To start downloading books

Please sign in or create an account.

د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

ژباړه ـ فاطمه اعظم

 پخواني چينایانو چې غوښتل د خپل هېواد ساتنه وکړي، د چين لوی ديوال يې جوړ کړ او داسې فکر يې کاوه چې ګواکې هېڅوک له دې دېوال څخه نه شي پورته کېدلای؛ خو له بده مرغه د دې دېوال له جوړولو وروسته په لومړیو سلو کلونو کې درې ځلې پر چين يرغل وشو.
 په داسې حال کې چې هر ځل اړتيا وه دښمن پر دېوال راواړوي؛ خو هغوی داسې نه کول. په ډېرې اسانۍ یې ساتونکو ته رشوت ور کاوه او پر دروازې راتلل، ځکه چينايان د دېوال پر جوړولو بوخت وو او هېر کړي یې وو، چې ساتوونکي ښه وروزي.
 ځکه د وداني له جوړولو د انسان روزل اړينه ده. له بده مرغه موږ له چين سره ډېر توپير نه لرو.
 موږ زده کړه چې کورنۍ جوړه کړو؛ خو کورنۍ تربیه نه!
 حيرانوونکې دا ده، چې کورونه شته چې کورنۍ پکې دي او کورنۍ شته چې کورونه نه لري، لکه د لارو ـ کوڅو اوسيدونکي.
 همداسې ماڼۍ لرو، چې په هغې کې پاشلې کورنۍ ژوند کوي، دا ماڼۍ هم ملامتې دي.
 د يوه مشهوره پوه وينا ده، چې وايي: "که غواړئ يو تېر تاريخ له منځه يوسئ درې لارې لرئ!
 لومړی: د کورنۍ له منځه وړل.
 دويم: د زده کړو له منځه وړل.
 درېيم: د پخوانيو اتلانو/ پوهانو/ آیډيالونو بې احترامي کول."
 د کورنۍ له منځه وړلو لپاره د مور رول بې ارزښته کړئ. داسې کار وکړئ چې مور په خپلو ماشومانو او په کورنۍ وشرمېږي.
 د زده کړو له منځه وړلو لپاره ښوونکي په نښه کړئ. د ښوونکي ارزښت په ټولنه کې کم کړئ او بې ارزښته يې کړئ. تر هغه ځايه، چې زده کونکي خپل ښوونکي کم راولي او بې احترامي يې وکړي. 

 او د آيډيالونو/پوهانو بې اعتباره کولو لپاره پوهاند/ پروفيسران په نښه کړئ او هغوي تخريب کړئ. په پوهه کې يې شکونه پيدا کړئ. تر څو خلک د دوی خبرو ته کم غوږ ونيسي.
 ځکه که هوښياره مور له منځه ولاړه شي.
 وفاداره ښوونکي له منځه ولاړ شي.
 او پوهان بې ارزښته شي‌. 
 نو څوک به ارزښتونه وپالي!؟

Related Articles

د ناول لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په "Novella" کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي.  خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ له رومان لنډ او له لنډې کیسې اوږد وي. ددې ژانر ریښه آن اسطورو او افسانو ته رسي؛ مګر د رنساسن په وخ...

غوری سیمنټ

دا په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو فابریکه ده، چي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ سوه ټنه سمنټ تولیدوي، په نژدې راتلونکي کي به یاده اندازه زر ټنو ته پورته شي. ـ تر څنګ یې په فارمانو کې شل زره ماهیان هم روزل کیږي.

کجکي ډيم

د کجکي ډيم په هکله معلومات1: د کجکي بند د ظاهر شاه په دوران کښي په 1953 کال کښي جوړ شوی دی2: کجکي ته د 46588 کیلو متره مربع ساحي څخه د باران او واوري اوبه راځي3: د کجکي بند د 1715 ميليون متره مکعب اوبو د ذخيره کولو لپاره ډيزاين شوى وو چي اوس يى د ظرفيت اندازه 1134ميليون متره مکعب ته راکښته شوي ده  5: د کجکي بند د 150 میګاه واټه برق د تولید ظرفیت لر...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...