To start downloading books

Please sign in or create an account.

د باچا خبرې

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژندل شي او ځینې مهمې ویناوې یې هم چمتو شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پایه د باچاخان مهمې ویناوې ولولئ او یو څه به ترې زده کړئ.  

پېژندنه

د نوموړي خپل نوم عبدالغفار خان و؛ خو د ښه شخصیت له کبله یې په ولس کې د "باچاخان" په نوم شهرت درلود او د "فخر افغان" لقب یې هم ترلاسه کړی دی. باچاخان په "۱۸۹۰ز" کال کې زېږېدلی. اصلا د کوزې پښتونخوا د چارسدې له اتمانزو کلي سره تعلق لري، چې له ګڼو سیاسي او ټولنیزو مبارزو وروسته د "۱۹۸۸ز" کال د جنورۍ په شلمه نېټه یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. له وصیت سره سم یې جنازه له پېښور څخه جلال آباد ته راوړل شوه او همدلته خاورو ته وسپارل شو.  باچاخان په افغانانو/پښتنو کې د عدم تشدد د فلسفې سرلاری و. ددې فلسفې موخه دا ده، چې مبارزې لپاره دې د زور، جبر، جنګ او ټوپک پر ځای له خبرو، قلم او نورو هغو لارو چارو څخه ګټه واخيستل شي، چې تاوتریخوالی نه رامنځته کوي. باچاخان په شعوري توګه د پښتنو/افغانانو د پوهولو هڅه کوله. نوموړي د زده کړو د اهمیت په اړه هم خورا ښه نظر درلود او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم طرفدار و. هغه پوهېده چې هر تغییر باید له ځانه پیل شي؛ نو ځکه خو یې خپل اولادونه (نجونې/هلکان) ښوونځي کې شامل کړل ترڅو نور پښتانه هم ترې تقلید وکړي. همدارنګه ازاد ښوونځي هم جوړ کړل. دا داسې وخت و، چې ښوونځی د کفر ځای ګڼل کېده؛ مګر باچاخان دا خطر ومانه. ځکه چې هغه پوهېده پرته له تعلیمه به پښتانه تل له پرمختګ څخه بې برخې پاتې شي.  دی شتمن/خان و او د نوموړي شاوخوا پښتنو خانانو به کار کول شرم باله. خو باچاخان ددې فکر خلاف و، نو ځکه خو یې خپله د عادي وګړو په څېر کار کاوه؛ ترڅو نور خانان هم کار کولو ته وهڅېږي. هغه د عمل سړی و او هر کار یې په عمل کې ثابتوه.  همدارنګه د خدایي خدمتګارانو خوځښت یې رامنځته کړ. تر څو د تعلیم، ټولنیز بدلون او عدم تشدد لپاره په پوره قوت او مینې کار وکړي. باچاخان په بېلابېلو برخو کې مبارزې وکړې او نږدې ټول عمر یې په مبارزه کې تېره کړه ترڅو پښتانه د نوې نړۍ پر رموزو او د بریا پر لارو چارو وپوهوي. د پښتنو اتفاق/اتحاد، باسواده کېدل، پرمختګ او د نړۍ له نورو قومونو سره یې سيال کېدل لویې هیلې وې. روح یې ښاد یاد یې تلپاتې!  

د باچا خبرې

  • زما په څېر پښتون یا مسلمان ته د د عدم تشدد د فلسفې پلي کول د حیرانتیا خبره نده. دا خو څوارلس سوه کاله پخوا محمد ص تل په مکه کې تطبیق کړې.
  • اسلام په رښتیني معنا د عمل، باور، عقیدې او مینې نوم دی.
  • هغه راز چې انسان خوشحاله ساتي، د نورو لپاره کار کول دي. (له نورو سره مرسته) 
  • جنګ د انساني فکر د ناکامۍ لوی ثبوت دی.
  • ښځه او نارینه لکه د ګاډۍ دوه ټيرونه، بې له یو بله تګ نه شي کولی.
  • که د یوې ټولنې متمدنوالی معلوموئ؛ نو دې ته وګورئ چې له ښځو سره څه ډول چلند کوي.
  • ما مې مېرمنې ته ويلي وو، که زه تر تا مخکې مړ شوم او ته ځوانه وې؛ نو حتما بل واده وکړه.
  • مړه ملتونه خپل اتلان په مړینه او ژوندي یې په ژوندوني ستايي.
  • په کورنیو کارونو کې ښځې او سړیان په برابره توګه وروزئ. د کورنۍ پر وړاندې دواړه برابر مسول او شریک دي.
  • زه خدایي خدمتګار یم او له انسان سره تبعیض راته ګناه ښکاري.
Related Articles

په موبایل کې د غږېدا اړوند مهمې لارښوونې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنیز ژوند کې د هرې چارې د ترسره کولو لپاره ځانګړي نزاکتونه او تګلارې وي. ددې آدابو موخه دا وي، چې کارونه په ښه شکل مخ ته لاړ شي او نورو ته د سرخوږي، مزاحمت او بې ادبۍ سبب نه شي. له همدې امله باید د موبایل کارولو لپاره هم ځينې لارښوونې په پام کې ونیسو ترڅو دا چاره په ښه او عالي شکل ترسره کړو. که موبایل کاروئ/غږېږئ دا ټکي تل...

په دې کړنو سره خپل هاضمي سيستم سالم وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د هاضمي سیستم فعالیت ته په پام سره هېڅوک ددې دستګاه پر اهميت سترګې نه شي پټولی. د بدن د نورو اکثرو برخو روغتيا د معدې او د هاضمۍ سیستم له روغتيا سره تړلې ده. یعنې که تاسو د معدې تکلیف پيدا کړئ نو لرې نه ده، چې په ډېرې چټکۍ سره پر ځينو نورو ناروغيو هم اخته شئ. له همدې امله مو اړينه وګڼله، چې تاسو ته په دې اړه لازمې لارښوونې ولرو...

ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ايکس  کروموسوم   نن په يونيورسټۍ کښې ننګيال د خپلي پي ايچ ډي د مقالے دفاع کوله . د ننګيال د مقالے عنوان د ماشومانو په پيدائش کښې د ايکس او وائي کروموسوم په  کردار بحث کول وو ننګيال چي خپله مقاله واوروله نو په ھال کښې موجود زده کونکو او نورو استاذانو په دغه اړه مختلف سوالونه اوکړل - ننګيال د دغه سوالونو په ډيره ښه طريقه جوابونه ورکړل    په اخير...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...