د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 25, 2022
3 years ago
2,458 views
د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

دې ناروغۍ ته په انګلېسي کې "Monkeypox" او په فارسۍ کې "آبله میمونی" ویل کېږي. اصلي لامل یې یو کمیابه ویروس دی، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي. پر دې ویروس د اخته کس پر بدن پولۍ/تڼاکې خېژي او ناروغ ترې ځورېږي. ویلای شو، چې تقريباً چیچک ته ورته یو ډول ناروغي ده.

ددې ناروغۍ اصلي ځایونه هغه سیمې دي، چې باراني ځنګلونه ولري. په ځانګړې توګه د مرکزي افریقا هېوادونه د یادولو وړ دي؛ خو دا چې یاد وایروس خپرېږي، نو هرې سیمې/هېواد ته یې د انتقال خطر شته.

که څه هم په لومړي سر کې یاد وایروس په بيزوګانو کې وموندل شو؛ مګر د وخت پر تېرېدو وموندل شوه چې موږک، خرګوش او انسان ته هم انتقالېږي. په انسانانو کې ددې وایروس لومړنۍ پېښه په "۱۹۷۰ز" کال کې ثبت شوه. خو پوښتنه دا ده، چې ددې ناروغۍ مهم علایم کوم دي!؟ دلته یې ځواب مومئ. 

علایم

پټه/خفیفه دوره یې یعنې له اخته کېدو تر نښو څرګندېدو پورې اکثراً له ۶ تر ۱۳ ورځو وخت نیسي؛ خو ځینې وختونه دا موده آن ۲۱ ورځو ته هم غځېږي. په هر حال پر پوستکي د تڼاکو څرګندېدل یې لویه نښه ده. ددې ترڅنګ تبه، زړه بدوالی او ځان درد هم مل وي.   

درملنه

که څه هم ددې ناروغۍ لپاره ځانګړي درمل نه دي جوړ شوي؛ خو بیا هم هڅه کېږي کنټرول شي. واکسین یې هم تر ۸۵ سلنه کولای شي د انسان ژوند وژغوري. یعنې سل سلنه تضمین یې نشته؛ نو ښه خبره دا ده، چې وقایوي لاره غوره شي. چرته چې دا وایروس خپور وي مه ورځئ، هغو کسانو او حیواناتو ته چې ناپاک وي او د وایروس خطر احساسوئ مه ورنږدې کېږئ. ددې ترڅنګ نور ورته تدابیر تل په پام کې ونيسئ. 

Related Articles

Dec 07, 2021
3,495 views

د موبایل کارولو زیانونه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په دې زمانه کې چې موږ ژوند کوو، له موبایل څخه لاس اخیستل او یا یې نه کارول تقریبا نا ممکن دی. دا ځکه چې پرته له موبایل څخه ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېدای شي. له بلې خوا د موبایل ډېر کارول خپلې ستونزې هم لري؛ خو د موبایل په...

Dec 04, 2020
2,642 views

بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

انسان د ژوند په اوږدو کې استراحت او منظم خوب ته اړتيا لري. که تاسو په مناسبه اندازه خوب و نه کړئ، له ګڼو وژونکو ناروغيو سره به مخ شئ. انسانان په خاصه توګه ځوانه طبقه د بنډارونو، مطالعې، بوختياوو، ستونزو او نورو بېلابېلو عواملو له کبله بې خوبي کوي. يا...

Jun 07, 2023
1,246 views

پوهه

د پوهې ترلاسه کولو لپاره د کتابونو لوستل پکار دي، خو د تجربې ترلاسه کولو لپاره بايد له خلکو سره وګرځې، سفر وکړې، بنډار وکړې، ملګرتيا وکړې، مړي ژوندي ته لاړ شې، ډلو ټپلو سره يوځاى شې، ماتې وخورې، ماتې ورکړې، مٸين شې او سل ګړنګونه پاس کړې.يوازې کتابي ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,489 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,861 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...