To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,147
د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو  ټکو ته پام وکړﺉ

د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړﺉ

لیکنه: شکېبا نادري، د  خپل راتلونکي ګډ ژوند د ملګري/ې په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړئ!

 

هر هلک او نجلۍ حق لري چې له واده نه مخکې خپله مېرمن او يا خاوند وويني او هغه د خپل راتلونکې مېرمنې او يا خاوند په توګه ومني او يا یې ونه مني. همدارنګه يو هلک او نجلۍ کله چې له واده نه وړاندې يو بل ويني باید ځينو ټکو ته پام وکړي، تر څو په راتلونکي کې هغوی او د هغوی ګډ ژوند له ستونزو سره مخ نه شي. موږ په نننۍ لیکنې کې غواړو تاسو ته ځينې هغه ټکي در په ګوته کړو چې په ترسره کولو یې کولای شئ، خپله راتلونکې مېرمن او يا خاوند وټاکئ. که غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ، لیکنه تر پايه ولولئ!

 

لومړی_ له واده نه وړاندې له خپل مقابل لوري سره ووينئ!

که د ژوند په داسې پړاو کې شتون لرئ چې غواړئ خپل راتلونکی خاوند او يا مېرمن وټاکئ او کورنۍ مو تاسو ته د واده لپاره يوه غوره نجلۍ او يا يو ښه هلک ټاکلی دی، وړاندې تر دې چې له هغه/ې سره کوژده وکړئ، خپلې او د مقابل لوري کورنۍ ته قناعت ورکړئ چې باید له کوژدې نه مخکې يو ځل هغه هلک/نجلۍ ووينئ. تر څو وکولای شئ څو شېبې له هغه/ې سره وغږېږئ او په ګډه د د کوژدې کولو پرېکړه وکړئ.

 

دویم ــ  د واده لپاره داسې کس وټاکئ چې ور سره د خپلوۍ اړیکه و نه لرئ!

واده کول د یوې ورځې، میاشتې او کال خبره نه ده، دا هغه پرېکړه ده چې ستاسو د ټول عمر سره اړیکه لري، له خپلوانو سره واده کول د طب له پلوه دومره د منلو وړ نه ده یعنې ډاکټران وایي چې په خپلوانو کې واده کول د ځینو ستونزو لامل کېږي، تاسو به هم لیدل وي ډېری هغه کسان چې له خپلوانو سره یې ودونه کړي دي بې اولاده دي او که یې اولادونه زېږېدلي هم دي ارومرو یوه ستونزه لري.

 

درېیم ــ عمر یې باید له تاسو سره لږ توپیر ولري 

تاسو د واده لپاره داسې کس وټاکئ چې د عمر واټن مو ور سره کم وي، د خاوند او مېرمنې د عمر توپیر د بېلابېلو ستونزو لامل کېدلای شي، ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله ژر زړېږي، نو اړینه ده چې تر منځ یې توپیر لږ وي، ځکه هغه کسان چې  د عمر واټن یې کم وي، د یو بل په خبره پوهېږي، یو بل ښه درک کوي او د یو او بل په ستونزو ښه پوهېدلای شي. 

 

څلورم ــ له ښې کورنۍ یې وټاکئ

دا تل په یاد ولرئ، هغه کورنۍ چې ښه وي، هېڅکله یې اولادونه نه شي بدېدلای، نو د واده لپاره داسې کس وټاکئ چې له ښې کورنۍ څخه وي.

پینځم ــ  له خپل هم سویه سره واده وکړئ

  هېڅکله د واده لپاره داسې کس مه وټاکئ، چې سویه یې یا له تاسو ډېره جیګه وي او یا یې له تاسو نه سویه ټېټه وه، په دې دواړو حالاتو کې د انسان ژوند له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه یوه پیسه داره نجلۍ هېڅکله د یو غریب هلک سره ژوند نه شي کولای، هغه تمې چې یوه پیسه داره نجلۍ یې لري یو غریب هلک یې هېڅکله نه شي ورته پوره کولای همدا لامل کېږي چې په ژوند کې یې ستونزې پیدا کېږي. حضرت مُحَمَّد ﷺ هم په دې اړه فرمایلي چې له خپل هم سویه سره واده وکړئ.

اسلام د برابرۍ دین دی، موږ ته خدایﷻ او د هغه رسولﷺ د دې اجازه راکړې چې د خپل ژوند د جوړولو لپاره ځان ته یو کس وټاکو، خو په دې شرط چې دا کس اسلام او شریعت په اصولو برابر کس وي.

Related Articles

خپل مسوولیتونه درک کړئ

تاسو چې په خپل ژوند کې څه ډول مقام لرئ، یا څه ډول یاستئ، دا هرڅه تاسو په خپله ترسره او مسوول يې يواځې تاسو یاستئ. ستاسو نننی ژوند ستاسو د تېرو خیالاتو او عمل پایله ده، ستاسو خیالات او احساسات ستاسو په واک کې دي، څه ډول کار ترې اخلئ، پرېکړه یې هم په خپله ترسره کړئ. تاسو چې څه ډول سوچ یا فکر لرئ، خو مسوول يې تاسو یاستئ، د بریالیو او ناکامو خلکو ترم...

خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره درې مهم ټکي

هر انسان په خپل ژوند کې ګڼ شمېر هیلې او آرمانونه لري. چې غواړي ورته رسېږي، همدوی دې آرمانونو ته په نیکه سترګه ګوري، او وایې چې زموږ د ژوند سوکالۍ او پرمختګ په همدې هیلو کې نغښتې دي، د ځینو هیلې او آرمانونه متاسفانه یوازې فکرونه او خیالونه پاتې کېږي او بس؛ خو ځینې بیا خپلو هیلو او آرمانونو ته د عمل جامې ور په تن کوي، په دې لیکنه کې موږ په لومړي ډله...

انساني فطرت: شریر دی که همکار؟

لیکوال: ابراهیم شینواری لومړۍ برخه انسان له خپل پیدایښت څخه تر اوسنۍ زمانې پورې ستر پرمختګونه کړي دي، خو په دې اوږده سفر کې یې له یو بل سره همکاري او دښمني دواړه ښودلي دي. هغه نه یوازې د پرمختګ په لور قدم ایښی، بلکې په جګړو، اختلافونو، او ویجاړیو کې یې هم برخه اخیستې ده. په دې لیکنه کې به د تاریخ، بیولوژۍ، نیوروساینس، فزیک، ارواپوهنې، انسانپوهنې،...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...