د حافظې ارواپوهنه

(د حافظې پېژندنه، جوړښت، هېرجني او د هېرېدلو علتونه)

ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی

ــــــــــــــــ...

 

په ارواپوهنه کې چې کله د «حافظې» اصطلاح کاروو، معنی يې د پېښو او مطالبو زده کول، په یاد لرل او په یاد راوړل وي. په اصل کې حافظه هغه قوه ده، چې موږ له خپلو افکارو او ادراکاتو سره نښلوي. په دې مقاله کې به د حافظې دقیقې پېژندنې ترڅنګ، د حفظ پر مراحلو، هېرېدلو او د هېرجنۍ پر علتونه بحث وشي.

اصلا ټول یاد کړي موضوعات پر دې دلالت کوي، چې حافظه شته. که موږ خپلې تجربې په بشپړه توګه هېرولې، هېڅ څه به مو نه شوای زده کولای. ښايي آن یوه جمله مو هم نه شوای ویلای‌. ځکه چې له تېر (ماضي) سره زموږ هېڅ ډول اړیکه نه پاتې کېده.

هغه کس چې د حافظې په هکله يې لومړنۍ منظمه څېړنه وکړه هرمان ابینگهاوس (Herman Ebbinghaus) نومېده. نوموړي د داسې بې معنا درې غږيزو څپو لیکلړ جوړ کړ، چې یو خپلواک غږ به یې د دوو ناخپلواکه غږونو په منځ کې راوست. (مثلاً: ځان، تار، سور او ... ژباړن)

کله چې یې دا لیست جوړ کړ بیا يې په زده کولو بوخت شو. په دې څېړنه کې يې وموندله چې که د څپو شمېر څومره ډېرېږي د زده کولو موده يې هم هماغومره غځېږي. دې پایلې ته هم ورسېد چې د فهرست لومړني او وروستي څپې تر منځنيو ژر زده کېږي. دا یې هم وویل چې له زده کولو وروسته په لومړیو ساعتونو کې مسایل ژر هېرېږي؛ خو وروسته دا سرعت کمېږي.  

دوخت له تېرېدو سربېره د اطلاعاتو د ساتلو وړتيا ته حافظه (memory) ویل کېږي. یا په عامه لهجه ویلای شو چې د پېښو او مطالبو زده کول، په یاد لرل او په یاد راوړل حافظه ده. که حافظه نه وای زمونږه ځیرکتیا به د ژوند پر لحظو تجزیه کېدای.

 

پړاوونه 

ارواپوهان پر دې باور دي، چې مسایل په درېیو مراحلو کې زده کېږي. دا پړاوونه خپل سلسله مراتب لري او په دې مرحلو کې خطا د هېرجنۍ سبب کېږي.

 

۱. په رمز بدلېدل

دا هغه پروسه ده چې له دې لارې اطلاعات حافظې ته داخلېږي.‌ په دې مرحله کې اطلاعات د داسې یوه رمز/شفر بڼه غوره کوي، چې مغزو ته د منلو وړ وي.کله چې ښوونکي ته غوږ يئ، فیلم ګورئ، سندرې اورئ یا کوم بل فعاليت کوئ، په حقیقت کې همدا لومړنۍ مرحله ده، په کوم کې چې اطلاعات د یوه رمز شکل غوره کوي او بیا په اوږدمهاله حافظه کې د یوه مفهوم او معنا په شکل ځای پر ځای کېږي.

 

۲. ذخیره کېدل

دا دویمه مرحله ده، چې Storage یې بولي. يعنې د هغو اطلاعاتو د ذخیره کولو پروسې ته ویل کېږي، چې له لومړې مرحلې تېر شوې وي او له رمز وروسته يې د مفهوم بڼه غوره کړې وي. البته درې ډولونه لري، چې حسي، لنډمهاله او اوږدمهاله يې بولي. يعنې له رمز وروسته حس کېږي، بیا لنډمهالې او ورپسې اوږدمهالې حافظې ته رسېږي. 

 

۳. په یاد راوړل (بیا موندل)

دا مرحله چې Retrieval يې بولي، په حقیقت کې د هغو اطلاعاتو پلټل او موندل دي چې له وړاندې ذخیره شوې وي. يعنې د حافظې له اطلاعاتي بانک څخه د هغو معلوماتو را ويستل دي چې زموږ پکار دي او غواړو ګټه ترې واخلو.

 

هېرجني

له اوږدمهاله حافظې (Long-term memory) څخه د اطلاعاتو، معلوماتو او مفاهمو په ترلاسه کولو کې خنډ ته هېرجني (forgetting) ويل کېږي. که تاسو فکر کوئ، چې ځینې مسایل درڅخه هېر شوي په ناسمه يئ؛ حقیقت دا دی، چې تاسو اصلا هغه مسایل خپل دايمي حافظې ته نه دي سپارلي. يعنې په سم شکل مو نه وې زده کړي. 

ځینې مهال له حسي حافظې څخه، لنډمهالې او بيا دایمي حافظې ته د اطلاعاتو په انتقال کې ستونزې جوړې شوې وي او اطلاعات نیمګړي رسېدلي وي؛ نو دا هم د هېرجنۍ یو علت کېدای شي. 

د هېرېدلو ځینې نور علتونه

• حسي حافظه خورا ډېر اطلاعات ترلاسه کوي؛ خو یوازې مهم يې نورو پړاوونو ته لېږي. يعنې یو شمېر هغه اطلاعات چې تاسو کم ارزښته ګڼلې وي، اصلي او دايمې حافظې ته نه وي تللې، ځکه خو هېر شوې هم وي‌. نو ویلای شو چې نه پاملرنه پخپله د مسایلو د هېرېدو سبب کېږي. 

• لنډمهالې حافظه د ډېرو مسایلو د ذخیره کولو وړتیا نه لري. کله چې دا حافظه ډکه شي؛ مخکيني اطلاعات خارجېږي او نوي ځای نيسي. پدې توګه هم ځينې مسایل له تاسو هېرېږي.  

• روانپوهان عموما پر دې باور دي، چې له اوږدمهاله حافظې څخه اطلاعات هېڅکله نه لري کېږي؛ خو بیا ځینې پر دې علتونو قانع دي چې له دې حافظې هم د اطلاعاتو د محوه کېدو سبب ګرځي. 

- شاته ګرځول (Repression)

- د اطلاعاتو مخلوط کېدل یا تداخل (Interference)

- او د بیا موندلو ستونزې (Retrieval problems)

 

په درنښت