کابریکا - دوهمه برخه

لیکوال: نعمت الله رحیمي

 

کابریکا - #دوهمه_برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

انډریو د شاه دو شمشیره جومات څو انځورونه وباسل بیرته له سلیمان سره موټر ته پورته شول سلیمان وویل:
- باید یوې خیاطۍ ته لاړ شو چې درته افغاني کالي جوړ کړي، کابل کې خیر خو په نورو سیمو کې داسې ګرځیدل راته سم نه ښکاري ځکه ستا څیره له ځایي خلکو سره توپیر لري
- زه ویریږم نه! خو خوښیږي مې ستاسو په څېر کالي واغوندم

ګړۍ وروسته خیاطۍ ته ولاړل د انډریو لپاره یې وطني کالي د ګنډلو لپاره ورکړل، او د سلیمان دې کور په طرف روان شول…

کورته ورسیدل، مېلمستون ته دننه شول، څو شیبې وروسته چای را ورسید د سلیمان ګاونډیان راغلل او له انډریو سره ټولو ولیدل تر ډیره اړتیا پیدا نشوه چې سلیمان خبرې وژباړي ځکه افغانان اوس تر ډیره په بهرنیو ژبو پوهیدل، د چای له خوړلو ګړۍ وروسته ډوډۍ را ورسیدله انډریو وویل:
- آه زه دومره خوراک نشم کولای دا اوس مو چای سره څو رقمه خواړه وخوړل

د خونې له کونج یوه په عمر پاخه کس چې د سلیمان ګاونډی ؤ وویل:
- دلته چې راځې نو بیا اړ یې خوراک وکړې ګني خپه کیږو، موږ افغانان په میلمه سر ورکوو

سلیمان دا خبر د انډریو لپاره وژباړله، انډریو شیبه غلی شو بیا یې وویل:
- چې هرڅه وي زموږ هیواد په تاسو یرغل کړی دی، زه ستاسو دښمن حسابیږم خو بیا هم تاسو ماته په غیږه ستړي مشي راکړل زما ښه راغلاست مو داسې وکړ لکه یو ورور مو چې له کلونو مسافرتیا وروسته وطن ته راستون شوی وي

له دې خبرې سره سم یوه ځوان وویل:
- صاحبه! موږ ساده نه یو، زړونه مو لوی دي او همدا لوی زړونه موږ ته بلاوې ګرځیدلې

د انډریو لومړۍ ورځ د سلیمان په میلمه پالنه کې سبا شوه، سهار د انډریو لپاره جوړ شوي افغاني کالي را ورسیدل، انډریو سلیمان ته وویل:
- نن باید ژر خپل سفر پیل کړو تر قندهار لاره اوږده ده

سلیمان رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- نو قندهار ته خو باید الوتکه کې لاړ شو
- نه زه د افغانستان لیدلو ته راغلی له الوتکې څخه خو… سټلایټ کې هم ما لیدلی شو داسې

سلیمان غلی شو، لنډه شیبه وروسته یې وویل:
- زه تا نه ملامتوم خو کابل میشت قندهاریان په کلونو هلته نه ځي د ځمکې له لارې خو هیڅکله نه ځي.

انډریو ټینګار وکړ چې په الوتکه کې به نه ځي، سلیمان هم زړه نا زړه ورسره خبره ومنله، د سهار لس بجې شاوخوا له کور څخه روان شول د کابل څلورمې کارتې له سیمې څخه د کمپنۍ په لور روان شول…

ګړۍ وروسته د کابل کمپنۍ سیمې ته ورسیدل قندهار ته دې تګ لپاره یې ټکټونه وپیرل خو اړ وو تر ماښامه په تمه شي ځکه د قندهار لپاره د سفر ټاکل شوی وخت د ماښام ۶:۰۰ بجې ؤ.

د سړک پر سر یو څنګ ته ناست وو، سلیمان وویل:
- حالاتو ته په کتو نشم کولای تا داسې دې سړک پر سر تر ماښامه ځان سره کینوم، ته خو غواړې د افغانستان د هر ځای ښکلا انځور کړې راځه تر هغو چې ماښام کیږي د کابل پغمان ولسوالۍ ته ولاړ شو.

انډریو مُسک شو ویې ویل:
- ته که ژباړن نه یې خو د سفر لپاره غوره لارښود یې په دې ښه پوهیږي چې څنګه یو بهرني ګرځندوی ته لاره وښیې.

سلیمان مُسک شو څه یې ونه ویل، لنډه شیبه وروسته روان شول په افغاني ریکشا (زرنج) کې کښیناستل د لارې په لړ کې انډریو خپله کیمره را وباسله او ځینې ځایونه یې انځور کړل د ریکشې په څټ کې ولاړ ؤ چې ریکشا چلوونکي غږ کړ:
- اې دا څه لیونی یې سم کینه وبه غورځیږې بیا به د روغ سړي تاوان رانه غواړې

سلیمان وخندل:
- هههه

او انډریو ته یې د کښیناستو لپاره وویل…

پغمان د کابل کمپنۍ سیمې ته نږدې پروت دی نو ځکه څو شیبې وروسته خپل منزل ته ورسیدل…

د پغمان په بازار کې ولاړ وو د انډریو نظر د پغمان په “ طاق ظفر” شو ویې ویل:
- دا مې په ډیرو انځورو کې لیدلی غواړم څو انځورونه یې وباسم

سلیمان په فخر سره وویل:
- کابل خلک په همدې طاق ظفر باندې پیژني دا دې بریا یوه نښه ده، له درېیمې نړیولې جګړې وروسته په ۱۹۱۹ز کال کې جوړ شوی ده.

ورځ په انځور اخیستلو ماښام ته رسیدونکې وه، له پغمان څخه بیرته کمپنۍ ته روان شول او قندهار ته په تلوونکي موټر کې کښیناستل په موټر کې د دوی څنګ ته ناست یو کس پوه شو چې دا کس بهرنی دی، سلیمان ته یې ورو وویل:
- وروره! غم نداري بُز بخر، قندهار ته روان یې نو دې لارې له حالت به هم خبر وې

سلیمان رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- ولې په لاره څه شوي؟
- د کمپنۍ له پُل ور هاخوا د ماښام وروسته د دولت واکمني ختمه ده، له ارغندۍ تر قندهار پورې د طالبانو واکمني ده، پر لاره تالاشیانې کیږي، چیک پواینټونه دي…

سلیمان څه ونه ویل خواشینی شو، شیبه وروسته انډریو وپوښتل:
- دې کس څه ویل؟

سلیمان غوښتل انډریو ونه ویریږي ویې ویل:
- هسې څه خاص نه وو.

د سلیمان زړه درزیدو څه یې نه ویل، ګړۍ تیره شوه، څنګ ته ناست کس بیا وویل:
- دې سیمې ته سالار وايي، دا ددې لارې د نښتو او جګړو تر ټولو لویه دایره ده، له ۲۰۰۱ کال تراوسه دلته چا د آرام ساه نده اخیستې که شپه وي او که ورځ دلته حتماً چیک پواینټ…

لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:
- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ!