To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی 

شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې پر مهمو روغتیايي ګټو يې وغږېږو. 

لومړی| سرطان ضد
شفتالو د آنتی اکسیدان او ويټامين سي C یوه ښه منبع ده. له همدې امله کولای شي چې د آزادو راډیکالونو د جوړېدو پر وړاندې مبارزه او مقاومت وکړي. دا هغه راډیکالونه دي چې د سرطاني غدو/حجرو د جوړېدو سبب ګرځي؛ خو د شفتالو خوړل کولای شي تر یوه بریده يې مخنیوی وکړي. همدرانګه هغو وګړو ته هم د شفتالو خوړل ګټه لري چې له وړاندې پر دې وژونکې ناروغۍ (سرطان) اخته وي. 

دویم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي! 
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، شفتالو د ويټامين سي یوه ښه منبع ده.‌ دا ماده کولای شي چې د انسان دفاعي ځواک ته پیاوړتیا ورکړي او د ناروغیو په مقابل کې د مبارزې وړتيا يې لوړه کړي؛ نو که تاسو هم غواړئ پیاوړی ایمني سیسټم ولرئ شفتالو ته حتماً پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. 

درېيم| د معدې روغتیا
که د معدې ناروغي لرئ او د یوې مناسبې حللارې په لټه کې یئ موږ تاسو ته د شفتالو د خوړلو توصیه کوو. دا چې شفتالو د خوړو په ښه هضم کې مرسته کوي؛ نو کولای شي د معدې درد، سوځېدل او هغه زړه بدوالی هم ختم کړي چې د معدې له امله پیدا کېږي. که د معدې درد لرئ، تر خوړو وړاندې حتما یو شفتالو خورئ.
 
څلورم| قبضیت ختموي! 
د پورته یادوو شوو ګټو ترڅنګ د شفتالو خوړل هغو کسانو ته هم توصیه کېږي چې قبضیت لري. دا ځکه چې دا مېوه کولای شي د خوړو د ښه هضم تر څنګ د کولمو د فعالیت په ښه والي او د اضافي موادو په دفع کې انعطاف رامنځته کړي.

پنځم| د پوستکي ښکلا
په شفتالو کې موجود ویټامینونه او مغذي مواد ددې سبب ګرځي چې د انسان بدن له داغونو، سپوروالي او زړېدو/غونجېدو مخه ونيسي؛ نو که غواړئ د مخ او بدن پوستکی مو تازه او سالم پاتې شي حتماً شفتالو خورئ.

په یاد ولرئ!
دا ټولې ګټې په دې معنا نه دي، چې تاسو دې بېخي ډېر شفتالو وخورئ. دا هم مه هېروئ چې د مېوو په خوراک کې افراط کولای شي د ګټې پر ځای تاوان ډېر ورسوي او د ناروغۍ سبب مو شي. همدارنګه هر ډول مېوې باید تر خوړو وړاندې پاک ومینځئ او بیا یې نوش جان کړئ. 

Related Articles

زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

ځينې خلګ له ژونده نارضه وي، او فکر کوي چې ګواکي ټول مشکلات يوازې دوی تيروي، خو داسې نه ده د نړۍ ټول خلګ مشکلات لري، د نړۍ ټول خلګ له ستونزو سره مخ کېږي، خو د هغوی د برياليتوب لامل دا دى چې لاندې څلور خاصيتونه يې حذف کړي؛ راځئ دا څلور ځانګړتیاوې وپيژنو او له ژوند څخه يې لرې کړو څو موږ هم په خپل ژوند کې خوشاله او بريالي انسانان واوسو.هغه څلور خاصيتون...

ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

زیاتره میندې او پلورنه وايي غواړي اولادونه یې کتاب ولولي، آن که یوه شیبه هم وي. خو دې ته زړه خوري چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لري.خو ښه به دا وي چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشي چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول شي.تجربو ښوولې هغه هلکان یا نجونې چې په ماشومتوب کې یې کتاب نه وي لوستی، په لویوالي کې هم ښه کتاب لو...

کابریکا - دوهمه برخه

کابریکا - دوهمه برخه لیکوال: نعمت الله رحیمي   کابریکا - #دوهمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انډریو د شاه دو شمشیره جومات څو انځورونه وباسل بیرته له سلیمان سره موټر ته پورته شول سلیمان وویل:- باید یوې خیاطۍ ته لاړ شو چې درته افغاني کالي جوړ کړي، کابل کې خیر خو په نورو سیمو کې داسې ګرځیدل راته سم نه ښکاري ځکه ستا څیره له ځایي خلکو سره توپیر لري-...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...