د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې!
لومړۍ برخه: په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ اغېز!
په اسلامي شریعت کې د لومړنیو مبادیو نه یوه مبدا دا ده چې جنایتکار د ناروا کار په کولو باندې نه نیول کېږي، څو یې په تحریم باندې پوره پوه نه وي، او که نه نو مسولیت پرې نشته، د نا روا کار په تحریم باندې د پوهې په برخه کې دا کافی ده، چې د پوهېدلو لپاره یې امکان موجود وي، او وکولای شي چې هغه نصوصو ته د مراجعی یا د اهل الذکر (علماؤ) څخه د پوښتنې له لارې، چې هغه د تحریم مؤجب او په تحریم باندې یې پوه وي، ځان پوه کړي، همدا وجه ده، چې فقها وایي: په دارالاسلام کې په شرعي احکامو باندې د ناپوهۍ معذرت نه منل کېږي، مکلف شخص په شرعي احکامو باندې په هغه صورت کې عالم ګڼل کېږي، چې په هغو باندې یې د علم راوستلو امکان موجود وي او دا ضرور نه ده، چې فعلاّ دی ورباندې پوره پوه او عالم وي، له همدې کبله محرم نصوص د دارالاسلام ټولو اوسېدونکو ته پوره معلوم نه وي، بلکې څه نا څه ور معلوم وي، اسلامي شریعت په احکامو باندې فعلي پوهه شرط نه بولي، ځکه چې دا شرط له یوې خوا خلکو ته حرج پیدا کوي او له بلې خوا د نا پوهۍ د ادعا لار خلاصوي او د نصوصو تنفیذ معطلوي.
دا چې ومو ويل د اسلامي شریعت عامه قاعده ده او هيڅ استثنا نه لري او دا چې فقهاو د هغه چا د ناپوهۍ ادعا منلې ده، چې څوک په کوم ځانګړی ځای کې استوګنه لري او د مسلمانانو سره یې تګ را تګ نه وي موجود یا تازه مسلمان شوي وي او د مسلمانانو په منځ کې نه وي اوسېدلی، نو دا د هغه عامې قاعدې څخه استثنأ نه بلکې د هغې اصلي قاعدی تطبيقي صورت دی، چې وا یي هيڅوک د ناروا کار په کولو باندې چې په تحریم یې پوه نه وي او د پوهېدلو امکان یې نه وي موجود مسول نه دی، ځکه چې دا رنګه خلکو ته په هغو احکامو باندې علم لرلو زمینه نه وه مساعده او د اسلامي شریعت په احکامو پوه نه ګڼل کېږي، مګر که د ناپوهۍ د ادعا خاوند د مسلمانانو او پوهانو په منځ کې استوګنه او تګ راتګ درلود یعنې په شرعي احکامو باندې یې د پوهې امکان موجود و، د هغه د ناپوهۍ ادعا د منلو وړ نه ده، د شرعي نصوصو په معنی باندې ناپوهي داسې ده، لکه په خپله نصوصو باندې ناپوهي یعنې د دې دواړو حکم یوشان دی، که جنایتکار ادعا وکړي، چې محرم نص د فعل په تحریم باندې دلالت نه کوي، یا بل کوم نص هغه نا روا فعل مباح یا نا روا کړي، دی نو په دې ادعا یعنې د نصوصو په حقیقي معنی او مدلول باندې یې نا پوهي ورڅخه جزایي مسولیت نه شي لري کولی.
دېته د قوانینو په ژبه په تفسیر کې خطا ويل کیږي، په اسلامي شریعت کې په تفسیر کې د خطا د مشهورو مثالونو څخه یو مثال دا دی، چې ځینو مسلمانانو په شام کې شراب وڅښل او پدې الهی ارشاد یې دا کار مباح وګڼلوچې:( لَيْسَ عَلَى الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِيْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّ اَحْسَنُوْا١وَ اللّٰهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِيْنَ)( المایده سوره، آیت ۹۳.)
ژباړه: څوك چې ايمان راوړي او غوره چارې سرته ورسوي هغوى چې مخكې څه خوړلي څښتلي و، په هغو به ونه نيول شي په دې شرط چې په اينده كښې له هغو شيانو څخه ځان وژغوري، چې حرام كړاى شوي دي او پر ايمان ټينګ ودرېږي او ښه كارونه وكړي، بيا چې له كومو شيانو منع وشي له هغو څخه لاس واخلي او څه چې د خداى امر وي هغه ومني، بيا د خداى له وېرې سره ښه كړنلاره ونيسي، الله نيك عمله خلك خوښوي.( کابلې تفسیراوترجمه، اول جلد، ص ۶۹۵) چې د شراب خوړونکی د دې ( څوك چې ايمان راوړي او غوره چارې سرته ورسوي هغوى چې مخكښې څه خوړلي څښتلي و، په هغو به ونه نيول شي...) مطلب په اساس شراب څښلي و، دا چې دوي په تفسیر کې خطأ شوي و نو د شرابو حد پرې تطبېق کړی شو.

درنښت