To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 1,935
امونېم ناېترېت

امونېم ناېترېت

پرون د لبنان پاېتخت ( پلازمېنې) بيروت کې ېو ډېره زوروره چاودنه وشوه . وروستي مالومات ښيي چې ( تر اوسه) په دې چاودنه کې سل کسان وژل شوي او 4000 ټپېان دي .
د نړېوالو خبري اژانسونو په وېنا چاودنه په هغه بندري ګودام کې شوې ، چېرته چې 2700 ټنه امونېم ناېترېت ساتل کېدل .


امونېم ناېترېت څه دي ؟
امونېم ناېټرېټ د ناېتروجني تېزابو څخه جوړه شوې مالګه ده چې د لومړي ځل لپاره په 1959 کال کې د ( Johann Rudolph Glauber) لخوا تر لاسه شوه . دغه ماده چې کيمياوي جوړښت ېې NH4NO3 دی ، هم د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کېږي او هم په کروندو کې د کيمياوي سرې په توګه . دغه ماده کریسټال ډوله ، بې رنګه ېا سپين رنګه ماده ده چې د ويلي کېدلو درجه ېې د سانتي ګرېد 169,6 ده .
امونېم ناېترېت د ځنې نورو چاودېدونکو موادو سره د ېو ځای کېدلو په پاېله کې د مشخصو شراېطو لاندې چاودنه کوي او ډېر خطرناک هم دي ...
امونېم ناېټرېټ د نړۍ په اکثره هېوادونو کې په آزاد ډول پېرودل ، پلورل کېږي او اکثرآ د کيمياوي سرې په توګه ترې کار اخيستل کېږي .
په استراليا،چين ، افغانستان، آېرلند او ځينو نورو هېوادونو کې د دې سرې پر آزاد خرڅلاو بنديزونه او ېا محدودیتونه لګېدلی دي .
د 1995م کال د اپرېل پر 19مه نېټه د امريکا ( اوکلاهاما سېټي ) په سيمه کې تر چاودنو وروسته د دغه هېواد ځينې برخو کې هم د دغه توکي پر خرڅلاو محدودېتونه ولګېدل .


سرچينه : ويکيپېډېا

Related Articles

د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.   2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه استفاده وکړي.   3- دولت ته پکار دي چې د لویو تولیدي شرکتونو کلک حمایت وکړي او د دوی امن...

ډیلیت شیان چیزته ځی؟

کله مو په دې اړه فکر کړئ دی چې تاسې له کمپیوټر, موبایل یا کوم بل الکترونيکي ماشین څخه يؤ فایل ډېلېټ کړئ، هغه فایل چېرې ځي؟ اصلي کیسه داسې ده چې د فایلونو خرابول (Deletion) دوه ډوله دی.لومړی: کله چې فایل له هارډېسک څخه ډېلېټ سي او Recycle Bin ته ولاړ سي. دوهم: کله چې فایل د تل لپاره ډېلېټ سي، په کیبورډ کې یې لنډیز Shift+Delete دی (Hard Delete)، په...

د کمال خان بند اقتصادي ارزښت

لیکلړ۱. خلاصه......................................................................................... ۲۲. کلیدي کلمات .................................................................................۲۳. د موضوع معرفي ........................................................................ ۳۴. د موضوع اهمیت او تفصیل ...................................

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...