To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د ناروغیو په تشخیص کې د ناروغ پر بدن څرګندې شوي نښې نښانې خورا مهم نقش لوبوي. روغتیاپالان اکثراً د همدې علايمو پر مټ ناروغي تشخیصوي او د درملنې چارې پیلوي. دا علايم د بدن په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي. په لاسونو، پښو، سترګو، سر او يا د بدن په بل هر ځای کې اختلالات د ځينو ناروغيو ښودنه کوي. په دې ليکنه کې موږ يوازې هغه ناروغۍ درپېژنو چې د سترګو په مرسته تشخیص کېدای شي.  

د سترګو علایم

سترګه د بدن حساسه برخه ده. کله چې انسان پر ناروغيو اخته کېږي، د بدن په دې برخه کې بېلابېل علایم تر سترګو کېږی. دا نښې نښانې عادي ندي؛ بلکې د یوې ناروغۍ خبر راکوي. ځینې مهم یې پدې ډول دي:  

لومړی| د سترګو سوروالی

که ستاسو د سترګو سپين همېشه سور ښکاري، دا پدې معنا ده، چې تاسو الرژي لرئ. دا په حقیقت کې د الرژۍ له لومړنيو علايمو څخه ګڼل کېږي. کېدای شي تاسو له کومو خوړو او یا هم نورو څیزونو سره حساسیت ولرئ او له همدې امله به له دې ستونزې سره مخ یئ. په دې برخه کې توصيه دا ده، چې وړاندې له جدي کېدو یې درملنه وکړئ. تر څو له سختې ځورېدنې خلاص شئ.  

دویم| د وروځو رژېدنه

کله چې د کوم کس د ورځو ويښتان رژېږي، عادي یې مه ګڼئ. دا ستونزه تر ډېره په هغو ناروغانو کې لیدل کېږي، چې په تېروئید غده کې یې ستونزه وي. د داسې خلکو لپاره زموږ توصيه دا ده، چې باید ژر تر ژره دې ددې برخې له متخصص سره وويني.  

درېیم| د سترګو رنګ بدلېدل

په ځينو ناروغانو کې د سترګو رنګ تت کېږي او یا هم بدلېږي. ددې معنا دا ده، چې د سترګو داخلي سلولونه د شړېدو په حال کې دي. که ژر تر ژره یې درملنه و نه کړئ، شاید خطرناکې پایلې ولري او ډېر مو وځوروي.  

څلورم| ناڅاپي ړندېدنه

که ناڅاپه مو سترګو کار پرېښی وي، کېدای شي له مغزي سکتې سره مخ شوي یئ. دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي، چې د انسان مغزو ته وینه پوره و نه رسېږي او یا له بندښت سره مخ شي. دا سکته کولای شي د سترګو د کمزورۍ، ړندېدو او له منځه تللو سبب هم شي.  

پنځم| دانه

د سترګو په لاندينۍ برخه کې دانه ختل هم له خطره خالي نه ده. دا دانه چې په عامه اصطلاح یې "غولنه" بولي اکثرا عادي وي؛ خو کله ناکله په حقیقت کې سرطان وي او د سترګو د له منځته تللو سبب کېدای شي.  

شپږم| د سترګو ژېړوالی

که ستاسو د سترګو ژېړوالی ورځ تر بلې ډېرېږي؛ باید ژر تر ژره له روغتياپال سره ووينئ، تر څو د زېړي ناروغۍ معايناتو مو ترسره کړي. د سترګو ژېړوالی عادي مه ګڼئ. باید له ډاکټر سره ووينئ. له دې ټولو سره ـ سره ددې خطرناکو ناروغيو علایم هم په سترګو کې څرګندېدای شي.

  • شکر
  • ايډز
  • سرطان
Related Articles

دا کړنې مو د سترګو دید کمزوری کوي

ژباړه ـ ریاض مقامزی د انسان د بدن هر غړی د ځانګړي اهمیت او دندې درلودنکی وي. د سترګو په مرسته کولای شو چې نور خلک او اشیا ووینو. که چېرې د ساتنې په اړه یې بې غوره شو، لرې نه ده چې د لیدلو ځواک مو کمزوری شي او د شیانو له "نه لیدلو" یا "ضعیف لیدلو" به ځورېږو. ددې لپاره چې سترګې مو تر ډېره سالمې پاتې شي او ضعیفې نه شي؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ....

سُرخاب بند - لوګر

۱۷. د سُرخاب بند - لوګر:دا بند د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې پر سُرخاب سیند جوړ شوی. د ګوګل مپ انځورونو کې په ۳۴.۱۴۱۲۹۲ ، ۶۹.۲۲۰۲۷۲ د لیدو وړ دی. د دې سیند اوبه د لوګر له ختیځ غرونو سرچینه اخلي او په محمدآغه ولسوالۍ کې، د لوګر اصلي سیند چې کابل ته بهېږي له رسېدو مخکې خلاصېږي. د بند د جوړولو چارې لومړی د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال (۱۹۲۰) پیل شوې...

د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین

د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین ژوند د اصولو او قوانینو پر چوکاټ کې برابر او د دوی پر تطبیق ښه ښکاري، دا ټول قوانین چې اسلام او د بشر په لاس جوړ شوي دي یوازینی هدف یې په ټولنه کې عدالت، ثبات، امنیت او د هوسا او سولییز ژوند رامنځ ته کول او پرمختګ دی. په دوی کې ځینې داسې قوانین دي چې د بشر له خوانه ندي رامنځ ته شوي، بلکې د طبعیت قوانین دي، که څ...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...