To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 3 years ago 1,497
د سر درد لس لاملونه

د سر درد لس لاملونه

کلستري سر درد
دا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دی
او له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.
د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګه حمله کوي،
سر دردي، هره ورځ په یوه معین وخت کې خپریږي. او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کیدای شي میاشتې وخت ونیسي، او دا هم امکان لري چې وروسته له یوې میاشتې یا هم کال وروسته انسان فکر وکړي چې نور نو ښه شوم، خو تر ډيرې مودې وروسته ناروغي بيا را وګرځي چې په پیل کې نیمه سردردي ترې پيدا کیږي، او ورسره زوکام، او له سترګو څخه اوښکې بهېدل هم ملګري وي. خو که د سر درد په لومړۍ مرحله کې سوچه اکسيجن تنفس کړی، د درد
ښايي ودروي.
کله چې له دې ډول سر درد سره مخ شوی، نو له سګرټ څکولو او له فزیکي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ.
نرمه سر دردي
دا ډول سر دردي ډیره عامه ده، ددې ډول سردردۍ د پيدا کیدو لاملونه د سر د کاسې د عضلاتو، د اورمېږ ( غاړي) د څنګلو او ځان دردونه دي. ددې ډول حیرانوونکو دردونو را څرګندیدل په عصبي سیستم هم تاثیر لري.
نیمه سر دردي
نیمه سر دردي لنډمهاله تبه وي، چې د سر په یوه برخه کې پیدا کیږي، دا ډول سردردي په یوناني ژبه کې هم د ( نیم سري ) په نامه ياديږي چې له امله يې انسان په غیر عادي ډول د خستګۍ احساس کوي، او وجود يې سستي کوي، چې وروسته زړه بدوالی او استفراق هم ورسره ملګري کيږي.
دا دوره په لومړیو کې څو دقیقې حتا څو ساعته دوام مومي او وروسته ټول سر په درد راولي.
د دماغ شاوخوا سر دردي
ددې ډول ناروغانو د دماغو په شاوخوا کې مړ درد وي او ورو ورو ټول سر په درد اخته کیږي، چې دا هم له استرا حت سره ښه کیږي، تبه، د سر خوږ، او د غاړې شخېدل یې نښې نښانې دي.
د ماغزو د تومور له امله سردردي
دا ډول سر دردي له نور سره توپیر لري، او ډیری وختونه دسهار له خوا وي چې دا هم ډیره شدیده تبه لري،
چې د سر د ښورولو، د درانده شي د پورته کولو، او په ځانګړي ډول د ډیر ټوخي له امله وي، معمولا د سردردۍ سره د خوب اختلالات هم مل وي.
د ویني د لوړ فشار له امله سر دردي
په دغو ناروغانو کې هم یو ډول سر درد وي، معمولا کله چې د وينې فشار ډیر لوړ شي (لږ تر لږه 020 ته او یا هم 012 درجو ته ورسيږي) نو دا ډول سردرد را مينځته کوي.
د سترګو له لوري سر دردي
ډیر کله انسان ته دسترګو له لوري سر دردي پیدا کیږي چې دا دا ډول سر دردي ډیر کله د ډیرې مطالعې، یا هم ټلویزیون ته د کتو له امله رامنځ ته کیږي.
د سینوس له امله سر دردي
دا ډول سردردي ډير کله د سينوسونو (سينوسايټس) التهاب او ناروغۍ له امله پيدا کيږي او زياتره پر تندي باندې تمرکز کوي، دا ډول درد ډیر کله د سر د خوځولو او اوږد غزیدلو پر وخت احساس کيږي، او له خوبه تر پاڅيدو وروسته نور هم ډیریږي.
د غاښونو انتاني ناروغۍ له امله سر دردي
د سردردي دا ډول تل په مخ کې له دردونو پيل کيږي او ورو ورو ټول سر ته خپريږي.
او ورستی هم له سر دردی سره حساسیت
دا ډول سر دردي، ډیر لاملونه لري، لکه د پزې بندوالی، زوکام او ټوخي. کله کله د نس ناستي او حساسیت کنټرول هم د سردردۍ سبب کیږي.

Related Articles

هګۍ کومې روغتیايي ګټې لري؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی د هګيو روغتيايي ګټې له هغه ډېر زیات دي، چې تاسو یې په اړه کوم فکر لرئ.  په دې لیکنه کې به د هګيو پر ګڼو روغتيايي ګټو پوه شئ! هګۍ یو له هغو ګوتو په شمار خوراکي توکو څخه ګڼلای شو، چې "قوي خواړه" یې بولو. هګۍ له هغو مغري توکو څخه ډکه ده، چې ټول انسانان ورته په خپل غذايي رژيم کې اړتیا لري. له دې وړاندې چې د هګيو پر روغتيايي ګټو م...

نبوي مسجد

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، مسجد نبوي   د ټولو مسلمانو لومړی ښوونځی جومات او لومړی ښوونکی ملا دی.  ټول مسلمانان خپل اولادونه له څلور یا پینځه کلنۍ وروسته د قرانکریم او نورو دیني زدکړو لپاره جوماتونو ته لېږي. زموږ لپاره له همغې ماشومتوب څخه جومات یو سپېڅلی او غوره ځای دی.  د مسلمانانو تر ټولو لوی او زاړه جوماتونه چې زموږ په تاریخ کې ډېر ارزښ...

عجایب دبیره ها

عجایب دبیره ها مصطفی عمرزی دو- سه ماه قبل، هنگامی که پروفیسور سبستیان هاینه، مشهور به زمری خان در کابل تشریف داشت، تصادفاً او را در کتاب فروشی دانش دیدم؛ هرچند الحاج دانش، قبلاً یادآوری کرده بود که نیاز است با یک مهمان خیلی آگاه در زبان شناسی، تاریخ و ادبیات چند زبان، باید صحبت کنی! منتظر بودم، اما در یک تصادف رونما شد.  ضمن آشنایی با پروفیسور ه...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...