To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,197
لرغوني ځایونه؛ د امیر بند (بند امير)

لرغوني ځایونه؛ د امیر بند (بند امير)

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ د امیر بند (بند امير)

 

زموږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات لرغوني او طبیعي ځایونه لري لکه، غرونه، سیندونه، پارکونه، مجسمې او داسې نور، د افغانستان هر ولایت خپله ځانګړې ښکلا لري،  موږ په نننۍ لیکنه د افغانستان د   مشهور ولایت د بامیانو د یو مشهور ځای چې امیر بند نومېږي  په اړه تاسو ته معلومات وړاندې کوو که غواړئ چې د دې حیرانونکي او ښایسته ځای په اړه مو معلومات تر لاسه کړئ، نو دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

د امیر بند چې د افغانستان له لومړنیو بندونو څخه شمېرل کېږي، د افغانستان د حیرانونکو او طبیعي ځایونو څخه یو ځای دی، د دې بند طبیعي ښکلا او اوبه رنګ د دې لامل شوی چې هر کال په زرګونو لیدونکي یې لیدو ته  ورځي او لیدنه یې کوي، د امیر په بند کې ډېر څاروي او الوتونکي شته دي هغه لوی او طلایي کب چې په دې بند کې شتون لري تر ټولو ښکلی کب دی چې د چوش په نامه یادیږي، د امیر د بند په اوبو کې ډېر معدنونه شته دي چې د دغه بند دې اوبو ښایست یې دوه برابره کړی دی.

 

د بند امیر موقعیت:

د امير بند د بامیانو د شمال لودیځ په 75 كيلو مېټرۍ او په د یکاولنګ ولسوالۍ په 34 کیلو مېټرۍ کې د افغانستان پلازمېنې کابل په 215کیلو مېټرۍ د هندوکش او بابا غرونو تر منځ موقعیت لري. د امیر بند 75زره هېكټاره ځمکه نیولې ده.

د امیر بند په مرکزي برخو کې ډېر لرغوني ځایونه شتون لري چې مخینه یې تر سلو کلونو پورې رسېږي لکه، د سید علي حسین حاجي مقبره او د شاه سيد شاه مقبره چې د سادات له نیکونو څخه و.

هغه خلک چې د امیر بند څخه لیدنه کوي پر درېیو برخو وېشل شوي دي:

1. هغه ګرځندویان چې د څېړنې لپاره د اوبو، ډبرو، کبانو، الوتونکو او داسې نورو لپاره دغه ځای ته راځي.

2. هغه خلک چې د تفریح او ساعترۍ لپاره د رخصتۍ پر مهال دغې سیمې ته راځي.

3. هغه خلک چې له کلیو او بانډو څخه دلته راځي.

 د امیر بند شپږ دریاچې لري؛ دریاچه(هغه کوچني سیندونه چې له لویو سیندونو څخه سرچینه اخلي) د غلامان بند، د ذوالفقار بند، د پنیر بند، د قنبر بند، د پودینې بند او د هیبت بند دی چې شاوخوا یې د ډبرینو دېوالونو په واسطه جوړ شوي دي.

 تر ټولو لویه دریاچه یې 490هېکټاره ده چې د  ذوالفقار په نامه یادېږي او تر ټولو کوچنۍ دریاچه یې د غلامان په نامه یادېږي چې اوږدوالی یې800 مېټرو پورې رسېږي، تر ټولو ښایسته او ژوره دریاچه یې د هیبت په نامه یادېږي چې اوږدولی یې تر دریو کیلو مېټرو پورې رسېږي.

د امیر بند په 1388 لمریز کال کې د افغانستان د ملي او لومړني پارک په توګه وپېژندل شو.

 

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ.    هاینه څوک و؟ د المان هېواد ددې ستر شاعر بشپړ نوم هاینریش هاینه "Hei...

حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   په نړۍ کې ګڼ شمېر وژونکې ناروغۍ د انسان ژوند ګواښي؛ یو له دې ناروغيو څخه حيواني محرقه (بروسلوز) ده. دا د نړۍ له عامو ناروغيو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ډېری انسانان د نه درملنې له کبله وژني. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ پر پېژندنې، تاریخچې، ډولونو، علایمو، تشخیص او مخنيوي پوه شئ.  د حيواني محرقې تاریخچه په “۱۸۸۶” میلا...

د ناکامو خلکو ځانګړنې

په ټولنیز ژوند کې دوه ډوله خلک لیدلای شو. یو ډول هغه خلک دي، چې په ژوند کې ډېر بریالي وي. دوی ژر پرمختګ وي او ډېرې لاسته راوړنې لري. دویمه ډله هغه خلک دي، چې وروسته پاتې وي. تل د نورو د بریاوو ننداره کوي او چکچکې ورته وهي.  که څه هم د بریاليو او ناکامو خلکو پېژندل لږ ستونزمن وي. خو بیا هم د ځينو ځانګړنو له مخې یې په اړه قضاوت کولای شو. په دې لیکنه...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...