لیکنه ـ ریاض مقامزی
کله چې په نړېوالو ادبیاتو کې د لنډو کیسو نوم اورو؛ نو ورسره سم د او.هینري نوم هم د یادولو وړ ګرځي. پدې لیکنه کې به تاسو د نوموړي د ژوند او فن په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.
پېژندنه
او.هنري "O. Henery" امريکايی لیکوال دی، چې په "۱۸۶۲ز" کال کې یې د امریکا په ګرینزپور په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ددې لیکوال خپل نوم "ویلیام سیدني" دی؛ خو په "او.هینري" مستعار نوم یې شهرت موندلای او په همدې نامه پېژندل کېږي. کله چې پنځلس کلن شو، زدکړې یې پرېښودې او د خپل پلار په درملتون کې یې کار پیل کړ؛ خو له مطالعې سره یې زياته لېوالتیا لرله او تل به یې داستاني آثار لوستل. په شل کلنۍ کې تیګزاس ته ولاړ او هلته یې د کار ترڅنګ تر یوه بریده هسپانوي، فرانسوي او الماني ژبې هم زده کړې. د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې. تر دې چې د ژوند وروستي کلونو یې فقط ليکوالۍ ته وقف کړل. پدې لړ کې یې ډېرې ښې ادبي پنځونې وکړې. مشهور آثار یې عبارت دي له: د ښار غږ، د لویدیځ زړه، څلور میلیونه، د برخليک لارې او ځينې نور.... نوموړی لا ډېر زوړ نه و؛ خو نري رنځ ناروغۍ وځاپه او په "۱۹۱۰ز" کال کې د اته څلوېښت کلونو په عمر ومړ.
نور مهم معلومات
- د تکیزاس په سټيټ بانک کې یې د تحويلدار دنده لرله؛ بانک سقوط وکړ، نو په نوموړي تور پورې شو چې پيسې یې غلا کړي دي. له همدې کبله یې څه موده په زندان کې هم تېره کړه.
- د کیسو پای یې اکثرا داسې وي، چې لوستونکی یې تمه نه لري. یعنې پېښه پکې د تصور خلاف بدلون مومي.
- تقریبا شپږ سوه لنډې کیسې لري، چې اکثریتو یې نړېوال شهرت موندلای دی.
- ډېری لیکنې به یې د وخت په مشهورو ورځپاڼو "رولنګ سټون" او "ډيلي پوسټ" کې خپرېدې.
- په امریکايي لیکوالو کې "د لنډو کیسو استاد" لقب له ځان سره لري.
وروستۍ پاڼه
او.هینري "وروستۍ پاڼې" په نوم یوه ډېره په زړه پورې کیسه لري. د کیسې لنډيز داسې دی، چې یوې انځورګرې خپل زړه د یو ګل/بوټي په پاڼو پورې تړلی وي. نوموړې فکر کوي، کله چې د بوټي ټولې پاڼې ورژېږي، هغه به هم مړه شي. رښتيا هم همداسې وي؛ د بوټي پاڼې چې څومره رژېږي انځورګره هومره کمزورې کېږي. هغه هره ورځ د خپلې کوټې له کړکۍ هماغه بوټي ته ګوري، چې پر دېوال ختلی دی. تر دې چې خبره وروستۍ پاڼې ته ورسېږي. ټوله شپه باد، باران او واوره وي؛ نجلۍ ډاډه وي، چې سهار به وروستۍ پاڼه هم رژېدلې وي او هغه به مري؛ خو د باور برعکس پاڼه پخپل ځای وي. په سبا یې هم همداسې کېږي. نجلۍ بېرته فکر کوي، چې شاید خدای یې د وژلو اراده و نه لري؛ نو بېرته یې حالت ښه کېږي او له مرګه وژغورل شي. خو وروسته معلومه شي، چې هغه پاڼه وخته رژېدلې وي. هلته پاڼه نه وي؛ بلکې د پاڼې یو انځور کښل شوی وي. د دوی د کور په لاندې پوړ کې یو بل سپين ږيری انځورګر ژوند کوي او هغه د نجلۍ پر یادې کیسې خبر وي. نو هماغه د باد او باران په شپه یې دا انځور کښلی وي. د هماغه یخې شپې له کبله ناروغ شي او ومري؛ خو پخپل هنر یې د یو بل کس ژوند ژغورلای وي.