To start downloading books

Please sign in or create an account.

د لورکا لنډ ژوندليک

د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستله به یې، چې وروسته خپله هم د یو ښه شاعر په توګه څرګند شو. موږ په دې لیکنه کې د همدې په اړه غږېږو، چې د لیکنې تر پایه به یې په اړه ډېر پوه شئ. 

 

ژوندلیک

د هسپانیې ددې ښه شاعر او ګرافيک انځورګر بشپړ نوم فدریکو ګارسیا لورکا (Federico Garcia Lorca) دی. نوموړی د هسپانیا په "ګرانادا" ولایت کې په "۱۸۹۸زېږديز" کال ک وزېږېد. کورنۍ یې شتمنه وه؛ نو ځکه خو د ښوونځي له فراغت څخه وروسته ـ چې "۱۶" کلن و ـ د ګرانادا په پوهنتون کې د حقوقو، فلسفې او ادبیاتو په زده کړو بوخت شو. هلته یې د زده کړو تر څنګ د مشهورو شاعرانو شعرونه لوستل او خپله یې هم شاعري پيل کړه.

دی په ځوانۍ کې وژل شوی دی، همدې پېښې دده نوم او شاعرۍ ته محبوبيت ورکړ. لورکا به د رخصتيو پر مهال د هسپاینا بېلابېلو سیمو ته سفرونه کول. ددې سفرونو يادښتونه یې د "خاطرې او انځورونه" نومې کتاب کې خپاره کړل، چې دده لیکنې او رسمونه په کې راغلي وو.

دی "۲۳" کلن و، چې د شعرونو لومړۍ ټولګه یې چاپ شوه. ده به ویل: "شاعر یوه دنده او یو رسالت لري او هغه اروايي ځواک او زړه ډالۍ کول دي."

په هسپانیه کې د کورنۍ جګړې لۀهپیل وړاندې له مادرید څخه ګرانادا ته ځي. هلته دده لپاره ګواښ و، دا چې د هسپانيه په جنوب کې ښي لاسي ځواکونه پیاوړي وو. د جنرال فرانکو د فکر پلویانو دی پۀ "۱۹۳۶م" کال د آګسټ پر "۱۸" نېټه ونیوه، او پر بله ورځ يې د جمهوریتپال په تور، په غرونو کې وواژه او جسد یې هېچا ته په لاس ور نه کړ.

داسې ویل کېږي، چې نوموړي پخپل کتاب "شاعر په نیویارک کې" نومېږي، تر دې پېښې "۶" کاله مخکې د دا ډول مرګ وړاندوینه کړې وه. د یادونې وړ ده، چې تر ټولو مشهور اثر یې "د جټانو رومانسېرو" نومېږي. دې کتاب لورکا ته ښه نوم او شهرت ورکړ.

 

شعرونه

د ونو سيوري 

په باد کې چیغې وهي

پرېږدئ په دغه کرونده کې په ژړا شمه زه

په دې نړۍ کې، هر څه په ملا رامات دي

له خاموشۍ پرته، بل هېڅ شی نه پاتېږي

د اسمان تیارې لمنې

د سپېدو لارې وژني

پرېږدئ په دغه کرونده کې

په ژړا شمه زۀ.

 

یو بل شعر يې داسې دی، چې:

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ

ها کمکی هلته نارنج خوري

د بالکن نه ماته ښکاري

ها کارګر چې فصل رېبي

د بالکن نه ماته ښکاري

نو زما ده وروستۍ هیله

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ!

Related Articles

اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموينه

ژباړنه ـ وړانـــــګه اکبر   اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموینه چې د Necropsy په نوم هم یادېږي یو جراحي بهیر دی.په دې بهیر کې مړی څېړل کېږي چې د مړینې لامل، ډول، او دا چې مړینه په کومه لاره رامنځته شوې ده.په دې بهیر کې دا هم معلومېږي چې آیا مړینه خو به د کومې ناروغۍ له امله نه وي رامنځته شوې؟ یا دا مړینه خو به په بدن باندې د ټپ یا د وهل کېدو څخه...

انټرپول پولیس څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړېوال نظم او سیسټم په چوکاټ کې انټرپول هم یو خورا مهم نوم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې تاسو ته ددې ادارې اړوند مهم او موثق معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نویو مسایلو آګاه شئ.    نړېوال پولیس څوک دي؟ د "نړېوالو پولیسو" اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي، چې له "انټرپول" سازمان سره پر دندو بوخت وي. په حقی...

سرحوض بند - فاریاب

۱۶.  د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا اوږدوالی لري. د اوبو زېرمه یې ۴۰ میلیون مترمکعبه ښودل شوې (ممکن صحیح نه وي. نوټ: صحیح یې ٥ میلیونه ده...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...