To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,244
د اینګین اکیورک پېژندنه

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري

د اینګین اکیورک پېژندنه

 

د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپرېدلې او ډېر مينه وال یې پیدا کړي وو. 

موږ په نننۍ لیکنه کې د اینګین اکیورک په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که غواړئ چې د اینګین له شخصي ژوند، سینمایي سفر او بریاوو څخه خبر شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ! 

د اینګین اکیورک زیږېدنه او کورنۍ 

 اینګین اکیورک په ۱۹۸۱ م کال د اکټوبر پر ۱۲ مه ڼېټه د ترکیې په انقره ښار کې زېږدلی دی.

 پلار یې د دولت کارکوونکی و او مور یې د کور ښځه وه یعنې کومه ځانګړې دنده یې نه درلودله.

یو ورور لري چې نوم یې ارن دی.

د اینګین ونه ۱۸۷ سانټي مېټره ده.

 شتمني یې تر یو میلیون ډالرو پورې اټکل شوې ده.

زده کړې!

اینګین په ۲۰۰۲ م کال کې د تاریخ له پوهنځي څخه د لسانس په کچه فارغ شوی دی.

هغه وروسته له فراغت څخه خیریه کارونو ته مخه کړه لکه، د ترکیې د زلزلې له زیانمنو کسانو سره بع یې مرسته کوله.

 اینګین له فراغت څخه دوه کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۴ م کې د ترکیې د ستورو د استعدادونو پیدا کولو په نوم په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او په پای کې اینګین د ترکیې د غوره نارینه اداکار جایزه وګټله.

 

 په سینما کې د اینګین بریاوې

اینګین اکیورک د ترکیې د سینمایي ستورو په خپرونه کې له ګډون څخه وروسته ډېر ژر د خلکو په منځ کې مشهور شو او د {بهرنی زوم} په ډرامه کې د کار کولو وړاندیز ورته وشو. یاده ډرامه د ۲۰۰۴ م ــ ۲۰۰۷ م کلونو ترمنځ جوړه شوه.

اینګین په ۲۰۰۶ م کې د برخلیک په نامه فلم کې د لومړي ځل لپاره کار وکړ او د همدې فلم په واسطه یې دوې نورې جایزې هم تر لاسته کړې.

اکیورک ته په ۲۰۰۸ م کال (که یوه ورېځ وای) ډرامه کې د لومړي ځل لپاره مرکزي رول ورکړل شو.

 وروسته بیا د فاطمه ګل ګناه څه ده؟ په ډرامه کې چې په افغانستان کې د فاطمه ګل په نامه خپرېدله هم  مرکزي رول ورکړل شو.

له هغې وروسته اینګین د کاراپاراـ اوښکې په ډرامه کې له توبا بیوک اوستون او ایکو کارایال سره یو ځای کار وکړ دغه ډرامه په ۱۴۸ هېوادونو کې د ډېر پلورل کېدونکو ترکي ډرامو په ډله کې وشمېرل شوه.

اینګین په یاده ډرامه کې له کار کولو وروسته د ۲۰۱۵ م کال کې د غوره اداکار جایزه وګټله.

اینګین اکیورک لا واده نه دی کړی او مجرد دی.

د اینګین تر ټولو نوې ډرامه د خلاصون ده چې په ۲۰۱۷ م کال کې خپره شوه او له فخریې اوجن سره یې پکې رول لوبولی دی.

اینګین اکیورک په ۲۰۱۶ م کال کې د  نړۍ د ښه ذوق لرونکي نارینه جایزه هم تر لاسه کړه.

Related Articles

څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی آيا پوهېدئ چې له هرو لسو تنو یې یو د عمر په اوږدو کې د پښتورګو له کاڼي ځورېږي؟ وروستۍ څېړنې ښيي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بډوډو (پښتورګو) د تیږې ناروغي مخ په زیاتېدو ده. شنونکي ځينې غیر علمي باورونه او رواجونه ددې ناروغۍ د ډېرښت اساسي علت بولي. د پښتورګو ملي بنسټ (National Kidney Foundation) د بډوډو د ناروغیو له متخصص ډاکټ...

د نری رنځ ضد درمل

Anti TB Drugs ‎د نری رنز ضد درمل 1 Rifampacinد نری رنز په درملنه کی کارول کیژی‏(دکارونی اندازه)‏۱۰-۲۰ملی گرامه دی دبدن په هر کیلو گرام وزن باندی وکارول شی‏(نه کارونه)دپحتورگو یا زیگرپه ناروغیو کی اوله درملو سره دحساسیت په مهال نه کارول کیژی2 Isoniazedدنری رنز او دیر اوگد توخی په درملنه کی کارول کیژی د دی درملو دکارونی اندازه او نه کارونه دRifampac...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی په دې ليکنه کې د لامارتين (Lamartine) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ. نوموړی د فرانسې د لوی ليکوال، سياستوال او شاعر وو. ۱ـ “تر ټولو نږدې شی مرګ دی او تر ټولو لرې هيلې او اميدونه دي.” انسان د خپل عجيب خاصيت له مخې تل خپل نږدې شيان هېروي او د خيال پر مټ ډېرو لرو څيزونو ته فکر کوي. مګر لامارتين انسان دې ته متوجه کوي، چې پام و...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....