ټکنده غرمه وه مور یې پور دیواله نیمه ماته ګهړۍ ته وکاتو ځان سره وژغیده چی دا خو لس بجې سوې خبره لیا نه وه ختمه چی د کشر زوی د ژړا اواز یې تر غوژ سو په منډه لا کوټې وواته چی ورغله کشر زوی یې لا مشری خور سره په یوه ګوله ډوډۍ اخته و زوی یې په ژړا ورته ویل مورې تا ویل غوشه درباندی خورم ولی یې نه راوړې مور یې سترګو کې وښکې وګرځیدې په ژړغونی ژغ یې ویل ودره زویه هغه دپلانکی همسایه به اوس پوسه لاپوسته کشلی وی داوس بې راوړی.

زوی ورته ویل مورې داخبره خو تا لاسهاره ځخه کې تر اوسه لیا ندی کشلی.

نه زویه پوسه بې لاپوسته کشلی وی خو زموژ برخه بې هم تیاره کړې وی بس راوړی بې.

مورې هابل اختر می ماما اول سهار غوشه رواړه دا اختر یې ماما ولی نه راوړی زویه ماما دی دوه میاستې مخکې د سړک دغاړی ماین چاودنه کې شهید سو نن دهغه کورنۍ زموژ رنګه دبل کور ته سترګې رډې نیولې وی.

مورې زموژ ولی اختر نسته زویه موژ غریبان یو دماښام ګوله کور کې نه لرو موژ اختر په چیس وکو ولی د زموژ دهمسایه بچی دا وس غوشه کوڅې ته راویسته او خوړه یه هغو اختر په چیش وکی مور یې سترګې لا اوښکو ډکې سوې د څالې خواته روانه سوه او د اوبو یشیدلی دیګ یې لا اور ځخه کشته کو چی دبندې راوواته زوی هم هغه سی پوشتنه وکه چی مورې دهمسایه بچی چی زما ملګری دی هغو ته اختر چا ورکو زویه هغو ته پلار اختر ور وکو مورې زما پلار چیری دی مور خپل کوچنی زوی په غیژ کې راواخستو زویه پلار دی دوه کاله مخکې ماین چاودنه کې شهید سو.

مورې زما دپلار ګناه څه وه زویه یڅ ګناه یې نه وه کړې خپل ژوند یې کاو دوې خپل منځی خبرې لا نه وې ختمې چی زوی لا غیژی وغورزیدی هغه دا ګلاب غوشه راوړه.

شاکرلمر