To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟

څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

آرام او صبرناک اوسېدل ستاسو د ښه شخصیت نمایندګي کوي او پدې توګه به د خلکو ترمنځ ډېر محبوب هم شئ؛ خو ډېر کم خلک پر دې پوهېږي، چې څنګه یو آرام شخصیت ولري او د ډېرو جدي مسایلو په اړه له زغم څخه کار واخلي. په دې لیکنه پر همدې موضوع خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شئ باحوصله، صبرناک او آرام شخصیت ولرئ.  

لومړی| د احساساتو پر ځای په فکر سره غبرګون وښيئ!

کله چې تاسو ته یو څوک ستغه خبره کوي او یا هم په داسې الفاظو مو یاد کړي، چې ستاسو توهين پکې شوی وي؛ تاسو هم ورته عمل مه کوئ!  که تاسو پرته له فکره ورته خبرې ورته وکړې نو ستاسو او د مقابل لوري فرق په څه شي کې دی؟ معلومه خبره ده، چې دواړه په یوه کټګورۍ کې راځئ. که څه هم په داسې شرایطو کې چټک او توند غبرګون د انسانانو طبیعي ځانګړنه ده؛ خو د آرام شخصیت لرونکي کسان پر دې انساني خصلت برلاسي وي او هېڅکله د بدو ځواب په بدو نه ورکوي.  

دویم| تل مُسک اوسئ!

مُسکا ستاسو د ظاهرې ښکلا جوړولو ترڅنګ ستاسو احساسات هم کنټرولوي. څېړنو ښودلې ده، چې مسک خلک تل د فکر په مرسته پرېکړې کوي. دوی تر ډېر پر خپلو احساساتو برلاسي وي او اکثرا خپل احساسات ځپي او پر ځای یې د تفکر لاره غوره کوي. نو که تاسو هم غواړئ آرام او سنجیده اوسئ مسکا خپل همېشنی عادت وګرځوئ.  

درېيم| ښه اورېدونکي اوسئ!

اکثریت خلک د مقابل لوري د خبرو پر مهال هغه/هغې ته په پوره ډول غوږ نه نیسي؛ بلکې د خپل ځواب په برابرولو بوخت وي. دا کار ډېر ناسم دی. تاسو باید تل ښه اورېدونکي اوسئ. کله چې د مقابل لوري خبرې مې سمې واورېدې نو ځواب ورکول آسانېږي او په عالي شکل به ځواب هم ورکوئ. نو ویلای شو، چې د آرامو او سنجیده خلکو بله ځانګړنه دا وي، چې دوی ښه اورېدونکي وي. تاسو هم ښه اورېدونکي شئ تر څو شخصیتي تکامل ته ورسېږئ.  

څلورم| کم وغږېږئ!

آرام او سنجیده خلک ډېر کم غږېږي؛ خو خورا سمې خبرې کوي. که تاسو هم په کوم مجلس کې ناست یئ او له تاسو څخه د یوې موضوع په اړه نه وي پوښتل شوي؛ نو پخپله خبرو ته مه وردانګئ بلکې پوره متوجه شئ او موضوع سمه هضم کړئ. پدې توګه به تاسو د خبرو لپاره ډېر څه ولرئ. البته که د خبرو غوښتنه درڅخه وشي. خو که پوهېږئ چې ستاسو خبرې مهمې او اړینې دي، بیا نو په خورا درنښت د خبرو اجازه واخلئ او خپلې خبرې وکړئ.  

پنځم| مطالعه کوئ!

شاید تاسو ته د حيرانۍ خبره وي، چې مطالعه څنګه د شخصيت په آرامۍ کې مهمه ده؛ خو دا یو حقیقت دی، چې مطالعه له تاسو سره ډېره مرسته کوي ترڅو احساسات مو پخپل اختیار کې وساتئ. که غواړئ آرام، سنجیده او معقول فکر ولرئ مطالعه خپل همېشنی عادت وګرځوئ.  

شپږم| ومنئ چې چوپتيا ستاسو په ګټه ده

وايي خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. که تل یې خلاصوئ او ډېرې خبرې پرې کوئ؛ نو پرته له شکه بلا ده؛ خو که چوپ یې وساتئ نو ډېر به خوښ یئ. دا پدې معنا نده، چې تاسو دې بېخي مه غږېږئ؛ خو پدې معنا حتما ده، چې هېڅکله له اړتیا پرته مه غږېږئ.

Related Articles

ویښوونکې جملې!

ټولونه ـ ریاض مقامزی  پدې ليکنه کې به داسې جملې/ويناوې ولولئ، چې د نړۍ د نوموتو ليکوالو پورې اړوندېږي او ستاسو په ژوند، فکر او رفتار کې مثبت تغییر راوستلای شي. • څوک چې غرونه بېځايه کوي، د کوچنیو ډبرو له پورته کولو پیل کوي. (فاکنر) • وياړ د وينو په تويولو کې نه دی؛ بلکې د اوښکو په وچولو کې دی. (بایرون) • که ظالم د یوې ګوتې په اندازه تجاوز ته پ...

نبوي مسجد

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، مسجد نبوي   د ټولو مسلمانو لومړی ښوونځی جومات او لومړی ښوونکی ملا دی.  ټول مسلمانان خپل اولادونه له څلور یا پینځه کلنۍ وروسته د قرانکریم او نورو دیني زدکړو لپاره جوماتونو ته لېږي. زموږ لپاره له همغې ماشومتوب څخه جومات یو سپېڅلی او غوره ځای دی.  د مسلمانانو تر ټولو لوی او زاړه جوماتونه چې زموږ په تاریخ کې ډېر ارزښ...

د ګاندي لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی نړۍ ته ډېر انسانان راځي، د ځينو فکر یوازې تر خپل ځانه محدود وي او ځينې نور بیا د خپلې خاورې او یا هم د ټولې نړۍ د آرامۍ او سوکالۍ فکر لري. کتابتون ویبسايټ د همداسې نوموتو څېرو د پېژندنې لړۍ پیل کړې ده. د نړۍ نوموتو څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به تاسو دا ځل د هند د آزادي غوښتونکو مشر "ګاندي" وپېژنئ.   ګاندي څوک و؟ د هند د آزادي...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...