د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!
1,275
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-03-08 06:19:12
ژباړه ـ ریاض مقامزی
تاسو به هم لیدلي وي، چې د ځينو خلکو د سترګو شاوخوا تورې حلقې پیدا شوې وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا حلقې ولې پیدا کېږي!؟ لاملونه یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه یې څنګه کولای شو!؟ موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې، تر څو همدا پوښتنې مو ځواب کړو.
د سترګو شاوخوا حلقې
سیوري ته ورته دا حلقې د بېلابېلو عواملو له کبله پیدا کېږي او د پوستکي رنګ ته په کتو مختلف تت/تېز تور، قهوه یي، اسماني، بانجاني او ځینې نور رنګونه خپلوي. په ډېرو لږو مواردو کې دا حلقې د جدي روغتيايي ستونزو خبرداری له ځان سره لري، په نورو عادي پېښو کې شاید انسانان د خپلې ښکلا له کبله ترې وځورېږي. کله ناکله په غذايي رژيم او د ژوند په طرز کې د تغییر له کبله دا ستونزه حل کېدای شي او ځینې وختونه بیا درملنې ته اړتیا لري.
لاملونه
اکثریت خلک فکر کوي، چې د سترګو شاوخوا تورې حلقې د ډېرې ستړیا او بې خوبۍ له کبله پیدا کېږي. که څه هم دا یې لاملونه کېدای شي؛ خو ځينې نور علتونه هم شته، چې پدې ډول دي:
- الرژي
- هایپرپیگمنتیشن (کله چې په بدن کې ملانین ډېر ترشح شي.)
- کم خوب او یا غیر مناسب خوب کول
- د سترګو شاوخوا د موجود غوړو کمښت
- د پوستکي کمزوري
- د اوسپنې د کمښت له وجهې د وینې کموالی
- د سترګو مږل؛ البته که دا کار پر له پسې تکرار شي.
- د لمر تر وړانګو لاندې ډېر کار کول
- سیګرټ څکول
- د عمر ډېرښت
- ارثي او جنيټيکي عوامل
- په بدن کې د اوبو کمښت
- تېروئيدي ناروغۍ او ځينې نور
مخینوی
که غواړئ د سترګو شاوخوا مو تورې حلقې پیدا نه شي؛ نو له پورته مواردو څخه ځان وساتئ؛ خو که له وړاندې مو په سترګو کې تورې حلقې پیدا شوې وي؛ نو تاسو تر هرڅه لومړی باید هڅه وکړئ د خپلو سترګو شاوخوا ته د تورو حلقو د پیدا کېدو اصلي علت معلوم کړئ. په دویم قدم کې له هماغه کار څخه ځان وساتئ چې ستاسو ددې ستونزې د پیدا کېدو اصلي لامل دی. پدې توګه تاسو کولای شئ له یادې ستونزې خلاص شئ.
درملنه
د طبي درملنې په برخه کې باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ خو کولای شئ له دې اسانه کورنيو درملو څخه هم ګټه واخلئ.
- د بادرنګو څو ګردې ټوټې را واخلئ او پر سترګو یې کېږدئ او دا کار مسلسل څو اونۍ تکرار کړئ. پدې توګه به مو د سترګو شاوخوا تورې حلقې ورکې شي.
- د پورته طريقې په څېر له الوګانو څخه هم ګټه اخيستلای شئ او ډېر امکان یې شته، چې ستونزه مو حل شي.
- ګلاب د التهاب ضد خاصیت لري، چې د نرمۍ او تازه والي سبب کېږي. د ګلاب پاڼې لږې لمدې کړئ، پر سترګو یې کېږدئ او ویده شئ. تر یوې میاشتې دا کار تکرار کړئ نو د سترګو شاوخوا تورې حلقې مو ورکې کېږي.