To start downloading books

Please sign in or create an account.

آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟

آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي؛ مګر کله ناکله دا یوه ناروغي بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې لرو.  

ډېر خواړه خوړل رواني ناروغي ده؟

لکه څنګه چې پوهېږو ټول انسانان ددې لپاره چې انرژي ترلاسه کړي او ژوندي پاتې شي، خوړو ته اړتیا لري. مګر که انسان له معقول دلیل پرته تل ډېر خواړه خوري نو باید د خپلې ناروغۍ غم وکړي. پوښتنه دا ده، چې څه ډول ډېر خواړه رواني ناروغي بللې شو؟ که لاندې علایم لرئ، نو پرته له شکه د پُرخورۍ (ډېرخوراک) رواني ستونزه لرئ.

  • همېشه خوله د یو څه په خوړلو بوخت ساتل
  • له هرو دوو ساعتونو په کمه موده کې یو څه خوړل
  • تر هغې خواړه خوړل، چې د زړه بدوالی حس کوئ
  • پرته له لوږې هم خواړه خوړل
  • له عادي حالت څخه په تېزۍ ډوډۍ خوړل
  • یوازې ډوډۍ خوړل، له دې کبله چې په ګډه ډوډۍ خوړلو کې شرمېږئ
  • د خوړو پر وخت د ګناه او له ځانه نفرت احساس
  • د خوړو پر بس کولو واک نه درلودل

که تاسو هم پورتنۍ نښې نښانې لرئ نو هڅه وکړئ چې پخپله یې حل کړئ. ځکه چې اکثره رواني ناروغۍ په قوي ارادې سره خپله ناروغ معالجه کولای شئ؛ خو که بریالي نه شوئ نو له یو روانپوه سره مشورئ وکړئ ترڅو لازمې لارښوونې یې ترلاسه کړئ. 

دا ناروغي څه وخت پیدا کېږي؟

د رواني ناروغيو یوه ځانګړنه دا ده، چې د اکثرو د ظهور وختونه معلوم وي. د “ډېر خوراک” رواني ستونزې د پیدا کېدو وخت هم تقریبا معلوم دی. متخصصین پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ د پیدا کېدو اصلي وخت د شل کلنۍ لومړي وختونه دي. مګر دا هم باید هېره نه کړو، چې د عمر په نورو پړواونو کې هم پېښېدای شي. د مودې په اړه یې ارواپوهان بېلابېلې نظریې لري. مګر دقیقه خبره دا ده، چې دا ناروغي له میاشتو نيولې ترڅو کلونو هم دوام کولای شي. آن په داسې توګه چې ناروغ به پر خپلې ناروغۍ خبر هم نه وي. 

ولې پر دې ناروغۍ اخته کېږو؟

له هر څه وړاندې باید پر دې پوه اوسو چې د نږدې ټولو رواني ناروغیو لامل یو نه وي. په همدې توګه د رواني ناروغيو لاملونه هم ډېر دي. چې ځينې یې عبارت دي له:

  1. جینيټکي لاملونه
  2. په مغزور کې داخلي تغیرات
  3. ستونزې او مشکلات
  4. جنسیت
  5. د بدن اندازه
  6. د خپل ځان په اړه ناسم تصور درلودل
  7. افراطیت
  8. کله چې د انسان عاطفه ضربه وخوري 

زیانونه

دا خو جوته خبره ده، چې هره ناروغي ځینې زیانونه هم خطرات هم لري. د “ډير خوراک” ناروغۍ په دوو برخو “جسم او روان” کې څرګندېدای شي. عمده زیانونه یې عبارت دي له:

  • د وزن ډېرښت
  • د معدې خرابوالی
  • شکر
  • سرطان
  • د خوب ګډوډي
  • مغزي او قلبي سکته
  • د عضلو درد
  • بد اخلاقه کېدل  

په یاد ولرئ!

د رواني ناروغيو په برخه کې تشویش او اندېښنه کول د ناروغۍ کچه لا پسې ډېروي. نو که تاسو یاده ستونزه لرئ، مه وارخطا کېږئ. یوازې ستاسو قوي عزم او اراده کولای شي په ډېر لنډ وخت کې مو ستونزه حل کړي. ددې پر ځای چې اندېښنه وکړئ لاس په کار شئ او د خپل ځان علاج وکړئ. خو که بریالي نه شوئ، له روانپوه سره مشوره کولای شئ.

Related Articles

هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

د هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړونلیکوال: خان محمد تکل موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسولیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوبه له پولې وتونکې  (بیرون مرزي) دي. په داسې حالاتو کې یوه کوچنۍ تېروتنه موږ له لوی بحران کې راګیرولی...

سرحوض بند - فاریاب

۱۶.  د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا اوږدوالی لري. د اوبو زېرمه یې ۴۰ میلیون مترمکعبه ښودل شوې (ممکن صحیح نه وي. نوټ: صحیح یې ٥ میلیونه ده...

د زیتون بانو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پښتني ټولنه کې چې د ښځو پر وړاندې ګڼ شمېر ننګونې موجودې دي، د یوې مېرمنې دومره شهرت یوازې او یوازې د ډېر زحمت او جرأت پایله کېدای شي. آغلې بانو د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر داستاني آثار وپنځول او د یوې لوستې پښتنې مېرمنې په توګه یې خپل مسولیت ادا کړ. د نوموړې په مړینې سره د پښتو ادب یوه سرشاره چینه وچه شوه. په دې لیکنه کې...

Recommended Articles

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...