To start downloading books

Please sign in or create an account.

د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د ژمي په سړه هوا کې به فکر کوئ، چې تاسو په یوه یخه سیمه کې ژوند کوئ؛ خو که ددې ځایونو په اړه پوه شئ، پخپلې سیمې به شکر وباسئ. تاسو به په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو یخو سیمې وپېژنئ.  

یخې سیمې  

په یاد ولرئ، چې په نړۍ کې تر دې یخې سیمې هم شته، چې موږ یې په لیکنه کې یادونه کوو. ددې لیکنې موضوع یوازې هغه یخې سیمې دي، چې انسانان پکې اوسېږي. په داسې حال کې چې تر دې سیمو نور يخ ځایونه هم شته، چرته چې انسانان ژوند نه شي کولای.  په هر حال؛ د ځينو هغو یخو ځايونو نومونه، چې انسانان پکې اوسېږي، په دې ډول دي:  

لومړی| اویمیاکُن

دا کلی د روسیې په سایبیریايي جغرافیه کې موقعیت لري، چې د شمالي قطب له دایرې څخه یوازې څو سوه کیلومټره لرې پروت دی. د اویمیاکُن "Oymyakon" کلي د اوسېدونکو شمېر شاوخوا پنځه سوه (۵۰۰) تنو ته رسېږي. د نفوسو له کم شمېر څخه معلومېږي، چې د یخې هوا له کبله اکثره وګړي یې نورو سیمو ته کډه کېږي. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن د سانتي ګراد منفي پنځوسو درجو ته رسېږي. تر ټولو سړه هوا یې په "۱۹۳۳ز" کال کې ثبت شوې ده، چې منفي ۶۷.۷ درجو ته رسېدله.  د سیمې اوسيدونکي خپل موټرونه په ځانګړو خونو کې ساتي، چې د موټرو ګرم ساتلو لپاره پکې خاص ماشینونه لګېدلي دي. دوی عینکې هم نه په سترګو کوي، ځکه چې د یخې هوا له کبله یې بېرته نه شي لري کولای. همدارنګه کرنه پکې صفر ته نږدې ده؛ نو ځکه خو تر ډېره له غوښو استفاده کوي.  

دویم| ورخویانسک

دا د نړۍ د دویمې یخې سیمې نوم دی، چې انسانان پکې ژوند کوي. جالبه دا چې دا کلی هم په روسیه کې موقعیت لري او له لومړۍ سیمې (اویمیاکُن) څخه لږه اندازه لرې پرته ده. ورخویانسک "Verkhoyansk" او اویمیاکُن د یخنۍ درجه اکثرا یو ډول وي او د لومړي مقام په ګټلو کې د یو بل رقیبان بلل کېږي. دې سیمې ته یوازې په ځانګړو الو کې سفر کېږي، چې د یخ له پاسه تللای شي. په اوړي کې هم د ورتګ لپاره باید له الوتکو استفاده وشي. ددې کلي د خلکو ژوند هم د لومړني کلي د خلکو په څېر دی. دوی تقریبا ټول ژمی پخپلو کوټو/کورونو کې تېروي. د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې به سیاسي مخالفین د تبعید کړای شوو خلکو په نوم همدې سیمې ته استول کېدل. نو له همدې امله اکثره وګړي یې د تبعید شوو خلکو اولادونه دي. ددې کلي جمعیت شاوخوا ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي.  

درېيم| سنَګ

د کاناډا په یوکون کې د الاسکا لویې لارې ترڅنګ د سنَګ "Snag" په نوم یو کوچنی کلی آباد دی. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن تر منفي شپېته درجو هم رسېږي. د یخنۍ تر ټولو ټيټه درجه پکې په ۱۹۴۷ز کال کې ثبت شوې ده، چې د سانتي ګراد منفي دري شپېته (-۶۳) درجې وه. ددي کلي اوسېدونکي هم په ژمي کې ډېر کم له خپلو کورونو وځي او نور اکثرا پخپلو خونو/کورونو کې وخت تېروي.  

څلورم| اولانباتار

دا سیمه د نړۍ د یخو ځايونو په لیست کې څلورم مقام لري. په "۲۰۱۵ز" کال کې د مغولستان د پلازمینې په اولانباتار "Ulaanbaatar" سیمه کې د هوا درجه منفي ۴۱ ته ورسېده. که څه هم ددې ښار خلک له یخنۍ سره بلد دي؛ خو د هوا ککړتیا یې روغتيا ننګوي. په دې ښار کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه وګړي ژوند کوي. دوی ځانګړي کورونه جوړوي، چې  یورت "yurt" نومېږي او د ګرم ساتلو لپاره یې د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي.  

پنځم| قزاقستان

د قزاقستان هېواد پلازمینه د یخو سیمو په قطار کې پنځم ځای لري. د ژمي په اوږدو کې ددې ۸۰۰۰۰۰ نفوس لرونکي ښار یخه هوا د منفي ۳۰ او ۳۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ وي. دا ښار وچه آب و هوا لري او اوړی یې هم لږ څه ګرم وي. له دې ورهاخوا د چین هاربین، د کاناډا یلونایف "Yellowknife"، د روسیې یاکوتسک "Yakutsk" او ووستوک "Vostok" هغه سیمې دي، چې د یخو سیمو په لیست کې په ترتیب سره شپږم، اووم، اتم او نهم مقامونه لري.

Related Articles

د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه  

پـــوهـــــــــــندوى مـستعلى ( نيازي )  د ښوونې او روزنې پوهنځى استاد    د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه        لنډيز :    د لغمان نوم د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو ثبت شوي او د نړى  لويو فاتيحو لکه سکندر مقدونى ، گوډتيمور ، بابر او نور له دي سيمي څخه تير او هند ته رسيدلې  دي . دغه نوم  په تاريخى کتابونو کې د لمپاکا ، لمباتا ، لمقان او نور...

د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتوا او مفکورې څخه معلومېږي، چې سافو یوه ځيرکه او با تدبیره مېرمنه وه.  نوموړې د ځينو ستونزو له امله د...

د غوښې روغتيايي زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی دا سمه ده، چې غوښه ګڼې ورغتيايي ګټې لري. په خپل غذايي رژيم کې باید حتما غوښې ته ځای ورکړو؛ مګر په هر څه کې افراط او تفریط له ستونزو خالي نه وي. که ډېره غوښه خورئ پرته له شکه به ډېرې روغتيايي ستونزې هم تجربه کړئ. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې غوښه کومې روغتيايي ستونزې پېښولای شي.   د غ...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...