To start downloading books

Please sign in or create an account.

د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

د وخت ارزښت موږ ټولو ته لکه د لمر روښانه دی. کله چې وخت تېر شي بېرته هېڅکله نه راګرځي. همدارنګه موږ او تاسو په هغه څه قسم یادوو، چې ارزښت راته ولري. الله "ج" په "والعصر" سورت کې پر وخت قسم یادوي نو له دې دا معلومېږي، چې وخت د ډېر ارزښت وړ دی او یوه دقیقه هم باید بې ځایه تېر نه کړو.
 موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د وخت د ضایع مخنيوي لارې چارې وښيو. 

 د وخت ارزښت ته قایل شئ!
 که موږ د وخت په ارزښت پوه نه شو نو د ضايع کېدو په اړه به یې هم کومه خاصه پاملرنه و نه لرو. کوښښ وکړئ وخت ته په ارزښت قایل شئ. ستاسو لومړنی کار همدا دی، چې وخت ته په درنه سترګه وګورئ. که د وخت قدر وکړئ د ضايع کېدو مخنيوي یې خپله کېږي.

 هدف مو معلوم کړئ!
 لومړی باید ووایم، چې دا کار یوازې نويو ځوانانو لپاره اړين نه دی بلکې هغوی چې عمرونه یې له ۳۰ هم اوښتي وي مهم دی. 
 موږ ټول باید داسې اهداف وټاکو، چې هماغه پسې هره ګړۍ هڅه وکړو. موږ باید دنیا ته څه ډالۍ کړو؟ په کوم کار کې بریالي کېږو؟ غواړو ۲۰ کاله وروسته په کوم موقف کې اوسو؟ دا هغه پوښتنې دي چې موږ ته خپل هدف واضح کوي او کله چې هدف واضح شي کولای شو، وخت د خپل هدف لپاره بېل کړو او بېځایه تېر نه کړو.

 له ډېر چکر او بنډارونو ځان وساتئ
 چکر او بنډارونه زموږ ذهني سکون لپاره خورا مهم دي. مګر که له اندازې ډېر چکر مو وخت ضايع کوي. کوښښ وکړئ، د خپل کار ارزښت ته په کتو وخت ورته بېل کړئ. 

 منظم خوب وکړئ
 موږ ته خوب د وخت ضايع ښکاري مګر هر هغه کار چې زموږ صحت او پرمختګ لپاره اړين وي د وخت ضايع نه ده. که تاسو خوب ددې لپاره نه کوئ، چې وخت مو ضايع کېږي په ناسمه یئ. 

 کارونه له مهالوېش سره سم ترسره کړئ
 ډېری خلک دې ټکي ته خاصه پاملرنه نه کوي. حال دا چې د وخت د سپما لپاره مهالوېش سره سم د کارونو ترسره کول زموږ د وخت د ضايع مخه نیسي. تاسو که د هر کار لپاره مناسب وخت وټاکئ ستاسو د کار ښه والي کې هم پوره مرسته کوي. همدارنګه کوښښ وکړئ، چې مهالوېش کې لوبو ته هم وخت ورکړئ.

 لومړيتوبونه ټاکل
 هغه کارونه چې ترسره کوئ په څلورو ګروپونو ووېشئ: 
 - عاجل او اړین
 ـ اړین مګر عاجل نه دي
 ـ عاجل مګر مهم نه دي
 - نه عاجل دي او نه اړين
 په پورته شکل د خپلو کارونو ترسره کول د وخت د سپما ډېره ښه لاره ده. ځينې وخت موږ یو کار ترسره کړای وي خو ګورو چې له هغه ډېر اړين کارونو مو پرېښي وي.
 نو دا چې کارونه مو سم منظم او وخت ضايع نه کړئ پورته لارښوونې په بشپړ ډول تطبیق کړئ. 

Related Articles

اورلګېدنه ولې رامنځته کېږي؟

اور لګـــېدنه اور لګېدنه کومه نوې پديده يا کومه نوې اصطلاح نده بلکې د( چاپېريال ساتنې علم) يوه لويه برخه تشکيلوي. په اکثره هيوادونو لکه اسټراليا یا ترکیه کې د ځنګلونو اور لګېدنه د ونو او نورو نباتاتو لپاره د  ژوند د دوران يا Life Cycle  يوه اړينه برخه ده ځکه دوی ځينې داسې ځانګړي خواص لري چې د اور د پراخېدو سبب کيږي، د بېلګو په توګه لکه د ونو پوستک...

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings) جرۍ(ruts) د چرخ مسیر (wheel path) په امتداد د سطحې کېناستنه(depression) ده، چې د ترافیکي بارونو له سببه د فرش د طبقاتو یا په بستر کې د شکل د تغیر څخه وروسته رامنځته کیږي. د جرۍ په څنډو کې غوڅېدنه او یا د اسفالټو را پورته کېدنه(uplift) واقع شي. جرۍ د باران د اورېدو وروسته چې د باران د اوبو پواسطه ډکیږي، په ښه ډول مش...

کولیسټرول Cholestrole

⭕ کولیسټرول Cholestrole یا د وینی غوړ څه شی دی ؟ 🩺 تعریف : کولیسټرول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چې د ینی ( liver ) په واسط تولیدېږی ، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی . کولیسټرول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چې د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو Lipo protien په نوم یادېږی . 🩺 : د کولیسټرول وظیفی1 : د بدن د حُجر...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...