لیکنه: شکېبا نادري
څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟
په پښتني ټولنه کې غټې سترګې، ښایسته او اوږده باڼه د ښکلا نښې دي، هر څوک غواړي چې اوږده او ګڼ باڼه ولري، موږ په نننۍ لیکنه که تاسو په دې اړه معلومات در کوو چې څنګه کولای شئ ښایسته باڼه ولرئ، که تاسو هم د بڼو له کمښت څخه کړېږئ او غواړئ چې ښایسته باڼه ولرئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!
۱. د بادام، زیتونو او ناریال غوړي
هېڅ داسې کور نه شته چې د بادامو، زیتونو او ناریالو غوړي پکې پیدا نه شي، نو ښه به وي چې له دغو غوړیو څخه د خپلو بڼو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره ګټه واخلئ، ښکاره خبره ده چې ټول غوړي بېلابېل پروټینونه او معدني مواد لري، په یادو غوړیو کې شته پروټینونه د بڼو د پیاوړتیا، ډېرېدلو او اوږدېدلو لامل کېږي، لومړی د بادام، زیتون او ناریال غوړي سره ګډ کړئ او په باڼو مو یې وموښئ، د شپې نه تر سهار یې همداسې پرېږدئ که ټول شپه مو پرېنښودل درې ساعته خو یې ارومرو پرېږدئ!
۲. د پیاز اوبه
د پیاز اوبه د بڼو، د سر او وروځو د وېښتانو لپاره تر ټولو غوره مواد دي لومړی د پیاز اوبه وباسئ، پر بڼو مو یې وموښئ او نیم ساعت یې پرېږدئ، تر څو وچ شي او له هغه څخه وروسته یې ووینځئ، ډېر ژر به مو باڼه ښایسته او اوږده شي.
۳. هګۍ
د بڼو او وروځو وېښتان د پروټین کراټین څخه جوړ شوي دي او هګۍ د پروټینونو سرچینه ده کراټین د وېښتانو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز توک دی، د هګۍ ژېړ هم تر ډېره بیوټین لري چې د بڼو او وروځو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره غوره درمل کېدای شي.
۴. واسلین
واسلین هغه نرم مواد دي چې د وچ پوستکي د نرموالي لامل کېږي، سربېره پر دې د بڼو د اوږدېدلو او ښکلا لپاره هم ښه مواد کېدلی شي، واسلین کولای شي چې ستاسو باڼه غوړ، اوږده او ښکلي کړي.
۵. د الوویرا ژېل
هغه کسان چې غواړي ښایسته باڼه ولري هر شپه دې له ویده کېدلو څخه مخکې د پر خپلو بڼو د الوویرا ژېل وموښي او سهار یې ووینځي، ډېر ژر به یې باڼه ښایسته او ګڼ شي.
۶. د لېمو پوست او د زیتون غوړي
لومړی یو څو دانې لیمو ټوټې کړئ او ۱/۴ ګېلاس د زیتون په غوړیو کې یې واچوئ او د دوو یا درېیو ورځو لپاره یې همداسې پرېږئ، تر څو د ګټې اخیستلو لپاره چمتو شي، وروسته له درېیو ورځو نه هره شپه له ویده کېدلو څخه مخکې مو یاد مواد پر خپلو بڼو وموښئ او سهار یې ووینځئ، ډېر ژر به مو باڼه ښایسته او ګڼ شي.
نو که غواړئ چې ښکلي باڼه ولرئ یادې کړنې تر سره کړئ، ډېر ژر به مو باڼه اوږده، ښایسته او ګن شي.