To start downloading books

Please sign in or create an account.

د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

تاسو به هم خبر شوي یئ، چې د ګران وطن د نجونو روباټيک ټيم د نړۍ په کچه د "۸۸" هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړی. په حقیقت کې دا زموږ هېواد او هر هېوادوال لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره ده. خو دا نجوني څوک دي؟ کومې لاسته راوړنې لري؟ او ورته نورې پوښتنې مو پدې لیکنه کې ځوابېږي.  

د افغان نجونو تازه ویاړ

د پیاوړو نجونو هغه ډلګۍ چې تل یې د خپل وطن نوم لوړ ساتلی او خپلو هېوادوالو ته یې وياړونه ور په برخه کړي، یو ځل بیا د علم په ډګر کې ځلېدلې ده. دوی د روباټ جوړونې په یوه سیالۍ کې دویم مقام ترلاسه کړی چې د "۸۸" هېوادونو ټیمونو پکې ګډون درلود. دوی داسې ځيرک روباټ جوړ کړی، چې د ټرافیکو مدیریت ترسره کړي. دا اله ددې وړتیا هم لري چې د وسایطو تګ راتګ محاسبه کړي. باید ووایو، چې دا مسابقه په انلاين بڼه د اروپايي، اسیايي او امریکايي روباټ جوړونکو ترمنځ پیل شوې وه، چې له نېکه مرغه د افغانو نجونو وړتیا دوی وځلولې.  

د افغان نجونو روباټيک ټيم

دا ډلګۍ اوسمهال شاوخوا شل تنه غړي لري، چې پر هېواد د ت.البانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل وطن پرېښی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې استوګنه غوره کړې. د روباټ جوړونکو دا ډله په "۲۰۱۷ز" کال کې د "ډیجیټل سیټیزن فنډ بسنټ" لخوا په هرات ولایت کې جوړه شوه او ډېر ژر یې نړېوال شهرت ترلاسه کړ.  

په هېواد کې د کرونا څپې د پراخیتا پر مهال یې د مصنوعي تنفس الې هم جوړې کړې وې. ددې ټيم له جوړېدو تر اوسه دوی شاوخوا دولس روباټونه طرحه کړي. روباټ داسې ماشيني الې وي، چې د مصنوعي ذکاوت په مرسته هغه کارونه کولای شي، کوم چې انسانانو پورې ځانګړې وي.

ددې ډلې په اړه بله په زړه پورې خبره دا ده، چې ددوی اکثریت غړي له شلو کالو کم عمر لري. دا پدې معنا ده، چې افغانې نجونې خورا پياوړې او ځیرکې دي.

دا پداسې حال کې ده، چې د په هېواد دننه د ګڼو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي؛ خو ت.البانو ژمنه کړې چې د نوي کال په پیل سره به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي. په همدې هيله!

Related Articles

لرغوني ځایونه، چهل زینه

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ چهل زینه کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل موقعیت په خاطر د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ د جنګ میدان ګرځېدلی دی، خو له نېکه مرغه زموږ غیرتي خلکو پردیو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې زموږ د ګران هېواد افغانستان دا با ارزښته برخه زموږ له نور هېواد څخه جلا کړي، تل یې د دې ځای د بیا نیول...

د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

انار یو له مشهورو ميوو څخه ده، چې د نړۍ په ګوټـ ګوټ کې خپل مينوال لري. د ځانګړي خوند سره ـ سره ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. په دې لیکنه کې به یې تاسو پر ځينو ګټو وپوهېږئ.  ۱. له ويټامينونو ډکه مېوه ده "۱۷۵" ګرامه انار ويټامين سي ته د انسان اړتيا ۳۰% پوره کوي. همدارنګه ويتامين K ته یې اړتيا ۳۶ سلنه بشپړوي. له ده ور هاخوا په کافي اندازه اسیدفوليک او پوت...

په غربي هیوادونو کې ژوند ستړیا، ستونزې که سکون

په هیواد کې د جمهوریت د سقوط‌ سره سم افغانان په ځانګړې توګه لوستې طبقه د خپل سر او مال د خوندیتوب په پار د هیواد پرېښودلو او په بېګانه ملکونو کې د مهاجر او مسافر په توګه مېشت کېدلو ته مجبورل شول، ځینې یې پاکستان او ایران ته ولاړل،‌ ځینو یې په بحر او ځنګلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ،‌او له کم شمېر وګړو سره چانس یاري وکړه چې تر امریکا، کاناډا او اروپ...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....