ما وبښه خورې!
لنډه کیسه
لیکواله: شکېبا نادري
د دروازې کړپ شو، ځوان نارې کړې:
- مورې،
وه مورې! ډوډۍ تیاره ده؟
له مخامخ زاړه ور نه یوه ښایسته پېغله، راووته، ځوان ته یې وکتل:
- هو لالا تیاره ده تاته په تمه وم.
- ژر یې راوړه چې وږی یم.
ډوډۍ تیاره شوه، نجلۍ له ځوان نه پوښتنه وکړه:
- لالا ورېندار مې څه وخت راځي؟
ــ تاته یې څه، دوه ورځې د کور کار درته پاتې شو اوس دې وخته پوښتنې پیل کړې.
ــ نه لالا ما ویل که نن نه راځي چې زه د اختر لپاره د کور په پاکولو پیل وکړم، ځکه اختر ورځ تر بلې رانږدې کېږي.
ــ پیل یې کړه هغه ستا نوکره نه ده چې تاته به کار کوي.
زړې ښځې د ځوان او نجلۍ ټولې خبرې واورېدې په ځوان یې غږ وکړ:
- زویه! د کور کارونه کم دي چې اوس پاکارۍ هم یوازې وکړي؟
ــ مورې زه دومره حوصله نه لرم چې اوس ستا خبرې واورم چې دومره له کار نه یې زړه تور دی مېړه دې وکړي چې موږ هم ترې بې غمه شو.
د نجلۍ سترګې را ډکې شوې په مور یې غږ وکړ:
- خیر دی مورې زه ټول کارونه کوم.
نجلۍ د اختر کارونه ټول خلاص کړل، خو ورېندار یې لا تر اوسه هم نه وه راغلې، اختر ته دوه ورځې پاتې شوې د دروازې غږ شو، نجلۍ ورغله ګوري چې ورېنداره یې ده، نجلۍ پر ورېندارې غږ وکړ:
- ستړې مشې ورېندارې!
- خیر یوسې، د کور کارونه د خلاص کړي؟
ــ هو.
- ما ویل هسې نه چې اوس د ماته پرېښي وي، زه دومره حوصله نه لرم.
ــ نه ټول کارونه خلاص دي.
ورځ تېره شوه، ماښام و چې نجلۍ یې په مور غږ وکړ:
- مورې! څه شی پاخه کړم؟
ــ نه پوهېږم لورې هر څه چې پخوې پاخه یې کړه.
نجلۍ د پخلنځي په لور روانه شوه، شېبه وروسته نجلۍ کوچنی تور دسترخوان په دهلېز کې هوار کړ، غږ یې وکړ:
- لالا، ورېندارې، راشئ ډوډۍ تیاره ده...
شپه په تېرېدو وه، ټول ویده شول، نجلۍ هم غوښتل چې ویده شي، خو د ورېندارې او ورور خبرو یې له سترګو خوب وتښتاوه، په غټو سترګو یې ډنګر لاسونه را تېر کړل، په سوچونو کې ډوبه وه، پر مخامخ کړکۍ کې یې سترګې خښې کړې وې، درب شو، نجلۍ را جیګه شوه، د کړکۍ خواته نږدې ورغله، هرې خواته یې کتل، توره تیاره خپره وه، خو په تیاره کې یې یوه څېره ولیده، په دې وخت کې د نجلۍ ورور را ووت، نجلۍ پرې غږ وکړ:
- صبر لالا هلته کوم څوک دي؟
ځوان په لړزېدلي اواز وویل: - چېرته؟
څوک دي؟
نجلۍ د دېوال خواته لاس ونیوه.
ځوان چاړه ور واخیسته، غله د دهلېز وره ته را منډې کړې، ځوان د وره خواته غلی ولاړ و، سم له واره یې په غله ګذارونه پیل کړل. نجلۍ چېغه کړه:
- غل دی، و خلکو راشئ غل دی...!!
خو هېچا یې چېغې نه اورېدې.
نجلۍ په ورېنداې غږ وکړ:
- ورېندارې خیر دی راشه!
ورېندارې یې وویل:
- نو زه به څه وکړم؟
غله توفنچه راویستله غوښتل یې پر ځوان ډز وکړي، خو نجلۍ منډه کړه او د خپل ورور مخ ته ودرېده، مرمۍ د نجلۍ په زړه ولګېده او د ژوند پاڼه یې ورژېده.
غل وتښېد ځوان چې خپله خور په غېږ کې نیولې وه په چیغو چیغو یې ژړل او همدا یوه خبره یې کوله:
- ما وبښه خورې!