To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,292
د سالمې روژه لپاره لارښوونې

د سالمې روژه لپاره لارښوونې

په روژه میاشت کې انسان له ځینو روغتیایي ستونزو لکه؛ کم خوبي، ډیهایډرېشن، سردرد او… نورو سره مخ کیږي چې سبب یې نا سالمه خوراک او د خوړلو پر وخت بې پروایي ده، دلته د سالمې روژې لپاره ځینې لارښوونې دي:

 

۱: پیشلمي ( سحري) ضرور وخورئ!

څنګه چې وایي : “سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي” په روژه کې یې پیشلمی ځای نیسي او باید پیشلمي ته را ویښ شئ او په کافي اندازه صحي خواړه وخورئ. ډېری کسان په نهاره روژه نیسي او وایي چې: “ خوب راځي” دایو عادي خبره ده چې په روژه کې د خوب توازن ګډوډیږي خو که په نهاره مو روژه ونیوله د نورو روغتیایي زیانونو ترڅنک د روژه مات (افطار) پر وخت د ډیر خوراک لامل کیږي چې هغه ډېر خوراک د ناسالمه وزن لوړیدو سبب کیږي.


۲: د روژه مات (افطار) پر وخت ډېر خوراک مه کوئ

لکه څنګه چې د پیشلمي پر وخت د خوړولو توصیه کیږي برعکس یې باید د روژه مات پر وخت ډېر خوراک ونشي ځکه د روژه مات پر وخت ډېر خوراک بدن ته زیان رسولی شي.

د روژه مات خواړه باید متوازن او مغذي وي. نه یوازې ډېر خوراک بلکه د روژه مات پر وخت باید ډېر غوړ خواړه هم ونه خوړل شي ځکه دا دې بدهضمۍ او د وزن د زیاتېدو سبب کیږي، دلته باید دې خبرې ته د عمل جامه ور واغوستل شي چې “ کم وخورئ، تل وخورئ” نو د روژه مات او بیا پیشلمي تر منځ یوه اوږده زماني فاصله شتون لري چې تاسوکولای شئ د خوړلو او څښلو لپاره ترې ګټه واخلئ.


۳: د ډیرو غوړو، سره شوو، مالګینو او خواږو خوړلو څخه ډډه وکړئ

له دا ډول خواړو یو دود جوړ شوی او عامه خبره ده چې ډیر خواږه او غوړ د ژر مړیدو سبب کیږي خو دا ستاسو لپاره د راتلونکې ورځې روژه ستونزمنه کوي.

له ناسالمه وزن زیاتیدو ور ها خوا ډېر غوړ او خواږه خواړه د سستۍ او ستړتیا سبب کیږي او باید د مالګینو خواړو په خوړلو کې احتیاط وشي او د پیشلمي پر وخت مالګین خواړه تر ډیره حده کم کړئ ځکه دا د ورځې د تندې سبب کیږي.

د دا ډول خواړو ځای بدل کړئ پر ځای یې سبزیجات او میوه وخورئ، او داسې خواړه وخورئ چې په زیاته کچه فایبر ولري، ځکه د پیشلمي پر وخت د فایبر لرونکو خواړو خوړل مو تر ډیره موړ ساتي.

 

۴: تر ډیره حده اوبه وڅښئ

د روژه مات او پیشلمي تر منځ د امکان تر حده د اوبو څښل د روژې په جریان کې د ډیهایډرېشن خطر کموي.


هره ورځ د روژه مات او پیشلمي تر منځ لږ تر لږه ۸ ګیلاسه مایعات وڅښئ. په مایعاتو کې جوس، شیدې، مشروبات او سوپ شامل دي، مګر اوبه یوه غوره ټاکنه ده. 

 

Related Articles

د شودو په اړه هغه څه چې باید پرې پوه شئ

خدای پاک چې دمخلوقاتو لپاره څومره نعمتونه پیدا کړي شودو په کې لومړی مقام او ځانکړی غوره والی تر لاسه کړی پخوانیو خلکو به شودي او هغه څه چې له شودو څخه جوړېږي لکه کوچ، ماستې، تروې او غوړي ډیر کارول چې د اوسنیو ارپايي څیړونکو په اند د هغوی غټوالی، پیاوړتیا او ځواکمني هم له همدې امله وه. یو اروپایي ډاکتر شودې په داسې ډول راپیژني: که له ما ځینې وپوښت...

سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه

د سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه، چې ځینې رسنۍ یې خبر کښته پورته کوي، هېڅ درک نه لري. تېر کال چارواکو د خلکو د ارامولو لپاره د دې پروژې د کار خبر ورکړ، خو په حقیقت کې د اوبو او برېښنا وزارت یې ډیزاین ته ظرفیت نه لري. دا چې سږ کال واورې لږ وورېدې او زر ویلې شوې، ځمکې ته لږ اوبه تغذیه شوې. نو راتلونکو میاشتو کې به د اوبو ستونزه ډېره شي. خاصت...

حبیب نور اتمانخېل او برطانوي انصاف" (په ورځپاڼه هېواد پېښور کښې)

د سفيد انجُم تحقیقي لیک "حبیب نور اتمانخېل او برطانوي انصاف" (په ورځپاڼه هېواد پېښور کښې)ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد تاریخ پاڼه پاڼه مې له نظره تېره کړه، په هر دور کښې پښتون قام د بهرني قوتونو په زد بلها قربانۍ ورکړي خو خپله پُښتنه خاوره یې د غېر پښتون په اختیار نۀ ده پرېښودې. له بده مرغه ځینې داسې ات...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...