د مینې او ګرانښت توپیر
1,839
imranghani
2021-11-24 16:49:25
لیکنه: شکېبا نادري، د مینې او ګرانښت توپیر
د ځينو خلکو په اند مینه او ګرانښت دوې مترادفې کلمې دي چې کولای شو د یو بل پر ځای یې وکارو، خو دا اند بېخي ناسم دی.
مینه او ګرانښت هغه دوې کلمې دي چې له یو بل سره ډېر توپیر لري، موږ په نننۍ لیکنې کې د همدې دوو کلمو په توپیر خبرې کوو، که تاسو هم غواړئ د دغو کلمو په توپیر پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!
په انساني ټولنه کې ټول انسانان یو پر بل ګران دي، خو ټول له یو بل سره مینه نه لري، لکه:
۱. کله چې تاسو له یو کس سره مینه لرئ، هېڅکله هغه د ژړا په حالت کې نه شئ ليدلای او ارومرو ورسره ژاړئ، خو هغه کس چې درته ګران وي تاسو ورسره ژاړئ نه، بلکې د ارامولو هڅه یې کوئ او ډاډګېرنه ورکوئ.
۲. له هغو کسانو سره چې راته ګران دي کېناستل او خبرې مو خوشحاله کوي، خو له هغه کس سره چې مینه لرو کېناستل او خبرې کول د خوښۍ تر څنګ انسان ته یو ډول ارامي هم ورکوي.
۳. له هغو کسانو سره چې ملګري لرئ او درته ګران وي خبرې یې اورئ او ورته غوږ نیسئ، خو له هغه کس سره چې مینه لرئ، هره خبره یې یې ستاسو په زړه کې یوه نوې هیله زېږوي او په ماغزو کې مو ترې یو یاد پاتې کېږي.
۴. د هغه کس په لیدو چې درته ګران وي خوشحالېږئ، خو د هغه کس سره چې مینه لرئ په لیدو یې ستاسو د زړه درزا ډېرېږي، بې واره مو پر شونډو مسکا خورېږي او داسې نورې کړنې درنه کېږي.
۵. هېڅکله د هغه چا سترګو ته نه شئ کتلی چې ورسره مینه لرئ، خو په ساعتونو ساعتونو د هغه چا سره چې درته ګران وي، سترګې په سترګو کیسې او ټوکې کولای شئ.
۶.د هغه چاسره چې مینه لرئ د کال هر موسم، هره میاشت او هر ورځ د اختر دې ورځې په څېر ښکلې وي، خو هغه کسان چې درته ګران دي هره ورځ د تل په څېر وي.
د یادو خبرو سربېره مینه هغه احساس دی چې لیدل او عقل پکې هېڅ دنده نه لري، کېدلای شي یو کس پرته له لېدو مئین شي او مینه وکړي، خو ګرانښت بیا برعکس هغه حس دی چې سرچینه یې عقل او لیدل دي.