو څه بادرکه وي، مخکې چې ښو بنسټونو کې تعلیم او تحصیل وکړي نو ژر د ښه ژوند خاوند شي خو هر چا لپاره دا مزل دومره اسان نه...

سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي مخففات

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي مخففات.    USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه.2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت.3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه.4) A.B اسبستو بورډ.5) AC اسفلټ کانکریټ.6) A.S.C د کانکریټو مجاز تشنجات.7) A.S.T.M  د موادو ازمایښت لپاره امریکايي ټولنه .9...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...