To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ژړا حيرانوونکي ګټې

د ژړا حيرانوونکي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

نږدې هر انسان د خپل ژوند په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو له کبله اړ کېږي چې وژاړي. په یاد ولرئ، چې دا کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده، بلکې یو طبیعي چاره ده. ژړا د خوښيو، خفګان او نورو عواملو پر وړاندي د انسان د بدن یو طبیعي غبرګون دی، چې ځینې ګټې هم لري. په دې لیکنه کې پر همدې ګټو خبرې شوي دي.

 

لومړی| سکون مومئ!

شاید تاسو ته عجیبه ښکاره شي؛ خو ژړا واقعا یو لوی نعمت دی. له ژړا وروسته چې انسان کوم سکون او آرامي مومي خورا قیمتي دي. روانپوهان آن په ځينو شرایطو کې خپلو ناروغانو ته د ژړا اجازه ورکوي او پرېږدي چې ناروغ یې آرامي حاصله کړي. آيا تاسو هم کله له ژړا وروسته سکون موندلای؟ 

 

دویم| دردونه مو آرامېږي!

یوې څېړنې ښودلې ده، چې د عاطفي اوښکو له څڅېدو سره سم په بدن کې اکسي توسین او اندورفین ترشح کېږي. دا دواړه مادې کولای شي بدن له عاطفي او جسمي دردونو خلاص کړي. که ژاړئ نو د دردونو دواړه ډولونه مو ختمېږي.

 

درېيم| فشار او سټریس له منځه وړي

سټریس او فشار له خطرناکو رواني اختلالاتو څخه ګڼل کېږي، چې کولای شي نورې رواني ستونزي هم وزېږوي. په داسې حال کې چې ځینې پوهان پر دې باور دي، چې ژړا د فشار په کنټرول کې ګټور ثابتېږي. د یادونې وړ ده، چې په دې اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي. 

 

څلورم| خوب مو راحت کېږي! 

په "۲۰۱۵ز" کال کې ترسره شوو څېړنو ثابته کړې ده، چې په ماشومانو کې ژړا د هغوی د ښه او آرام خوب سبب کېږي. البته دا لا نه ده ثابته شوې چې په لویانو کې هم دا خبره صدق کوي که نا؛ خو ځینو خلکو چې د شپې لخوا یې ژړلي وو، د ښه او آرام خوب درلودل تائيد کړي دي. ايا تاسو هم دا تجربه لرئ؟

 

پنځم| د تنفس لپاره ګټوره ده

په نوو زېږېدلو ماشومانو کې ژړا د هغوی د تنفس په ښه والي کې مرسته کوي. کله چې ماشوم د مور په رحم کې وي، اکسیجن د نامه له لارې ترلاسه کوي. خو وروسته له زېږون څخه ژړل له هغه سره مرسته کوي چې سږي یې فعال شي او د تنفس کولو نوې لاره زده کړي.

 

شپږم| د سترګو دید پیاوړی کوي

روغتياپالان پر دې باور دي، چې ژړا کولای شي د انسان د سترګو دید ښه او پیاوړی وساتي. البته دا کار د اوښکو له امله وي، ځکه چې اوښکې د انسان سترګې مرطوبې ساتي او دا د دید لپاره خورا ګټور بلل کېږي.

 

په یاد ولرئ!

دا ګټې هېڅکله په دې معنا نه دي، چې تاسو دې تل وژاړئ. له دې څخه موخه دا ده، چې کله ناکله ژړل ستاسو لپاره ډېرې ګټې لري. که کله ناهیلي یئ او یا هم له کومې بلې ستونزې سره مخ وئ او ژړل مو، نو مه خفه کېږئ. شاید ځينې ګټې یې هم در ورسېږي.

Related Articles

په يو ټيم کې په شريکه د کار کولو ګټې

ګډ کار يا په يو ټيم کې په شريکه کار ډېرې ګټې لري، مګر بدبختانه دا بايد په تاسف سره ووايم، چې دلته یوه لویه بدبختي دا ده، چې ځوانان په ګډه یا یو ټیم کې کار نه ترسره کوي. هر يو ځان ځاني خوښوي، هر یو ځان ته بېله، بیله جنډه پورته کوي، او کوښښ کوي د یو کار ترسره کولو کریډټ ټول پخپله ځان ته واخلي.!  د نورې نړۍ خيريه بنسټونه چې وګورئ، يو به رئيس لري، سل...

اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب

په اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب!راټولوونکى:مولوى عبدالاحد عتيد1ــ که لمانځه کې دمبائل آواز خلاص پاتې وو اودعمل کثيرڅخه پرته دبندولو امکان وو نو په يو لاس دبند کړي اوکه نه وو نو لمونځ د ورته نه ماتوي.شامي ج1ـ 441.2ــ مبائل کې موسيقى اچول حرام دى اوپه کار باندې پيسې اخيستل او ورکول دواړه حرام دي.3ــ عمل کثير ډير تعريفونه لري راحج قول دادى چې...

سنګ کاری Stone Masonry

سنګ کاري Stone Masonry, Rock Masonry : سنګ کاري هم دساختماني کارونو له جملې څخه دی او برآورد يې په مترمکعب سره ترسره کيږي ، د سنګ کارۍ دحجم 30-35 فيصدو پورې مصالحه Mortar (1:6) په نظر کې نيول کيږي.په جلال اباد او شاوخواسيمو کې دسنګ کارۍ لپاره دکامې دغره له تيګو څخه چې ښه جنسيت لري زياته استفاده کيږي.اوس مهال په جلال اباد ښارکې ديوموټرتیږې قیمت 170...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...